Said Hazrat

Call Contact the organization

Said Hazrat ودان افغانستان د افغان انسان لپاره

افغان کلتوري بهیر- بلجیم ددې اعلامیې ملاتړی دی.د یو شمېر افغان فرهنګیانو ګډه اعلامیهد ۲۰۲۶ د سپټمبر شپږمه،په خواشینۍ چې ...
06/09/2026

افغان کلتوري بهیر- بلجیم ددې اعلامیې ملاتړی دی.
د یو شمېر افغان فرهنګیانو ګډه اعلامیه
د ۲۰۲۶ د سپټمبر شپږمه،

په خواشینۍ چې په وروستیو ورځو کې د یوشمېر افرادو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د ژبو او نورو ملي مسایلو په اړه خورا پاروونکې، ناعلمي، متخاصمانه او د ملي یووالي پرخلاف څرګندونې کیږي او دا اندېښنه یې رامنځته کړې چې دغسې ناسم دریځونه به بېلابېلو ستونزو او ناورینونو ځپلی افغان ولس لا پسې وځوروي.
موږ یو شمېر افغان لیکوال او د افغانستان د ملي فرهنګ خدمتګاران په دې اړه لاندې مراتب اعلانوو:
• د افغانستان ټولې ژبې زموږ د ملي فرهنګ ارزښتمنې برخې دي، چې حقیقي ځای او دریځ یې د افغانستان په اساسي قانون کې تسجیلیږي.
• د افغانستان ژبنی، ادبي او په لوی سرکې فرهنګي تنوع زموږ ګډ، بډای معنوي میراث دی، چې نه‌ښايي د بېلتون او تقابل لپاره، بلکې باید د ملي یووالي او پیوستون لپاره زموږ د راټولېدو محور وګرځي.
• موږ چې په اوسنیو شرایطو کې له ګڼو ستونزو او بحرانونو سره لاس او ګریوان یو، باید په خپل فرهنګ او ګډه تاریخي حافظه کې له ستونزو څخه د راوتلو پر معقولو او علمي لارو چارو فکر وکړو او نه‌ ښايي په بې‌مانا او نامنطقي شخړو واټنونه زیات کړو.
• له ټولو فرهنګي شخصیتونو، لیکوالو، ځوانانو، رسنوالو او په ټولنیزو رسنیو کې فعالو افغانانو څخه په جدیت هیله کوو، چې دغو خوابدوونکو او ناعلمي شخړو ته د پای ټکی کېږدي او تر دې زیات د افغانانو ملي یووالی زیانمن نه‌کړي.
• زموږ په باور له خپلې مورنۍ ژبې سره ریښتینې مینه دا ده، چې په علمي او فرهنګي هڅو یې پیاوړې کړو، نه دا چې د نورو ژبو او فرهنګونو په وړاندې یې د جګړې په وسله او وسیله بدله کړو. ژبې د متونو په پنځونه، څېړنه، ژباړه او علمي زیاتونه بډاییږي، نه په تشو ستاینو او ویاړنو. هرکله چې د خپلې ژبې د ګرانښت دعوه کوو، تر هرڅه وړاندې باید له ځانه وپوښتنو چې موږ خپلې ژبې ته څه ورکولای شو؟ څومره یې علمي کولای شو؟ څومره متون تخلیقولای او څومره یې له نړیوالو فرهنګونو سره د راژباړې او ورژباړې په پلونو نړیواله کولای شو؟
تردې ورهاخوا، په دې ورځو کې یوه بل ناسالم بحث د ګړدودونو، سیمه‌ییزو لهجو، معیاري ژبې او واحد لیکدود پر سر راپورته شوې لانجې دي، چې بیا هم له بده مرغه د یوشمېر سرسري، ناعلمي او بې‌ځایه ناندریو لامل ګرځېدلي دي.
په دې اړه زموږ قاطع او پرېکنده نظر دا دی، چې لهجوي تنوع د یوې ژبې د غنا نښه ده او زموږ ژبې له خپلو ټولو رنګارنګیو سره ښکلې او خوږې دي. زموږ په ژبو کې ګړدودي توپیر هيڅکله دومره نه‌دی چې ټول ویونکي یې پرې‌ ونه‌ پوهیږي. که یې بهرنیانو ته په ورزدکړه کې څه وړې ستونزې وي، هم د حل‌کولو او معیاري میتودونو د وضع‌کولو ځایونه یې علمي او اکاډمیک مراجع دي، نه اشخاص.
په دې اړه علمي اجماع هم ملي ثبات او هراړخیزې مساعدې زمینې ته اړتیا لري او اوس یې وخت نه‌دی.
افغانستان همدا اوس د خپلو خلکو د انساني ژوند د شرایطو ښه والي ته اړتیا لري او ټول باید د یوه واحد ملت په توګه له هغو ستونزو څخه د وتلو هڅه وکړو، چې زموږ ګډ ملي ژوند ګواښي.
په پای کې پر ټولو هغو مخلصو لیکوالو او د نظرخاوندانو غږ کوو، چې له وطن، ولس او ملي فرهنګ سره د مینې او درناوي په خاطر د همدې اعلامیې تر لوستلو وروسته له هر راز وحدت ماتوونکي او زړه‌بدوونکي نظر څرګندولو څخه ډډه وکړي او له روان وضعیت څخه د ولس د ژغورنې لپاره فرهنګي هڅو ته ملا وتړي.
په درناوي

استاد حبیب الله رفیع
سرمحقق زلمی هېوادمل
عبدالباري جهاني
استاد محمد آصف صمیم
دکتور زرین انځور
پوهاند محمد بشیر دودیال
پوهاند بریالی باجوړی
پیرمحمد کاروان
دکتور عبدالغفور لېوال
پوهاند لعل پاچا ازمون
🇦🇫

د ښاغلي عبدالباري جهاني په قلم،پر ما ګرانو خویندو او وروڼو، السلام علیکم.په داسي حال کي چي افغانان له بدخشانه تر نیمروز ...
04/09/2026

د ښاغلي عبدالباري جهاني په قلم،
پر ما ګرانو خویندو او وروڼو، السلام علیکم.

په داسي حال کي چي افغانان له بدخشانه تر نیمروز پوري د تعلیم او تحصیل په برخه کي له حیاتي ستونزو سره مخامخ دي، په داسي حال کي چي په زرګونو ځوانان مو هر ګړی د بېکارۍ او لوږي له لاسه وطن پرېږدي او له مجبوریته ځانونه د سمندر په څپو او په بې رحمو ګرمیو او رېګونو کي د تندي مرګونو ته ځانونه سپاري او ګران هیواد افغانستان تر ټولو بدمرغي شپې ورځي تېروي، په داسي حالاتو کي د ټولو دردونو او رنځونو درمل ملي یووالی او د یوه بل په غم ځانونه شریکول دي.

خو له بده مرغه، له څو ورځو راهیسي د ژبو مسئله توده سوې ده او د هیواد وګړي، په تېره بیا پوه او تعلیم یافته ځوانان، یې پر بېلو بېلو برخو ویشلي او حتی د یوه بل په مقابل کي یې د غلیمانو په شکل درولي دي.

د دې ټولو ناندریو او یوه بل ته د ګوتي نیولو علت یوازي د یوه بې عقل سړي هغه تبصره ده چي ویلي یې وو: (پښتو یواځنۍ ملي ژبه ده.)

دې خبري غیر پښتانه په غوسه کړل او چي څه بد رد یې پر خوله ورتلل پښتنو ته یې وویل. په مقابل کي ځینو بې عقلو او احساساتي پښتنو هم په سختو جوابونو لاسونه پوري کړل. د دې وروستیو ناوړو حالاتو مسوول یا احمقان او یا هغه ظالم سیاسي دوکانداران دي چي د خپلو ګټو لپاره هیڅ ډول اصول په نظر کي نه نیسي او د ملي بې اتفاقۍ د ایجادولو او د خپل ښکار د ترلاسه کولو لپاره لمسوني کوي.

په داسي حال کي چي د اسلامي جمهوریت د ۲۰۰۴م کال اساسي قانون په شپاړسمه ماده کي څرګند صراحت لري « د پښتو، دري، اوزبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي، نورستاني، پامیري او په هیواد کي د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبي دي.»

په اساسي قانون کي، له سره، د ملي ژبي یادونه سوې نه ده. دا صلاحیت به لا د چا سره وي چي یوه ژبه ملي او بله غیر ملي اعلان کړي؟ خو له بده مرغه چي که د پښتنو څخه هر احمق یوه خبره وکړه؛ د غیر پښتنو له کتاره څخه احمقان را ولاړیږي او د یوه احمق پښتانه خبره ټولو پښتنو ته منسوبوي او جنګ پیلیږي.

هند، له خپل ټول عظمت سره، ملي ژبه نه لري. په هغه هیواد کي ۲۲ ژبي رسمي دي او په ټولو ایالتونوکي، په رسمي مکاتبو کي انګلیسي او هندي ته د لومړيتوب حق ورکړل سوی دی. په هند کي هیڅ څوک دا شکایت نه کوي چي کله هیواد هندوستان نومیږي نو ولي د نورو لویو ژبو پر ځای انګلیسی دوهم او لا کله کله لومړی مقام لري.

په هیواد کي حیاتي ستونزي تر شمېر زیاتي دي. افغانستان په غم ککړ دی او د مچ په څېر د آی ایس آی په جال کي لاس او پښې وهي. د هیواد موجودیت په خطر کي دی. هیواد هره ورځ د تیارې پر لور ګامونه پورته کوي او همدغه ګړی، په دې پنځوکلونو کي، پنځوس کاله شاته لوېدلی دی. ظالمانو تاسي په څه لګیا یاست؟

یوه د پښتو او فارسي جګړه پیل کړې ده او غواړي د قومونو ترمنځ موجوده ورورګلوي په لوی لاس په دښمني بدله کړي. هغه بل، چي ځان تر نورو هوښیار بولي، د پښتو په ژبه کي د معیاري او غیر معیاري ډنډوره ږغوي او په لوی لاس غواړي د پښتنو ټپي ټپي وجود نور هم قصابي کړي. هغه بل د غلجي او دراني ډول ته لرګی بند کړی دی. دا ټول کارونه یوازي د داخلي او بهرنيو دښمنانو یا په زغرده ووایم، د پنجاب د واکدارنو ژرندي ته اوبه ورکوي.

داوطن د پښتنو دی دا وطن دی د تاجکو
دلته کور د هزاره دی دلته اور دی د اوزبیکو
له پېړیو دلته اوسي په پېړیو به اوسیږي
په ازل کي سره خپل وه په قیامت به جلا کیږي

که د غیر پښتنو دا خیال وي چي له پښتنو پرته به نېکمرغي ورپه برخه سي او ځانته به بېل کور ولري او یا به ټول افغانستان خپل کړي دا ممکنه نه ده. اوکه د پښتنو دا خیال وي چي یوازي به دا وطن خپل او آباد کړي نو دا خوب او خیال دی. افغانستان د قومونو ګلدسته ده او ښکلا یې د همدغي ګلدستې څخه ده. دا وطن د ټولو دی او آبادي او خرابي یې هم په ټولو اړه لري.

یو ځل بیا درته وایم چي د احمقانو خولې ور وتړئ چي بیا د بې اتفاقۍ ډونډوره ونه ږغوي او خاینانو او سیاسي دوکاندارانو ته د هیواد پر سرنوشت باندي د ظالمانه لوبي د دوام اجازه مه ورکوئ. څوک چي د نفاق خبري کوي یا احمق او یا خاین دی. 🇦🇫

03/09/2026

نه به پخپله کوم سازماني مثبت کار کوي، نه به بل کار ته پریږدي. د استبداد پنځه کاله وشول، کوم خاص سازماني مثبت او محسوسه کار شویدی؟ بس یوازی انتقادونو، تومتونو، تخریبونو او ملامتولو ته ناست دي.
یوه پاڼه منشور او برنامه به نلري، ټول فعالیت به یی شفاهي او بی سنده وي، او د نامعلوم وخت د انساني ژوند غوړې وعدې به ورکوي، خو د ولس غولول او د وخت ضایع کول یی اصلي هدف وي.
نور څو کاله باید د یو افغاني منظم سازماني کار پیل ته انتظار وشي؟؟؟
🥲🇦🇫

د اکثریت ګوند جوړیدنه په نیک پال نیسو. له نورو ګوندونو سره یی توپیر دادی چه پټ څه نلري او په اساسي سند (منشور) کی یی هر ...
01/09/2026

د اکثریت ګوند جوړیدنه په نیک پال نیسو. له نورو ګوندونو سره یی توپیر دادی چه پټ څه نلري او په اساسي سند (منشور) کی یی هر څه روښانه دي.
مخ په وړاندی،🇦🇫🇦🇫🇦🇫

23/08/2026

خیر یی مه ګڼه کله چه اتلان یی لاندی دوې ډلې وي:
۱- جنایتکاران، ظالمان، لنډغر، بدمعاشان، لارنیوونکي، غله، کوڅه ډبي، عاق پدر و مادر، تجزیه طلبان، قومي دلالان، د افغان او افغانستان د کلمو دښمنان او پردیپال،
۲- د جهل استازي، د دین تجاران او د دین په نامه خرافاتیان، دیني دلالان، کینه پال، پردیپال، د انساني مدني آزادیو او د علم دښمنان، د جهل خپروونکي، اسنبدادیان، ظالمان، د افغاني اصیل کلتور دښمنان، انتحاریان، د افغانستان د درې رنګه بیرغ او د افغانستان د تاریخي ویاړونو دښمنان،
نو څوک چه له دې دوو ډلو د یوې یی هم ملاتړ کوي، په اصل کی د دښمن ژرندې ته اوبه ورسموي.
د افغانستان د اوسني ناورین څخه د وتو لار تر یو واحد لوي ملي چتر لاندی د ملي-مترقي قوتونو، ملي روشنفکرانو او ژمنو افغانانو راټولیدل او د ملي لویو ګټو پر بنیاد بی امتیازه مبارزه ده.
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

د ګران افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷ مې کلیزې د بیرته ګټلو په درشل کی د بلجیم د Charleroi د Lobbes په سیمه کی د ښاغلي حاجي ا...
22/08/2026

د ګران افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷ مې کلیزې د بیرته ګټلو په درشل کی د بلجیم د Charleroi د Lobbes په سیمه کی د ښاغلي حاجي امین باوري په دېره کی د افغان کلتوري بهیر- بلجیم، په جرمني کی د افغانستان د کلتوري ودې د ټولنې، په هالنډ کی د افغان کلتوري ټولنې، په فرانسه کی د افغان کلتورې خوځښت او د بریتانیا په لندن کی د افغانانو د کلتوري ټولنې د مشرتابه غړو د کلتوري فعالیتونو د همغږۍ مهمه غونډه ترسره شوه. په غونډه کی لاندی ښاغلو فرهنګيانو برخه اخیستې وه:
- له جرمني څخه: ښاغلی ډاکټر زرین انځور، ښاغلی عاشق الله غریب، ښاغلی ډاکټر شیرولي شیر د ټولنې مشر، ښاغلي محبوب الله محبوب او ښاغلی خوشال انځور،
- له هالنډ څخه: ښاغلی ډاکټر طارق رشاد او ښاغلي عبدالله احسان
- له فرانسې څخه: څیړنوال ښاغلی ډاکټر عبدالغفور لیوال،
- له بریتانیا څخه: د موزیمونو پخوانی رئیس ښاغلی حسن شور، ښاغلی نجیب احمدزی، لیکوال ښاغلی وکیل سوله مل، شاعر ښاغلی نظیف تکل
- له بلجیم څخه: د ټولنې مشر ښاغلی حاجي امین باوري، ډاکتر تاج وزیري، زه سیدحضرت او ښاغلی میرویس باوري.
په غونډه کی د فرهنګي فعالیتونو د همږغۍ په موخه تفصیلي بحثونه وشول او پریکړه وشوه چه د اروپا په کچه د نورو کلتوري ټولنو سره په مشورې او د هغو په ګډون، د همغږۍ یو عاجل میکانیزم رامنځته شي.
تر غونډې وروسته سندغاړي فیض الله امیري د طبلې ږغوونکي همایون امیري په ملتیا ښکلې سندرې وبوللې.
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

د خپلواکۍ کلیزه مو بختوره!روز استرداد استقلال مبارک!🇦🇫🇦🇫🇦🇫
19/08/2026

د خپلواکۍ کلیزه مو بختوره!
روز استرداد استقلال مبارک!
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

نو ځکه د نجونو او ښځو د تعلیم او تحصیل دښمنان او د جهل استازي د خپلو بادارانو په امر نجونې او ښځې تعلیم او تحصیل او د مل...
18/08/2026

نو ځکه د نجونو او ښځو د تعلیم او تحصیل دښمنان او د جهل استازي د خپلو بادارانو په امر نجونې او ښځې تعلیم او تحصیل او د ملي شعور ودې ته نه پریږدي؛ ځکه دوی د ښځو ملي شعور خپلې ارتجاعي واکمنۍ ته لوی خطر ګڼي.
دا انځور په ۱۹۷۲ کال کې په آیرلینډ کې اخیستل شویدی. یوه نجلۍ د خپلې ټپي کوژدن په وسلې سره د انګریزي پوځ په وړاندی جګړه کوي. کوژدن روغتون ته له وړلو وروسته ژوندی پاته شو، خو نجلۍ تر مرګه پورې جګړه وکړه.
کله چې انګریزي قوماندان پوه شو چې هغه د یوې نجلۍ سره جګړه کوي، نو هغه له ځان سره په غوسه وویل: "موږ د یوې ملکې دفاع کوو چې زموږ پروا نه کوي، پداسې حال کې چې دا نجلۍ د خپل هیواد او د هغې کوژدن ته ډیره پاملرنه کوي." بیا یې امر وکړ چې هیڅوک د نجلۍ جسد ته تر هغه وخته پورې نږدې نه شي تر څو چې آیرلینډيان هغه ښخه نکړي.

دا انځور په آیرلینډ کې د ښځو د ورځې د سمبول په توګه غوره شو او وروسته پدې جملې سره سينګار شو:
"د یوې پیاوړې ښځې سره له ملګرتیا مه وېرېږئ! ښایي یوه ورځ به هغه ستاسو یوازینۍ اردو وي."
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

د استبداد پنځم کال،
15/08/2026

د استبداد پنځم کال،

پنځم کال دی چې د خپلو بادارانو په فرمایش او د سیمې د ارتجاع په مرسته، یوې ناپوهې او علم دښمنې ډلې د افغان نجونو د ښوونځی...
14/08/2026

پنځم کال دی چې د خپلو بادارانو په فرمایش او د سیمې د ارتجاع په مرسته، یوې ناپوهې او علم دښمنې ډلې د افغان نجونو د ښوونځیو دروازې تړلي، د هغوی هیلې یې له خاورو سره خاورې کړي او ښکلی راتلونکی یې ځینې اخیستی دی.
تاریخ به تر ابده دا توره دوره هېره نه کړي؛ دا ظلم او استبداد به د ډیرو کلونو لپاره زموږ د ملت پر ټولنیز او سیاسي وجدان د یوه تور داغ په توګه پاتې وي.
خو موږ ډاډه یو چې دا تیاره به خامخا تیریږي او د پوهې ډیوې نه شي مړې کیدای. افغانان به د قلم، زده کړې او فکري آزادۍ لپاره خپله مبارزه تر بریا پورې جاري ساتي.
او ډاډه یو چې بالاخره، بریا د پوهې او د آزاد فکر د پلویانو ده! 🇦🇫🇦🇫🇦🇫 !

Address

Kabul
1003

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93700750750

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Said Hazrat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Said Hazrat:

Shortcuts

Share