10/07/2026
نن می له ډیر وخت وروسته فیسبوک راخلاص کړ ترڅو د وطن له حالاتو ځان خبر او په خاص ډول د اتل شاپور ځدران د جنازې مراسم وګورم، آما متاسفانه داسې ویډیوګانې مخې ته راغلې چې د روایاتو پر بنیاد د اسلام څخـه مخکې د جهالت له دور سره شباهت درلود.
قومی، سمتی او ژبنی تعصب یادوم
په اسلام کې تعصب، بې ځایه طرفداري او ړوند ملاتړ په عمومي توګه غندل شوی دی، په ځانګړې توګه هغه تعصب چې د حق او عدالت پر ځای د قوم، ژبې، قبیلې، نژاد یا ډلې لپاره وي.
تعصب از نگاه اسلام به معنای جانبداری کورکورانه از قوم، قبیله، نژاد، زبان، گروه یا حتی خانواده، بدون توجه به حق و عدالت، نکوهش شده است
د قران له مخې:
اې خلکو! موږ تاسو له یوه نارینه او یوې ښځې پیدا کړي یاست، او تاسو مو قومونه او قبیلې ګرځولي دي ترڅو یو بل وپېژنئ. بېشکه د الله په نزد تر ټولو عزتمند هغه دی چې ډېر پرهېزګار وي." (سورة الحجرات، 49:13)
در قران کریم آمده است:
ای مردم! ما شما را از یک مرد و یک زن آفریدیم و شما را ملتها و قبیلهها قرار دادیم تا یکدیگر را بشناسید. گرامیترین شما نزد خداوند، پرهیزگارترین شماست.» (سوره حجرات، آیه ۱۳: ٤٩)
همدارنګه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک له موږ څخه نه دی چې د جاهلیت تعصب ته بلنه ورکوي.
او په بل حدیث کې یې وفرمایل: تعصب دا دی چې ته د خپل قوم یا ډلې په ظلم کې هم ملاتړ وکړې.
همچنین محمد صلی الله علیه وسلم فرمودند: کسی که به تعصب جاهلی دعوت کند، از ما نیست.
و در حدیثی دیگر فرمودند: تعصب آن است که انسان قوم یا گروه خود را در ظلم و ناحق بودن یاری کند.
د خپل قوم، ژبې یا وطن سره مینه روا ده. خو د حق خلاف یوازې د خپل قوم یا ډلې ملاتړ کول حرام او د جاهلیت تعصب ګڼل کېږي. اسلام د عدالت، تقوا او حق ملاتړ ته امر کوي، نه د ړانده تعصب ته.
دوست داشتن قوم، زبان یا وطن اشکالی ندارد. اما حمایت از قوم یا گروه خود، حتی وقتی بر باطل و ظلم باشند، حرام و از تعصب جاهلی است. اسلام معیار برتری را تقوا، عدالت و حق میداند، نه نژاد، قومیت، زبان یا ملیت.
خداوندا! قلب های همه ای مارا از بیماری تعصب در آمان خود داشته باش.