Milad Hamdard

Call Contact the organization

Milad Hamdard Former Legal Adviser(MOMP)|Member of Amnesty International|Chairman of (VOAP)|Member of (SPE)

میلاد همدرد چې په کانونو او پټرولیم وزارت کې د دې وزارت وزیر او مرستیال وزیر سره د ستر حقوقی متخصص په حیث دنده پرمخ ورله، په کال 1375 هجري شمسي کال کې د کابل ولایت په یوه روشان فکره کورنۍ کې دنیا ته راغلی.
ښاغلي همدرد د ماشوتوب دورې له بشپړولو وروسته خپلو درسونو ته مخه کړه او خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د محمد هاشم میوندوال په ښوونځي او د لیسې دورې زده کړې یې په اماني لیسه کې ولوستلې. د ښوونځي له فراغت وروسته، ګوهرشاد بیګم پوهنتون ته په 1395 کال کې شامل او له نوموړي پوهنتون څخه یې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي اړوند د قضا او څارنوالۍ له څانګې څخه یې په کال 1398 کې د لیسانس دورې سند تر لاسه کړ.
ښاغلي همدرد تر دې مهاله په بېلابېلو اجرایوي او تخنیکي پوستونو په ملي کچه د پنځو کلونو څخه زیاته د حقوقي سکتور اړوند کاري تجربه لري، چې په لاندې ډول ذکر شوي:

له جنوری 2021 څخه تر اگست 2021 میلادی کال پورې د کانونو او پترولیم وزارت مطبوعات ریاست د چاور سمبالونکی دنده ترسره کړی.

له 1395 څخه تر 1396 هجري شمسي کال پورې د عرفات عدنان له ساختماني شرکت سره چې د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایې (USAID) پروژې لخوا تمویل کیده، د حقوقي او اداري همکار په حیث کار کړی.

له 1396 څخه تر 1397 هجري شمسي کال پورې د کانونو او پټرولیم وزرات اړوند د تیلو او ګازو په عمومي ریاست کې د حقوقي همکار په حیث دنده ترسره کړي.

له 1397 څخه تر 1398 هجري شمسي کال پورې یې د کانونو او پټرولیم وزیر سره د حقوقي چارو اړونده برخو کې د حقوقي همکار په حیث دنده پرمخ وړي.

له 1398 څخه تر 1399 کال پورې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال سره د حقوقي چارو اړونده برخو کې د حقوقي همکار په حیث دنده ترسره کړي.

له 2016څخه تر 2017 پوری د بهرنیو چارو وزارت اړوند برخو کې کارآزموینه دور بشپړ کری وو.

سیاسي فعالیتونه:

ښاغلي همدرد د 2016 څخه نیولي ترننه پورې د افغانستان د خلکو د اواز بهیر مشر
د افغانستان د ځوانو رهبرانو د ائتلاف لخوا د پالیسیو او برنامو عمومي رئیس
د افغانستان د ملي چتر د پالیسیو او برنامو مشر
د فغانستان د صلحې په عالي مشورتي بورډ کې د افغانستان د ځوانانو او مدني ټولنو استازی

د ښاغلي میلاد همدرد لاسته راوړنې:

د کانونو او پټرولیم وزارت د تیلو او ګازو له عمومي ریاست څخه د خپلو ښو اجراتو له امله ستاینلیک ترلاسه کړی
د کانونو او پټرولیم وزیر له دفتر څخه یې هم د خپلو ښو لاسته راوړنو له امله ستاینلک ترلاسه کړی
د اوومی حوزی له ولسی شورا څخه یې هم د خپلو ښو مدنی لاسته راوړنو له امله ستاینلک ترلاسه کړی
د افغانستان ولسې جرګې څخه یې د ښو کړنو له امله ستاینلیک ترلاسه کړی
د افغانستان ولسې جرګې اړونده عدلي او قضایې او د فساد سره د مبارزې کمیسیون څخه کړنو له امله ستاینلیک ترلاسه کړی
د کابل لپاره د اندونیزیا جمهوریت له سفارت څخه د خپلو ښو کړنو له امله جائزه ( award) لاسته راوړئ.
په ۱۴۰۰ کال کی د کانونو او پټرولیم وزیر له دفتر څخه یې هم د خپلو ښو لاسته راوړنو له امله ستاینلک ترلاسه کړی.

ښاغلی میلاد همدرد د افغانستان د ملي ژبو ترڅنګ، په انګليسي او جرمني ژبو راوانې خبرې کولای شي، چې تر دې مهاله یې د افغانستان د ملي مسایلو په اړه د مطرحو رسنیو سره مرکې او
لیکنې کړي، چې د هېواد په مختلفو ورځپاڼو کې نشر ته سپارل شوي.

یک وجب راه است بیدل از تو تا دامانِ خاکبر سرِ مُژگان چو اشک ایستاده، هُشیار باش
01/10/2026

یک وجب راه است بیدل از تو تا دامانِ خاک
بر سرِ مُژگان چو اشک ایستاده، هُشیار باش

پاکستاني جیټ الوتکو بېګا یو ځل بیا په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې پر ملکي خلکو بمبار کړید پاکستان پوځي رژیم د ټولو  نړیوا...
21/09/2026

پاکستاني جیټ الوتکو بېګا یو ځل بیا په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې پر ملکي خلکو بمبار کړی

د پاکستان پوځي رژیم د ټولو نړیوالو اصولو، قوانینو او مقرراتو خلاف د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په کورونه هوایي بریدونه کړي چې د مېرمنو، ماشومانو، سپین ږیرو او ځوانانو په شمول پکې زموږ ګڼ شمېر بېګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

زه د شهیدانو له ویرژلیو کورنیو سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولم، د پکتیا او څمکنیو شریفو او غیورو ولسونو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا لپاره دعا کوم.

نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې په رسنیو کې ددغو بریدونو د قربانیانو انځورونه وویني چې ایا دوی ماشومان، مېرمنې او سپین ږیري په نښه کړي که بل څوک، دومره ستر وحشت او دومره لویه فاجعه باندې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه څنګه خاموشه دي.

د پاکستان پوځي رژیم پرلپسې د خپلسرې بمباري کوي، نړیوال جنګي او نظامي قوانین تر پښو لاندې کوي، ماشومان او مېرمنې په نښه کوي چې دا د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ورزی ده او باید ملګري ملتونه یې په اړه جدي ګامونه واخلي او د خپلسریو بمباریو پوښتنه ترې وکړي.

09/09/2026

روح تمام شهدا شاد و یادشان گرامی باد. 🕊️
———————
د ټولو شهیدانو روحونه دې ښاد او یادونه یې تلپاتې وي. 🕊️

بسم‌الله الرحمن الرحیمپیام تبریکی به مناسبت میلاد باسعادت حضرت محمد مصطفی ﷺ،فرارسیدن میلاد باسعادت و پربرکت حضرت محمد مص...
25/08/2026

بسم‌الله الرحمن الرحیم

پیام تبریکی به مناسبت میلاد باسعادت حضرت محمد مصطفی ﷺ،

فرارسیدن میلاد باسعادت و پربرکت حضرت محمد مصطفی ﷺ، پیام‌آور رحمت، اخلاق، عدالت و انسانیت را به همه مسلمانان جهان، مردم شریف افغانستان و خانواده‌های محترم تبریک و تهنیت عرض می‌کنم.

امیدوارم به برکت این میلاد خجسته، صلح، برادری، همدلی و عدالت در جامعه ما گسترش یافته و افغانستان عزیز شاهد آینده‌ای سرشار از آرامش، وحدت و پیشرفت باشد.

بیایید با پیروی از سیره و اخلاق نیکوی پیامبر بزرگ اسلام ﷺ، در راستای محبت، احترام، خدمت به مردم و ساختن جامعه‌ای عادلانه و انسانی گام برداریم.

میلاد النبی ﷺ مبارک باد!

‏درنو او ویاړلیو هېوادوالو!‏د خپلواکۍ ۱۰۷ مه کلیزه مو مبارک شه‏شاه غازي امان الله خان په ۱۲۹۸ لمریز کال  کې د انګریزانو ...
19/08/2026

‏درنو او ویاړلیو هېوادوالو!
‏د خپلواکۍ ۱۰۷ مه کلیزه مو مبارک شه

‏شاه غازي امان الله خان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د انګریزانو د ښکېلاک له پاېته رسولو سره سم دغه ورځ د افغانستان د خپلواکۍ اخیستو په نوم ونوموله چې دغه ورځ هر کال په هېواد کې د غیورو او مجاهدو افغانانو له لوري په ډېر ویاړ سره نمانځل کیږي.

‏د ستر غازي امان الله خان اروا دې ښاده وي، چې د یو مترقي، خپلواک او له نړۍ سره د سیال افغانستان ارمانجن او پالونکی و.

‏اروا یې ښاده پر ګور یې انوار

🖤 د ګران هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۷ مه کلیزه دې ټول افغان ملت ته نیکمرغه وي.

❤️ سالگرد ۱۰۷‌ام استرداد استقلال کشور عزیز ما بر تمام ملت افغانستان مبارک باد.

💚 عزيز وطن‌دوشلاريمزنينگ ۱۰۷-ييلليك مستقلليك بايرامي مبارك بولسين.

بریا مو مبارک شه ——-پیروزی تان مبارک باد
07/08/2026

بریا مو مبارک شه
——-
پیروزی تان مبارک باد

د تسلیت او خواشینۍ پیغام!د نورستان مرکز پارون کې د سختو او درنو سیلابونو له امله ځايي خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه...
20/07/2026

د تسلیت او خواشینۍ پیغام!

د نورستان مرکز پارون کې د سختو او درنو سیلابونو له امله ځايي خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي

په دغه ستر ناورین کې یو شمېر هېوادوال سیلاب وړي دي، چې د موندلو هڅې یې روانې دي، زه د ټولو قربانیانو له غمجنو کورنیو سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولم او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

په نړیوالو او داخلي خیریه بنسټونو غږ کوم چې په دغه ستر ناورین کې نورستان ته مرستندویه ځواک او سیلاب ځپلو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.

شاپور ځدران، افتخار و قهرمان وطن؛ روحش شاد و یادش گرامی باد.
10/07/2026

شاپور ځدران، افتخار و قهرمان وطن؛ روحش شاد و یادش گرامی باد.

دا ځکه ژاړم چې اتل او قهرمان مې مړ دیدنګه ځواني خاورو ته ځي شاپورځدراڼ مې مړ دی
09/07/2026

دا ځکه ژاړم چې اتل او قهرمان مې مړ دی
دنګه ځواني خاورو ته ځي شاپورځدراڼ مې مړ دی

د تسلیت پیغام!د افغانستان ملي لوبډلې د پخواني تکړه لوبغاړي شاه پور ځدراڼ په مړینه ډېر خواشینی شومانالله واناالیه راجعونز...
07/07/2026

د تسلیت پیغام!

د افغانستان ملي لوبډلې د پخواني تکړه لوبغاړي شاه پور ځدراڼ په مړینه ډېر خواشینی شوم
انالله واناالیه راجعون

زه د ارواښاد شاه پور ځدراڼ له غمجنې کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولم، خواخوږو، خپلوانو او د افغانستان کرکټ کورنۍ ټولو مینه والو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

ارواښاد شاه پور ځدراڼ د خپل وخت یو باتجربه، غښتلی، تکړه او ویاړلی لوبغاړی و، تشه به یې تر ډېره ډکه نه شي.

اروا یې ښاده ګور یې له نوره ډک

Address

Kabul Daraz

Telephone

+93787785509

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Milad Hamdard posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Milad Hamdard:

Shortcuts

Share