جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد

  • Home
  • جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد

جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد, Government Organization, مخابراتو څلور لارې، جلال آباد ښار، ننګرهار، افغانستان, .
(5)

درنو هېوادوالو!
د جلال آباد ښاروالۍ د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکي پلانونو په اړه له دې رسمي آدرس څخه معلومات ترلاسه کولای شئ.

زمونږ ښار ـ زمونږ راتلونکی
شهر ما ـ اینده ما

16/08/2026

دا جنت جنت وطن
جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد

ننګرهار کې د خپلواکۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت لویه ولسي غونډه ترسره شوه.د ننګرهار ولایت مقام په مشرۍ د جلال آباد ښاروالۍ ...
15/08/2026

ننګرهار کې د خپلواکۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت لویه ولسي غونډه ترسره شوه.

د ننګرهار ولایت مقام په مشرۍ د جلال آباد ښاروالۍ او ننګرهار اطلاعات کلتور ریاست په هڅو د ااا د اس ـ ـ د څلورویشتمې په مناسبت لویه ولسي غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ادارو مسوولینو او مشرانو ګډون او ویناوې وکړې.
ویناوالو د نظام د استحکام او د ولسونو له لوري د یادې ورځې په شاندارو مراسمو د لمانځلو مننه وکړه.
د جلال آباد ښاروالۍ د مشرتابه په ځانګړې سپارښتنې د نهه ګونو ناحیو آمرینو په مشرۍ د ناحیو اوسېدونکو په غونډه کې ګډون کړی وو.
د جلال آباد ښاروالۍ رهبري د افغانستان غیور او دروند ولس ته ددغې لویې او بختورې ورځې مبارکي وړاندې کوي.

د جلال آباد ښاروالۍ د کرکټ لوبډلې د خپلواکۍ د ورځې د خوښۍ په مناسبت جوړه شوې دوستانه سیالۍ د ختیځ کرکټ اکاډمۍ له لوبډلې ...
15/08/2026

د جلال آباد ښاروالۍ د کرکټ لوبډلې د خپلواکۍ د ورځې د خوښۍ په مناسبت جوړه شوې دوستانه سیالۍ د ختیځ کرکټ اکاډمۍ له لوبډلې وګاټه.

د جلال آباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي چارو آمریت تر چتر لاندې د کرکټ لوبډلې د ااا د خپلواکۍ په مناسبت جوړه شوې دوستانه سیالۍ په خپل نوم کړه.
د یادې سیالۍ پرمهال د جلال آباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي بازمحمد عبدالرحمن، د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر قاري نصیر احمد موسی او مسوولینو ګډون کړی وو او ځوانان یې د سپورت په برخه کې لا تشویق کړل.
د ښاري حکومتولۍ رئیس یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکې به د ناحیو په کچه د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبې په لاره واچوي.

۲۴ــ زمری ـ ۱۴۰۵ هـ ش
ـــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

14/08/2026

اوومه ناحیه درونټه کې د لویې دخولي دروازې، دوهم سړک، ګلدان او روښنایۍ پروژو د ګټې اخیستنې شانداره مراسم ترسره شول.

زمونږ ښار ـ زمونږ راتلونکی
شهر ما ـ آینده ما
۲۳- اسدـ ۱۴۰۵ هـ ش
ـــــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

14/08/2026

اوومه ناحیه درونټه کې د لویې دخولي دروازې، له درونټې تر سرخاب پل پورې د دوهم لین سړک، روښنایۍ او ګلدان پروژو په مناسبت د خوښۍ مراسم.

ـــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

اوومه ناحیه درونټه کې د لویې دخولي دروازې، دوهم سړک، ګلدان او روښنایۍ پروژو د ګټې اخیستنې شانداره مراسم ترسره شول. د جلا...
14/08/2026

اوومه ناحیه درونټه کې د لویې دخولي دروازې، دوهم سړک، ګلدان او روښنایۍ پروژو د ګټې اخیستنې شانداره مراسم ترسره شول.

د جلال آباد ښاروالۍ داخلي عوایدو او یو تن ملي سوداګر له لوري د اوومې ناحیې اړوند درونټه کې د لویې دخولي دروازې، له درونټې څخه تر سرخاب پل پورې د دوهم لین سړک، روښنایۍ او ګلدان پروژو د ګټې اخیستنې شانداره مراسم ترسره شول.
په یادو مراسیمو کې د جلال آباد ښاروال قاري بلال، مرستیال ښاروال حافظ نور محمد بدر، د ښاروالۍ درې ګونو ریاستونو رئیسانو، د دخولي دروازې مالي ملاتړ کوونکي حاجي شاه ولي خان زمانخیل، د بېلابېلو ادارو مشرانو، د ښاروالۍ داخلي او ناحیو آمرینو، د ګذر وکیلانو، امنیتي ځواکونو، د سیمې اوسېدونکو د رسنیو استازو او ښاریانو ګډون کړی وو.
ښاغلي ښاروال وویل نننی ماښام د ډېرو لویو خوښیو ماښام دی. د ااا د خپلواکۍ ماښام، د څلورو مهمو پروژو د ګټې اخیستنې مراسم او د هېوادوالو خوښي. مونږ ډاډ درکوو چې د ښاري ښکلا، ښاریانو د هوساینې او بنسټیزو پروژو په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوو.
په غونډه کې د اوومې ناحیې ځوانانو، ګذر وکیلانو، او د شاه ولي ګروپ اف کمپنۍ مسوولینو له لوري د جلال آباد ښاروال ښاغلي قاري بلال او د ښاروالۍ د یو شمېر کارکوونکو د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وشوه.
غونډه په شاندارو مراسمو د ګډونوالو په لویې او سترې خوښۍ سره پای ته ورسېده.
د جلال آباد ښاروالۍ رهبري تاسو درنو ښاریانو ته ډاډ درکوي چې د ښاري ښکلا، بنسټېزو او مهمو پروژو په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې ترسره کوي.

زمونږ ښار ـ زمونږ راتلونکی
شهر ما ـ آینده ما
۲۳- اسدـ ۱۴۰۵ هـ ش
ـــــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

د غمرازۍ پیغام!د بدخشان ښاروال مولوي حبیب الرحمن منصور د شهادت په مناسبت د جلال آباد ښاروال قاري بلال د خواشینۍ پیغام!په...
13/08/2026

د غمرازۍ پیغام!

د بدخشان ښاروال مولوي حبیب الرحمن منصور د شهادت په مناسبت د جلال آباد ښاروال قاري بلال د خواشینۍ پیغام!

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د بدخشان ښاروال مولوي حبیب الرحمن منصور په شهادت رسېدلی.
په دې لوی او نه جبرانېدونکي غم کې د نوموړي له کورنۍ، خپلوانو، همکارانو او د بدخشان له شریف ولس سره د زړه له تله خواخوږي او غمشریکي شریکوم.
د مولوي منصور شهادت د نظام لپاره یوه ستره ضایعه ده. نوموړي د خپلې دندې او ولس د خدمت په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
مونږ ټول د الله تعالی له درباره شهید مولوي حبیب الرحمن منصور ته د عالی جنتونو غوښتنه کوو. کورنۍ ته یې صبر جمیل غواړو.
روح یې ښاد جنت الفردوس یې ځای.
إنا لله وإنا إلیه راجعون

قاري بلال
د جلال آباد ښاروال

سبا ماښام لخیره!د جلال‌آباد ښاروالۍ له لوري به سبا ماښام د اوومې ناحیې اړوند درونټې ساحه کې د لویې دروازې، دوهم لین سړک،...
13/08/2026

سبا ماښام لخیره!

د جلال‌آباد ښاروالۍ له لوري به سبا ماښام د اوومې ناحیې اړوند درونټې ساحه کې د لویې دروازې، دوهم لین سړک، ګلدان او روښنایۍ پروژو د ګټې اخیستنې لویه غونډه ترسره شي.
خدای مو راوله!

نېټه: ۲۳ـ اسد ـ ۱۴۰۵ هـ ش ماښام شپږ بجې
آدرس: درونټه، اوومه ناحیه، جلال آباد

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د اس/ د څلورویشتم په مناسبت د اوومې ناحیې اړوند درونټه کې ترتیبات روان دي.د جلال آباد  ښاروا...
13/08/2026

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د اس/ د څلورویشتم په مناسبت د اوومې ناحیې اړوند درونټه کې ترتیبات روان دي.

د جلال آباد ښاروال قاري بلال په لارښوونې د اوومې ناحیې اړوند درونټې ساحه کې د اس/ د څلورویشتم په مناسبت د بېلابېلو پروژو د ګټې اخیستنې په موخه ترتیبات روان دي.
ــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Address

مخابراتو څلور لارې، جلال آباد ښار، ننګرهار، افغانستان

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your organization to be the top-listed Government Service?

Share