03/09/2026
د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د ارشاد، حج او اوقاف ریاست ته نوې پروژه ور وپېژندل شوه؛
۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ.ق
د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د ارشاد، حج او اوقاف محترم ریاست ته د خلکو د اسانتیاوو د پراختیا او د هغوی د دیني او ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه یوه نوې پروژه ور وپېژندل شوه.
یاده پروژه د ننګرهار اقتصاد ریاست په هڅو، د 1CO-SC ادارې په مالي ملاتړ او د WDOAP مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پلې کېږي، چې د سیمې د خلکو لپاره به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.
د پروژې له مخې به دوه جوماتونه جوړ او ۲۱ څاهګانې وکیندل شي. د جوماتونو جوړول به خلکو ته د لمانځه او نورو دیني چارو د ترسره کولو لپاره مناسب او منظم ځایونه برابر کړي، په داسې حال کې چې د څاهګانو په کیندلو سره به ګڼو کورنیو ته د پاکو او صحي څښاک اوبو د لاسرسي زمینه برابره شي.
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد، د یادې پروژې د تطبیق په اړه خوښي څرګنده کړه او د پروژې له ملاتړ او همکارۍ یې مننه وکړه. نوموړي وویل، د دغې پروژې پلي کېدل به د سیمې د خلکو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي او د دیني او ټولنیزو خدمتونو د کیفیت د ښه والي ترڅنګ به د عامې روغتیا په ساتنه کې هم اغېزناک تمام شي.
نوموړي زیاته کړه، د دې پروژې عملي کېدل به د سیمې د اوسېدونکو لپاره د عبادت او دیني چارو د ترسره کولو ترڅنګ، د پاکو اوبو د لاسرسي په برخه کې هم یو مهم او ارزښتناک ګام وي.