24/03/2026
د وروستیو تحولاتو پر دوام، په سیمه کې حالات په تېزۍ سره بدلیږي.
ابهام، حیرانتیا، نه وضاحت او پر نړۍ حاکم شرایط داسې شوي چې هېڅوک نه پوهیږي یوه ورځ او حتا ځینې وخت یو ساعت وروسته څه پیښیږي.
افغانستان هم د دغو شرایطو تر اغېز لاندې دی.
که له یوې خوا له یوه داسې ګاونډي سره مخ دی چې جګړې ته پلمې جوړوي نو بلې خوا بیا دا امکان لا هم په واک کې لري چې مسایل مدیریت کړي. مطلب دا چې، د سیمې او نږدې نړۍ یو شمېر هېوادونه لاهم د مفاهمې او خبرو اترو له لارې د مسایلو پر حل ټینګار کوي.
دا ورځې او شپې خورا مهمې دي.
دعا به کوو چې افغانستان پدې لویو لوبو کې له خورا حساسو ازموینو په بریالیتوب راووځي.