HTAFMediaOffice

HTAFMediaOffice برای بار ششم صفحه دفتر مطبوعاتی حزب التحریر ولایه افغانستان را لایک و مطالب ناب اسلامی آن را با امت مسلمه شریک سازید!
جزاکم الله خیرا

حزب التحرير يو سياسي حزب دى، چې مبداء «ايډيولوژي» يې اسلام او موخه يې د اسلامي دولت په جوړولو سره د اسلامي ژوند له سره رامنځ ته کول دي، چې د انساني ژوند په بېلابېلو برخو کې اسلامي نظامونه پلي او اسلامي دعوت نړۍ ته ورسوي. دغه حزب ځانګړى حزبي ثقافت تيار کړى، چې د ژوند د چارو په هکله د اسلامي احکامو متضمن دى او حزب اسلام ته د فکري قيادت په توګه دعوت کوي، چې له هغه څخه نظامونه «حل لارې» سرچينه اخلي او

د انساني ژوند ټولې ستونزې حل کوي. هغه د سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيزو او دې ته ورته نورو ټولو ستونزو حل کوونکى دى. هغه يو داسې سياسي حزب دى، چې ښځې هم د نارينه وو په څېر له ځان سره ملې كوي او ټول خلک د اسلام او د هغه د مفاهيمو او نظامونو د تبني كولو لور ته را بولي او هغوى ته د اسلامي عقيدې له ليدلوري ګوري، آن که څه هم د هغوى رنګونه، قومونه او مذهبونه سره توپير ولري او حزب خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له امت سره په تفاعل «فکري عمل او سياسي مبارزه» باندې باور لري او د استعمار له ټولو شکلونو او نومونو سره مقابله او مبارزه کوي، ترڅو امت د استعمار له فکري قيادت څخه آزاد او د استعمار فرهنګي، سياسي، اقتصادي او داسې نورې جرړې له اسلامي ملکونو څخه وباسي او د هغو غلطو او ناسمو مفاهيمو کوم، چې استعمار يې رواجوي، چې اسلام يوازې په اخلاقو او عباداتو پورې اړه لري، د هغو د بدلون په لاره کې مبارزه او فعاليت کوي.

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when HTAFMediaOffice posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share