Reviving Zahir Shah

Reviving Zahir Shah Nov.8 1933 | July.17 1973 | His Majesty, The Most Modernist & Progressive King of Afghanistan 🇦🇫

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د مړینې د ١٩م تلین په مناسبت؛١٣۸۶م لمریز کال د زمري د میاشتې لومړۍ نیټه، چې د ٢٠٠٧م زیږدیز کال ...
30/07/2026

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د مړینې د ١٩م تلین په مناسبت؛
١٣۸۶م لمریز کال د زمري د میاشتې لومړۍ نیټه، چې د ٢٠٠٧م زیږدیز کال د جولای میاشت له ۲۳مې سره سمون خوري، د افغانستان د پخواني ټولواک شاهانه ذات اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د مړینې له ١٩ تلین سره برابره ده.

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د ۱۳۱۲ لمریز کال د عقرب په میاشت کې د خپل پلار تر شها. دت وروسته د افغانستان ټولواک وټاکل شو او د ١٣۵۲ لمریز کال د سرطان د ٢۶مې پورې، چې څه کم څلویشت کاله کیږي د افغانستان ټولواک پاتې شو.
په دغې موده کې اعلیحضرت پاچا افغانستان په داسې یوه هېواد بدل کړ چې په هره برخه کې د بې شمیرو او لویو پرمختګونو تر څنګ ټولې نړۍ له افغانستان سره نږدې او دوستانه اړیکي پرانیستې.
په همدې موده کې ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، هوايي ډګرونه، زرګونه کیلومتره لویې لارې، پلونه، د اوبو بندونه، کانالونه، پارکونه او ګڼ شمېر عامه بنسټونه جوړ شول. همدارنګه، د هېواد هوايي ځواک، پوځ او پولیس عصري او په پرمختللو وسلو سمبال شول، او د هغوی د مسلکي روزنې لپاره پرمختللي روزنیز مرکزونه هم جوړ کړل شول..
د اعلیحضرت په پاچاهۍ کې بې شمیره لوی او واړه پرمختګونه وشول. قیاس وکړئ؛ په افغانستان کې هغومره پرمختګونه چې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په خپلې پاچاهۍ کې ترسره کړل، بل هیڅ یوه واکمن نه له ده څخه وړاندې او نه له ده څخه وروسته ترسره کړل.

د دغه محبوب پاچا د مړینې د تلین په پار د ده سپيڅلې اروا ته د مغفرت لاسونه لپه کوو. سپيڅلې اروا دې ښاده وي. خدمتونه او راوړي ویاړونه به یې د تاریخ په پاڼو او زمونږ په زړونو کې تلپاتې وي.
---
On the 19th Anniversary of the Passing of His Majesty Mohammad Zahir Shah

The 1st of Asad, 1386 in the Solar Hijri calendar, corresponding to 23 July 2007, marks the nineteenth anniversary of the passing of His Majesty Mohammad Zahir Shah, the former King of Afghanistan.

Following the assassination of his father, His Majesty ascended the throne in the month of Aqrab, 1312 (Solar Hijri) and remained King of Afghanistan until 26 Saratan 1352 (1973), serving as the nation's monarch for nearly four decades.

During his reign, Afghanistan was transformed into a country that witnessed remarkable progress across virtually every sector. Alongside these extensive developments, Afghanistan established close and friendly relations with countries throughout the world. Schools, universities, hospitals, airports, thousands of kilometres of highways, bridges, dams, irrigation canals, parks, and numerous public institutions were built. The country's air force, army, and police were modernized and equipped with advanced weaponry, while state-of-the-art training facilities were established to ensure their professional development.

Countless achievements, both large and small, were realized during His Majesty's reign. It is fair to say that the scale of Afghanistan's development under King Mohammad Zahir Shah was unmatched by any ruler who came before him or any who followed.

On the anniversary of the passing of this beloved monarch, we offer our prayers for the forgiveness and eternal peace of his noble soul. May he rest in peace. His service to the nation and the legacy of his accomplishments will endure forever, both in the pages of history and in the hearts of the Afghan people.

شاهانه ذات اعلیحضرت محمد ظاهر شاه فرانسې ته د سفر پر مهال په پاریس ښار کې، ١٩۵۰م زیږدیز.---His Royal Majesty King Mohamm...
03/05/2026

شاهانه ذات اعلیحضرت محمد ظاهر شاه فرانسې ته د سفر پر مهال په پاریس ښار کې، ١٩۵۰م زیږدیز.
---
His Royal Majesty King Mohammed Zahir Shah's indoor photograph in Paris, during his visit to France in 1950.

06/04/2026

اعليحضرت محمد ظاهر شاه – د یوه آزاد، خپلواک، په ځان بسیا، سرلوړي او پرمختللي افغانستان پاچا.
---
His Royal Majesty King Mohammed Zahir Shah – the king of a once independent, free, self-sufficient, proud and progressive Afghanistan.



ټولو هېوادوالو ته د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي وایؤ. ټولې روژې، تراویح، عبادتونه او صدقې مو د رب لايزال په عظ...
20/03/2026

ټولو هېوادوالو ته د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي وایؤ. ټولې روژې، تراویح، عبادتونه او صدقې مو د رب لايزال په عظیم دربار کې قبولې شه.
خدای دې وکړي چې ټول هېوادوال به مو د خوشحالۍ دغه شیبې د خپلو کورنیؤ تر څنګ په مینې او خوښیؤ سره تیروي.
لایزال رب دې زمونږ د کړیدلې او زوریدلې اولس هره ورځ د اختر په څیر له خوشالیؤ ډکه کړي. په روانې پنځوس کلنې فاجعې او ناورین کې چې زمونږ مظلوم اولس پکښې ډیرې ستړیاوي او قربانۍ ولیدې، د هغو په برکت سره دې الله تعالی نور زمونږ په هېواد کې تلپاتې سوله، آرامي، ثبات او ورورولي راولي.

اختر مو نیکمرغه شه!

د انځور په اړه: اعليحضرت معظم همایوني محمد ظاهر شاه د ۱۹۶۳م زیږدیز کال د اګست په ۶مه لویدیځ آلمان ته د خپل دولتي سفر په ترڅ کې د هغه په احترام کې د ترتیب شوې پوځي ګارډ څخه د تیریدو په حال کې.
---
We extend our heartfelt greetings to all our countrymen and to everyone celebrating on the blessed occasion of Eid al-Fitr.

May Allah (Subhanahu wa Ta'ala) accept your fasts, Taraweeh prayers, supplications, and all acts of worship. We hope that you are spending these joyous and blessed moments in the company of your loved ones, filled with love, peace, and happiness.

May Allah grant our war-stricken nation days filled with joy and tranquility, like the days of Eid. After decades of hardship, suffering, and sacrifice endured by our people over the past fifty years, we pray that Allah brings lasting peace, stability, prosperity, and brotherhood to our beloved country.

Eid Mubarak!

About Picture: His Royal Majesty King Mohammed Zahir Shah pass the honor guard of the Bundeswehr during the King's visit to Bonn on August 6, 1963.

فرانسې ته د اعليحضرت محمد ظاهر شاه سفر، اکتوبر ١٩۴۹؛د ١٩۴۹م زیږدیز کال د اکتوبر په میاشت کې اعلیحضرت معظم همایوني محمد ظ...
16/03/2026

فرانسې ته د اعليحضرت محمد ظاهر شاه سفر، اکتوبر ١٩۴۹؛

د ١٩۴۹م زیږدیز کال د اکتوبر په میاشت کې اعلیحضرت معظم همایوني محمد ظاهر شاه فرانسې ته په یوه رسمي دولتي سفر ولاړ. فرانسې ته په رسېدو سره یې د دغه هېواد د ولسمشر وینسېټ اورېل لخوا په ایلېزي ماڼۍ کې تود هرکلی وشو.

د سفر موخه؛
د دغه سفر موخه د فرانسې او افغانستان تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګول وه. بحثونه د پوهنې، کلتور او ملي پراختیا په برخه کې د همکارۍ پر پراخولو متمرکز ؤ. په داسې حال کې چې افغانستان د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د عصري کیدو او نړیوالو همکارۍ ته خلاص هېواد معرفي شو.

شته کلتوري اړیکي؛
فرانسې د Délégation Archéologique Française en Afghanistan (DAFA) (په افغانستان کې د فرانسې د لرغونپوهني پلاوی) په لرلو سره له وړاندې له افغانستان سره کلتوري اړیکي درلودې. فرانسې ته د اعليحضرت د دغه سفر وړاندې هم د نوموړي هېواد لرغونپوهانو د باميانو درې په ګډون د افغانستان په مختلفو تاریخي سېمو کې څیړنې او کیندنې کولې.

د سفر پایلې؛
دې سفر په افغانستان کې د فرانسې د کلتوري او تعلیمي اغیزو په پراخېدو کې مرسته وکړه، په ځانګړې توګه د پوهني او لرغونپوهني په برخو کې. سربیره پردې، افغانستان د سړې جګړې په لومړیو کلونؤ کې د یو ناپېیلي هېواد په توګه وړاندې شو، چې له یو شمیر هېوادونو سره اړیکي جوړوي.

په ټولیزه توګه، دې سفر د افغانستان او فرانسې تر منځ اوږمهاله همکارۍ پیاوړې کړه او د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د هغه سیاستونو تائیدي یې وکړه چې په تدریجي توګه یې د هېواد عصري کول غوښتل.

په انځور کې: اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د فرانسې له ولسمشر وینسېټ اورېل سره په ایلېسي ماڼۍ کې، پاریس، ١٣ اکتوبر، ١٩۴۹.
---
King Zahir Shah’s Visit to Paris, France, October, 1949.

In October 1949, His Royal Majesty King Mohammed Zahir Shah, made an official state visit to Paris, France. During the visit, he was formally received by French President Vincent Auriol at the Élysée Palace.

Purpose of the Visit;
The visit aimed to strengthen diplomatic relations between Afghanistan and France. Discussions focused on expanding cooperation in education, culture, and national development, while also presenting Afghanistan as a country open to modernization and international partnerships after World War II.

Existing Cultural Ties;
France already had a long-standing cultural relationship with Afghanistan through the Délégation Archéologique Française en Afghanistan (DAFA). French archaeologists had been conducting important research and excavations at historic Afghan sites such as the Bamiyan Valley.

Outcomes and Significance;
The visit helped expand French cultural and academic influence in Afghanistan, particularly in education and archaeology. It also reinforced Afghanistan’s image as a neutral state building relationships with multiple countries during the early years of the Cold War.

Overall, the trip supported King Zahir Shah’s gradual modernization policies and strengthened long-term cooperation between Afghanistan and France.

In Picture: King Mohammed Zahir Shah received by Vincent Auriol at the Élysée Palace on October 13, 1949, in Paris.

اعلیحضرت معظم همایوني محمد ظاهر شاه د قاهرې په المازه هوایي ډګر کې، د اکتوبر ٢٢مه، ١٩۶۰م زیږدیز کال.د ۱۹۶۰م کال په اکتوب...
10/02/2026

اعلیحضرت معظم همایوني محمد ظاهر شاه د قاهرې په المازه هوایي ډګر کې، د اکتوبر ٢٢مه، ١٩۶۰م زیږدیز کال.

د ۱۹۶۰م کال په اکتوبر کې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د متحدې عربي جمهوریت (UAR) ته یو تاریخي لس ورځنی دولتي سفر ترسره کړ، (متحد عربي جمهوریت هغه لنډمهاله سیاسي اتحاد و چې د مصر او سوریې ترمنځ جوړ شوی و.) دې سفر د سړې جګړې د دورې په ډیپلوماسۍ کې ډېر اهمیت درلود.

اعلیحضرت ظاهر شاه د ۱۹۶۰م کال د اکتوبر په ۲۲مه نیټه د قاهرې المازه هوايي ډګر ته ورسېد. د مصري دولت لخوا یې په خورا درنو مراسمو سره هرکلی وشو، چې پکې د ۲۱ توپو سلامي او د دواړو هېوادونو د ملي سرودونو غږول شامل وو.

د محمد ظاهر شاه د ښه راغلاست لپاره د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر هوایي ډګر ته ورغلی ؤ او وروسته یې د القبّة الجمهوري ماڼۍ کې سره ولیدل.

د خپل لس ورځني سفر په ترڅ کې، پاچا د مصر بېلابېل صنعتي مرکزونه، تاریخي ځایونه او پوځي تأسیسات وکتل، چې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملي پرمختګ او ودې پر ګډو ګټو ټینګار کاوه.
---
The Highly Esteemed King– His Royal Majesty Mohammed Zahir Shah at the Almaza Airport in Cairo on October 22, 1960.

In October 1960, King Mohammad Zahir Shah conducted a historic 10-day state visit to the United Arab Republic (UAR)—the short-lived political union between Egypt and Syria. This visit was a significant moment for Cold War-era diplomacy.

The King arrived at Almaza Airport in Cairo on October 22, 1960. He was greeted with a massive state reception, including a 21-gun salute and the performance of national anthems.

After welcoming King Zahir Shah at the Airport, President Nasser met him at the Koubba Republican Palace.

During his 10-day stay, the King visited several industrial sites, historical landmarks, and military installations in Egypt, emphasizing a shared interest in national development.

(Picture quality is enhanced by Mashal Zeerak).

ډاکټر سید مخدوم رهین، د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر، کیسه کوي چې یوه ورځ استاد خلیلي راته وویل:(یوه ورځ د سهار شاوخوا ...
01/01/2026

ډاکټر سید مخدوم رهین، د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر، کیسه کوي چې یوه ورځ استاد خلیلي راته وویل:

(یوه ورځ د سهار شاوخوا څلور بجې وې، چې د کور دروازه په زوره زوره وټکېده؛ په بېړه بهر ور وتلم چې وګورم څه خبره ده. د دروازې تر شا د ارګ موټر چلوونکی ولاړ و. راته یې وویل: اعلیحضرت تاسو غوښتي یاست. عاجل مې رسمي کالي واغوستل او ورسره روان شوم. چې ورسېدم، ومې لیدل چې پاچا ډېر خواشینی او اندېښمن دی. ما وپوښتل: اعلیحضرت، خیرت خو به وي؟ په دې شنه سهار کې ولې دومره اندېښمن یاست؟

پاچا وویل: یو ځوان په چاریکارو کې خپل د تره ځوی وژلی دی او اوس د مقتول مور د هغه د اعدام غوښتنه کوي، او دا حکم باید زه لاسلیک کړم. یو ځوان وژل شوی، او اوس به بل ځوان د قصاص قرباني کېږي…!!
راځه چاریکار ته ولاړ شو، ښايي وکولای شو هغه بوره مور له دې پرېکړې واړوو.

موږ په پټه، پرته له دې چې امنیتي مسؤلین په جریان کې کړو د چاریکار پر لور وخوځېدو، ان د سیمې هېڅ حکومتي چارواکي ته مو هم خبر ورنه کړ. د وژل شوي کس د کور پته مو وپوښتله او کور مو پېدا کړ.
له ټک ټک وروسته یو کس دروازه راخلاصه کړه پاچا ورته وویل:
د مرحوم مور ته ووایه چې محمد ظاهر راغلی دی. دا چې هغه سړي محمد ظاهر نه پېژانده؛ نو زه ور وړاندې شوم او ورته ومې ویل:
چې اعلیحضرت پاچا راغلی دی.

هغه سړی په بېړه دننه ولاړ، او څو شېبې وروسته یې یوه کوټه برابره کړه او د کوټې په منځ کې یې د پاچا لپاره څوکۍ هم کېښوده. پاچا راته وویل: ته دننه مه راځه، اول زه خپله له دې غمځپلې مور سره خبرې کوم ګورم چې څه کېږي. نږدې یو ساعت تېر شو، زه اندېښمن شوم او کوټې ته ور ننوتم، ګورم چې پاچا پر ځمکه ناست دی او څوکۍ یې هغې بوډۍ ښځې ته ورکړې ده، پاچا زارۍ کوي او دواړه ژاړي.

د پاچا وروستۍ خبره هم دا وه:
مورکۍ! مننه چې زما خبره دې پر ځمکه ونه غورځوله او له قصاصه تېره شوې. دولت به حتمن ستا د مرحوم زوی د وینې بدل (خون بها) درکړي، او زه اوس په ارام زړه کابل ته ستنېږم.)

ډاکټر سید مخدوم رهین دا کیسه په امریکا کې ښاغلي متین امین ته کړې وه.

عکس کي اعليحضرت د افغانستان له نوموتي شاعري سیده مخفي بدخشي سره ناست لیدل کیږی، او تر څنګ یی استاد خلیلي هم ولاړ دی.

ډاکټر سید مخدوم رهین، د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر، کیسه کوي چې یوه ورځ استاد خلیلي راته وویل:

(یوه ورځ د سهار شاوخوا څلور بجې وې، چې د کور دروازه په زوره زوره وټکېده؛ په بېړه بهر ور وتلم چې وګورم څه خبره ده. د دروازې تر شا د ارګ موټر چلوونکی ولاړ و. راته یې وویل: اعلیحضرت تاسو غوښتي یاست. عاجل مې رسمي کالي واغوستل او ورسره روان شوم. چې ورسېدم، ومې لیدل چې پاچا ډېر خواشینی او اندېښمن دی. ما وپوښتل: اعلیحضرت، خیرت خو به وي؟ په دې شنه سهار کې ولې دومره اندېښمن یاست؟

پاچا وویل: یو ځوان په چاریکارو کې خپل د تره ځوی وژلی دی او اوس د مقتول مور د هغه د اعدام غوښتنه کوي، او دا حکم باید زه لاسلیک کړم. یو ځوان وژل شوی، او اوس به بل ځوان د قصاص قرباني کېږي…!!
راځه چاریکار ته ولاړ شو، ښايي وکولای شو هغه بوره مور له دې پرېکړې واړوو.

موږ په پټه، پرته له دې چې امنیتي مسؤلین په جریان کې کړو د چاریکار پر لور وخوځېدو، ان د سیمې هېڅ حکومتي چارواکي ته مو هم خبر ورنه کړ. د وژل شوي کس د کور پته مو وپوښتله او کور مو پېدا کړ.
له ټک ټک وروسته یو کس دروازه راخلاصه کړه پاچا ورته وویل:
د مرحوم مور ته ووایه چې محمد ظاهر راغلی دی. دا چې هغه سړي محمد ظاهر نه پېژانده؛ نو زه ور وړاندې شوم او ورته ومې ویل:
چې اعلیحضرت پاچا راغلی دی.

هغه سړی په بېړه دننه ولاړ، او څو شېبې وروسته یې یوه کوټه برابره کړه او د کوټې په منځ کې یې د پاچا لپاره څوکۍ هم کېښوده. پاچا راته وویل: ته دننه مه راځه، اول زه خپله له دې غمځپلې مور سره خبرې کوم ګورم چې څه کېږي. نږدې یو ساعت تېر شو، زه اندېښمن شوم او کوټې ته ور ننوتم، ګورم چې پاچا پر ځمکه ناست دی او څوکۍ یې هغې بوډۍ ښځې ته ورکړې ده، پاچا زارۍ کوي او دواړه ژاړي.

د پاچا وروستۍ خبره هم دا وه:
مورکۍ! مننه چې زما خبره دې پر ځمکه ونه غورځوله او له قصاصه تېره شوې. دولت به حتمن ستا د مرحوم زوی د وینې بدل (خون بها) درکړي، او زه اوس په ارام زړه کابل ته ستنېږم.)

ډاکټر سید مخدوم رهین دا کیسه په امریکا کې ښاغلي متین امین ته کړې وه.

عکس کي اعليحضرت د افغانستان له نوموتي شاعري سیده مخفي بدخشي سره ناست لیدل کیږی، او تر څنګ یی استاد خلیلي هم ولاړ دی.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Reviving Zahir Shah posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share