National Development Corporation-NDC

National Development Corporation-NDC National Development Corporation-NDC
شرکت انکشاف ملی | دملي پراختیا شرکت

کاري فرصتونهد ام-ارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا شرکت د مسلکي کادرونو د جذب په موخه، لاندې بستونه د ازادې سیالۍ له ...
19/08/2026

کاري فرصتونه
د ام-ارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا شرکت د مسلکي کادرونو د جذب په موخه، لاندې بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلانوي:

- د غوري سمنټو فابریکو ریاست د مالي او حسابي چارو امریت (بغلان)
- ⁠د غوري سمنټو فابریکو ریاست د تدارکاتو مدیریت (بغلان)
- ⁠د دارالامان اداري کمپلکس پروژې میخانیک انجنیر (کابل)
- ⁠د دارالامان اداري کمپلکس پروژې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون انجنیر (کابل)
- ⁠د دارالامان اداري کمپلکس پروژې د برښنا انجنیر (کابل)

وړ کسان کولی شي، د لاندې لینک له لارې نوم‌لیکنه وکړي.
https://fmis.ndc.gov.af/jobs
—————————————
فرصت‌های کاری
شرکت انکشاف ملی ریاست عمومی شرکت های ام-ارتی به منظور جذب کادرهای مسلکی، بست‌های ذیل را از طریق رقابت آزاد اعلان می‌نماید:

- آمریت مالی و حسابی ریاست فابریکات سمنت غوری (بغلان)
- ⁠مدیریت تدارکات ریاست فابریکات سمنت غوری (بغلان)
- ⁠انجنیر میخانیک پروژه کمپلکس اداری دارالامان (کابل)
- ⁠انجنیر آبرسانی و کانالیزاسیون پروژه کمپلکس اداری دارالامان (کابل)
- ⁠انجنیر برق پروژه کمپلکس اداری دارالامان (کابل)

علاقه‌مندان واجد شرایط می‌توانند از طریق لینک ذیل ثبت نام نمایند.
https://fmis.ndc.gov.af/jobs
—————————————
Job Opportunities
The National Development Corporation (NDC), operating under the General Directorate of state - owned Corporations is announcing the following positions through an open competition to recruit qualified and professional staff:

- Head of Finance and Accounting – Ghori Cement Factories Directorate (Baghlan)
- ⁠Procurement Manager – Ghori
Cement Factories Directorate (Baghlan)
- Mechanical Engineer – Darulaman Administrative Complex Project (Kabul)
- Water Supply and Sanitation Engineer - Darulaman Administrative Complex Project (Kabul)
- Electrical Engineer – Darulaman Administrative Complex Project (Kabul)

Eligible candidates are requested to apply via the link below:
https://fmis.ndc.gov.af/jobs

14/08/2026

د ملي پراختیا شرکت د پنځه کلنو لاسته راوړنو لړۍ:
د عامه اړیکو آمریت
ملي پراختیا شرکت مراجعینو، کاري شریکانو او هېوادوالو ته د پخپل وخت، چټکو او اغېزناکو خدماتو وړاندې کولو په موخه د شرکت په انګړ کې د عامه اړیکو آمریت تر چتر لاندې یوه مجهزه او ځانګړې ودانۍ جوړه کړې ده.

په دغه کمپلکس کې د بهرنیو مراجعینو او فرعي قراردادیانو د اداري پړاوونو د اسانولو لپاره بېلابېلې مسلکي څانګې - لکه املاک، بازارموندنه، د انوایسونو طی مراحل، مکتوبونه او عریضې، د غونډو تنظیم، د شکایتونو ثبت او تعقیب، تدارکات او بشري سرچینې - فعالې شوې دي.

دا ودانۍ په پرمختللي ډېجیټلي سیسټم سمبال ده، چې له یوې خوا د مراجعینو د کارونو ترسره کول په چټکۍ سره ممکنه کوي او له بلې خوا د شرکت د کارکوونکو روزمره څارنه او کاري نظم یقیني کوي

سربېره پر دې، د مراجعینو لپاره د ناستې اسانتیاوې، کانټین او مناسب ځایونه په پام کې نیول شوي، چې د اداري پړاوونو د ساده کولو ترڅنګ یې د شرکت دننه د مامورینو لپاره ارام او خوندې کاري چاپېریال رامنځته کړی دی.

#خدمات #افغانستان

14/08/2026

د کرنې او مالدارۍ په لومړني نړۍوال نندارتون کې د ملي پراختیا شرکت د ګډون په څلورمه ورځ هم سلګونو تنو هېوادوالو، سوداګرو، پانګه والو او د کرنې سکتور متخصصینو د دې ملي شرکت له ځانګړې غرفې او کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

لیدونکو د ملي پراختیا شرکت لخوا وړاندې شوي کرنیز محصولات، صنعتي او ودانیر توکي او د هېواد د سترو زېربنایي پروژو لاسته راوړنې له نږدې وکتلې او د تولیداتو لوړ کیفیت او شته پرمختګونه یې وستایل.
#افغانستان #خدمات #کابل

دست‌آوردهای پنج ساله شرکت انکشاف ملی: استرداد جایدادهای غصب‌شدهشرکت انکشاف ملی پس از حاکمیت دوباره امارت اسلامی، با اراد...
14/08/2026

دست‌آوردهای پنج ساله شرکت انکشاف ملی:
استرداد جایدادهای غصب‌شده
شرکت انکشاف ملی پس از حاکمیت دوباره امارت اسلامی، با اراده قاطع، تعهد کامل و در هماهنگی نزدیک با وزارتخانه‌ها و ارگان‌های ذیربط، اقدامات جدی و مؤثری را در راستای بازپس‌گیری جایدادهای غصب‌شده خویش به انجام رسانده است.

در اثر این اقدامات و تلاش‌های مستمر، شرکت انکشاف ملی موفق گردیده است تا هزاران جریب زمین غصب‌شده، ۳۰ باب دکان، ۴ باب تهکوی (زیرزمین)، ۱ باب کلپ ورزشی و ۱ باب هوتل کامل ساخت‌یافته را دوباره مسترد نموده و رسماً شامل املاک و دارایی‌های قانونی این شرکت سازد.

#افغانستان

14/08/2026

د ملي پراختیا شرکت د پنځه کلنو لاسته راوړنو لړۍ:
د ودانیزو توکو د پرمختللي لابراتوار تأسیس
د ملي پراختیا شرکت مرکزي لابراتوار، چې د دې ملي شرکت په مرکزي دفتر کې موقعیت لري، د عصري او معیاري تجهیزاتو په درلودلو او د روزل شویو مسلکي کارکوونکو پر مټ د کانکریټ، سمنټ، شګې او فولادو په ګډون د بېلابېلو ودانیزو توکو د باکیفیته کيفیت سنجونې او ټسټونو خدمتونه وړاندې کوي.

دغه لابراتوار د ودانیزو توکو ترڅنګ د کانونو لپاره ژورې جیوتخنیکي ازموینې او ساحوي سپړنې هم ترسره کوي او په زیربنایي پروژو کې د سروې، تحلیل او کیفیت کنټرول چټک خدمتونه وړاندې کوي.

د پام وړ کیفیت، مناسب قیمت او دقیقو معیارونو له امله دغه مرکز نه یوازې د ملي پراختیا شرکت داخلي پروژې اکمالوي، بلکې بهرنیو ادارو ته د خدمتونو په وړاندې کولو سره د مالي عوایدو د ترلاسه کولو یوه له مهمو او معیاري سرچینو څخه شمیرل کېږي.

#افغانستان

14/08/2026

ويډيو:

د ملي پراختیا شرکت د پنځه کلنو لاسته راوړنو لړۍ:
د غوري درېیمې سمنټو فابریکې جوړول
د هېواد د سمنټو په تولید کې د ځان‌بسیاینې او د وارداتو کچې د راکمولو په موخه، ملي پراختیا شرکت د بغلان ولایت اړوند د غوري سمنټو فابریکو ترڅنګ د غوري درېیمې سمنټو فابریکې د جوړولو چارې پیل کړې دي.

دا فابریکه، چې په پرمختللې او عصري ټکنالوژۍ سمبالېږي، په ورځني ډول به د ۵,۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري. دغه پروژه،چې تر دې دمه ۱۸ سلنه کاري پرمختګ لري، په بشپړېدو او فعالېدو سره به یې د هېواد د سمنټو ټولنیز تولید د پام وړ لوړ شي، په سیمه کې به کاري فرصتونه رامنځته کړي او د افغانستان په صنعتي او اقتصادي وده کې به سټراټیژیک رول ولوبوي.

#بغلان #صنعت #افغانستان

دست‌آوردهای پنج ساله شرکت انکشاف ملی: تولید سمنتفابریکه‌های سمنت غوری و جبل‌السراج تحت چتر شرکت انکشاف ملی با وجود قدیمی...
14/08/2026

دست‌آوردهای پنج ساله شرکت انکشاف ملی:
تولید سمنت
فابریکه‌های سمنت غوری و جبل‌السراج تحت چتر شرکت انکشاف ملی با وجود قدیمی بودن تکنالوژی، فعالیت تولیدی خود را به شکل فعال ادامه می‌دهند. شرکت انکشاف ملی با تمرکز بر ارتقای کیفیت و افزایش ظرفیت تولیدی این فابریکه‌ها، توانسته است علاوه بر تأمین نیازهای پروژه‌های عمرانی خود، بخشی از نیازهای بازار کشور را نیز مرفوع سازد.

در فاصله سال‌های ۱۴۰۰ تا ۱۴۰۵ هـ.ش، مجموعاً حدود ۷۵۶,۱۹۰.۴۵ تن سمنت تولید و به بازار عرضه شده است. هم‌زمان در کنار فعالیت‌های تولیدی، جهت حفاظت از محیط زیست و توسعه فضای سبز، کمپاین‌های غرس نهال و درخت‌کاری در تپه‌ها و دامنه‌های اطراف فابریکه سمنت غوری در ولایت بغلان نیز به اجرا درآمده است.

#صنعت #افغانستان

Address

Qasaba Behind Of Kabul National Airport ( قصبه، خانه سازی – کابل )
Kabul
1001

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 13:30
Sunday 08:00 - 16:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when National Development Corporation-NDC posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to National Development Corporation-NDC:

Shortcuts

Share