د افغانستان د سولې ملي جبهه - جبهه ملی صلح افغانستان

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • د افغانستان د سولې ملي جبهه - جبهه ملی صلح افغانستان

د افغانستان د سولې ملي جبهه - جبهه ملی صلح افغانستان Afghan Peace Organization

11/12/2025

مشکل څه دی؟
زرغون شاه شینواری
مشکل قومونو کې نه بلکې تنظیمونو او شخصیتونو کې دی.
افغانستان نه هغه پګړۍ ده چې معلم يا ملا یې ښوونځي يا مدرسه کې ممتاز زده کونکي ته له سره تاو کړي او نه هغه چپن ده چې یو زورور یې د ځان څخه کمزوري ياغي ته ډالۍ او هغه پکې راتاو یا راونغاړي .
افغانستان د افغانانو کور دی، وطن یې دی، حیا یې ده، پرده یې ده او افغانستان هغه خاوره ده چې افغان انسان پکې پیدا کېږي او خاورې کېږي. د هیڅ چا سره دا حق نشته او هیڅ څوک دا نه شي کولای او هیڅ چا ونه کړای شول چې افغانستان او افغان يو د بل څخه جلا کړي. د ۱۸۳۸ څخه تر ۲۰۲۵ پورې نژدې ۲۰۰ کلونو کې د برتانیا، شوروي او امریکا امپراتوریو په خپل ټول زور ونه شوای کړای چې افغان د افغان خاورې، افغان د اسلام د دین، افغان د خپل کلتور، تاریخ او خپل ملي کرکټر څخه جدا کړي.
افغانستان که مخکې روان دی او که شا ته کشول کېږي خو افغانستان د خپل سیاسي ژوند يو بل پړاو ته داخلېږي. په کورني اړخ کې د طالبانو تحريک د يوه فکري سازمان په توګه هڅه کوي چې افغانستان د خپل فکر پر بنسټ جوړ کړي. دا تګ لاره په کور دننه او د کوره بهر حتا خپله طالبانو کې هم پلوپان لري او هم مخالفان. مګر د افغاني ټولن پېژندنې او سیاسي ټولن پېژندنې پر بنسټ، د افغاني ټولنې د تاریخ بشري جغرافې او ټولنېز جوړښت له مخې د افغانستان په څیر يو ملک نه ایدیالوژیک هيواد جوړول ګران حتا ناشونی کار دی. یوازې یوازې د دې ۴۷ کلونو یرغلونو جګړو دولتونو او د ایدیالوژیکو رژیمونو اغاز او انجام ته پام مونږ ته دا را زده کوي چې څه باېد وکړو او څه باید ونه کړو. پام مو کړی چې د ۱۷۴۷ کال څخه تر ننه پورې د افغانستان د تاریخ تر ټولو زیاته عجیبه او افغان وژونکې موده دا تیر ۴۷ کلونه وو. د دې يو ستر علت په يوې جبري جغرافیې کې د غیر ملي جبري ایدیالوژېکو رژیمونو ورتپل او د ملت نه منل وو. دا رژیمونه د دې سبب شول چې مونږ هر لس پنځه لس يا شل کاله وروسته بېرته صفر ته لاړ شو د اېدیالوژېکې دوښمنۍ په وجهه د پريوتو منفي کارونو ترڅنګ مثبتو جوړښتونو ته په منفي نظر وګورو يو افراط ته په بل افراط ځواب و وايو او په دې وسیله په خپله خیټه کې بل افراط ته سیاسي ورشو جوړه کړو. د ۱۳۵۷ کال د غوایي د کودتا د رژیم د ښوونځي او مدرسې تضاد، د همدې حکومت د ملي کیدو او د جهادي ډلو د لوټ تالان کشمکش، د ناټو د نوکر رژیم د ښځو د اسلامیت افغانیت ضد درېځ او د ننیو حاکمانو له خوا د ښځو محرومیتونه ټول په دې معنا دي چې يا خو مونږ په هغو ایدیالوژیو نه پوهېږو چې چیغې وهو او يا د ایدیالوژۍ په نوم په خپله خاوره د نورو لپاره حکومتونه کوو.
مطلبي خبره دا ده څوک چې په افغانستان حکومت کوي او د حکومت په زور افغانستان جوړوي که هغه ملا وي او که معلم تر ټولو لومړی دې په دې وطن کې د دين مذهب په اجتماعي قوي ارزښت د خپل وطن په ټولنېز جوړښت، جغرافیه، تاریخ، شتمنيو، ګاونډیانو او نړیوالو حاکمو مناسباتو سرونه خلاص کړي په دې ټولو کې د اختلافي مسایلو پر تله مشترک ملي پيوندونه او اصلونه زیات دي ستونزه دانه ده چې څوک پښتون دی څوک ازبک هزاره تاجک دی مشکل د سیاسي اجتماعي اقتصادي حقونو يا برخو په عادلانه ویش تنظیم او اداره کې دی. که مونږ غواړو دا عادلانه ویش رامنځ ته شي دا په شریک وطن کې شریکې روښانه، ملي او منظمې مبارزې ته اړتیا لري.

11/12/2025

د ملګرو ملتونو ننۍ غونډه
نيویارک، د ډسمبر ۱۰
زرغون شاه شينواری
په دې غونډه کې د افغانستان اړوند بحثونه
د ملګرو ملتو ننۍ غونډه چې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره جوړه شوې وه د پخوانیو ناستو سره يې توپیر درلوده. په دې غونډه کې د روسيې، چین او هندوستان استازو وویل د دې پر ځای چې افغانستان سره د مقابلې لاره جاري وساتل شي د جوړجاړي او مفاهې لاره نړيوالو او افغانانو ته ګټوره ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې اقتصادي او بشري ستونزو ته په اشارې و ويل چې د افغانستان نيمايې خلک بيړنیو مرستو ته اړ دي. افغانستان کې د بشري حقوقو ستونزې ته لاسرسي ته اړتیا ده. د افغانو ښځو او نجونو کاري او تعليمي حقونه جدي پاملرنه غواړي. په مقابل کې د چین استازي وويل ښه به دا وي چې د افغانستان سره بشري مرستې سیاسي نه شي. افغانستان په ناانډوله مالي حالت کې قرار لري. د يو افغان ورځينی عايد يوازې يو ډالر دی.
د پاکستان استازي د هند، روسیې او چین د استازو برخلاف په افغانستان تورونه ولګول. د امریکا د متحده ایالاتو استازي وويل چې د افغانستان سره د امريکا اړېکې هلته د امريکايانو په امنیت او انساني حقونو پورې تړلي دي. د امريکا د استازي وينا د پخوا پر انډول بدله او نرمه وه. په دې غونډه کې د افغانستان ځای خالي وه.
د ملګرو ملتو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر د ۱۰ نېټې غونډې د دې موسسې د تيرو کلونو د ناستو سره دا لاندې توپېرونه درلودل:
۱. د افغانستان د اسلامي امارت یا د طالبانو د حکومت د مخالفانو د تمې او هلو ځلو برخلاف غونډې د طالبانو سره د مقابلې په عوض په ګذارې ډيره تکیه وکړه.
۲. د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې د افغان استازي د نشتوالي او د پاکستان د تورونو سره سره د چین، هند او روسيې د استازو متحد عيني او افغانستان پلوه دريځ پاکستان د منطقوي انزوا خوا ته کش کړای شو.
۳. د امریکا د استازي نرمې وينا په افغانستان کې د جګړې د پلویانو او د پخوانیو ماتې خوړلو رژيمونو او د هغوی اړوند ډلو او پلويانو په تودو هيلو سړې اوبه توی کړې چې بلې جګړې ته يې نوي ائتلافونه او پلانونه جوړول .

Address

Kabul
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د افغانستان د سولې ملي جبهه - جبهه ملی صلح افغانستان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to د افغانستان د سولې ملي جبهه - جبهه ملی صلح افغانستان:

Shortcuts

Share