Dr Wahidullah Taroon

Dr Wahidullah Taroon General Director AYSO / MBA MPH PhD Scholar
(1)

د زړه له تله د لوی اختر مبارکي . قدرمنو همکارانو ملګرو اوګران افغان ولس ته وړاندې کوم!دا مبارکه ورځ د ابراهیم علیه السلا...
27/05/2026

د زړه له تله د لوی اختر مبارکي . قدرمنو همکارانو ملګرو اوګران افغان ولس ته وړاندې کوم!
دا مبارکه ورځ د ابراهیم علیه السلام د بې‌ ساري اطاعت او قربانۍ ژوندی یاد دی چې موږ ته د ایمان، صبر او تسلیمۍ درس راکوي.
راځئ چې د دې مبارکو ورځو په رڼا کې د خپلو زړونو تیارې لرې او د مینې، ورورولۍ او انسانیت هغه فضا ژوندۍ کړو چې زموږ ټولنه پرې آبادېږي.
الله دې زمونږ په زورېدلي ملت او وطن د امن، عزت او سوکالي خاص رحم او کرم وکړي او زمونږ کورونه دې له برکته ډک کړي.
آمین

د World Health Organization په مرکزي دفتر کې چې د Geneva په زړه کې موقعیت لري د ځوانانو په نړیوال فورم کې ګډون راته ستر ...
25/05/2026

د World Health Organization په مرکزي دفتر کې چې د Geneva په زړه کې موقعیت لري د ځوانانو په نړیوال فورم کې ګډون راته ستر ویاړ، ارزښتناک مسؤلیت او نه هېریدونکې تجربه ده
دا فورم یوه عادي ناسته نه وه، نړیواله علمي او فکري فضأ وه چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلو ځوانانو، متخصصینو او استازو په کې د عامې روغتیا، د ځوان نسل د مسؤلیتونو، روغتیائي ننګونو، او نړیوالو همکاریو په اړه بحثونه او د نظر تبادلې وکړې.
ما ته دا فرصت برابر شو چې د خپلو خلکو او هېواد استازیتوب وکړم، د ځوانانو د ظرفیتونو، ستونزو او هیلو غږ نړیوالو ته ورسوم، او د هغو نوښتونو او تجربو څخه زده کړه وکړم چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بشري هوساینې او روغتیا د ښه والي لپاره عملي کېږي.
باور لرم چې نننۍ نړۍ د ګډ فکر، متقابل احترام او همکاریو نړۍ ده او ځوانان کولی شي د بدلون، سولې، پرمختګ او بشري خدمت تر ټولو قوي ځواک وګرځي.
هیله لرم چې د نړیوالو پروګرامونو، علمي فورمونو او ګډو همکاریو له لارې وکړی شو د خپلو خلکو د روغتیا، پوهاوي او هوساینې لپاره د لا اغېزمنو خدماتو په ترسره کولو سره د ځوانانو ظرفیتونه پیاوړي کړو، او د ګران هېواد یو مثبت، باعزته، سوله ایز او اغېزمناک تصویر نړیوالو ته وړاندې کړو

مجبوریتونه هغه دروند بار دی چې په قامت دنګ انسانان هم په ملا غوټ ماتوي.په ژوند کې ځینې دردونه او ستونزې دومره ژورې وي چې...
20/05/2026

مجبوریتونه هغه دروند بار دی چې په قامت دنګ انسانان هم په ملا غوټ ماتوي.
په ژوند کې ځینې دردونه او ستونزې دومره ژورې وي چې یوازې هغه شخص یې احساسولی شي، خو بیانول یې اسانه نه وي. مجبوریتونه یوازې کمزوري خلک نه ماتوي، بلکې هغه قوي، باوقاره او د لوړ شخصیت خاوندان هم دې ته اړ باسي چې د ژوند تر ټولو سخت حالتونه وزغمي.
کله ناکله مجبوریت انسان د زړه خلاف پرېکړو ته اړ کوي.
هغه څوک چې د حق ویلو جرئت لري، خو د مجبوریت له امله چوپ پاتې کېږي.
هغه ځوان چې ستر ارمانونه لري، د مجبوریت له امله خپل خوبونه نیمګړي پرېږدي.
هغه پلار چې د عزت ژوند غواړي، د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره خپل غرور قرباني کوي.
همدلته مجبوریت د انسان له احساساتو، فکر او شخصیت سره خپله خاموشه جګړه پیلوي.
دا جګړه غږ نه لري خو اغېز یې د توپان نه هم خطرناک وي.
مجبور انسانان اکثره خاموشه وي، ځکه چې هغوی پوهېږي چې دنیا د ګټو په محور څرخي.
ځینې خلک سره له دې چې د عزت، فکر او استعداد خاوندان دي خو د مجبوریتونو قرباني دي.
دا هر څه انسان له دننه کمزوری کوي او کله چې روح ستړی شي نو قوي وجودونه هم ورو ورو ماتیږي.
قوي او عزتمند انسانان اکثر خپل دردونه او مجبوریتونه په اسانۍ نه شریکوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې ښه او باعزته ژوند یې تېر کړی وي، خو وروسته د نامناسبو شرائطو له امله له ستونزو سره مخ شوي وي.
کله چې داسې یو حساس، باوجدانه او مسؤل انسان له پرله‌پسې ستونزو سره مخ شي، نو د هغه ماتېدل طبیعي خبره ده.
ځکه مجبوریتونه د انسان بدن نه، بلکې د هغه د فکر او احساساتو ملا ماتوي.
مجبوریتونه د ژوند تر ټولو درانه امتحانونه دي.
دا هغه اور دی چې انسان پکې خاموش سوځي.
ځینې کسان د مجبوریتونو له امله ټیټ سر ګرځي، خو په حقیقت کې هغوی ټیټ او سرکوزي نه وي، بلکې د ژوند درنو بارونو په ملا ټیټ کړي وي.
نو پکار ده چې مونږ د خلکو د ظاهري حالت په ځای د هغوی ناویلي دردونه، چوپتیا او مجبوریتونه درک کړو.
ځکه چې ډېر دنګ انسانان د کمزورۍ له امله نه، د ډېر صبر، مسؤلیت او مجبوریت له امله په ملا ماتېږي.

هره ورځ د مور ورځ دهمور د ژوند هغه سپېڅلې هستي ده چې د مینې، رحمت، ایثار او پاکۍ تر ټولو ښکلی تعبیر بلل کېږي.هغه د کور ز...
10/05/2026

هره ورځ د مور ورځ ده
مور د ژوند هغه سپېڅلې هستي ده چې د مینې، رحمت، ایثار او پاکۍ تر ټولو ښکلی تعبیر بلل کېږي.
هغه د کور زړۀ، د اولاد د امید څراغ او د انسان د شخصیت لومړنۍ مدرسه ده.
د مور غېږه هغه خوندي جنت دی چې انسان پکې د مینې، اخلاقو، رحم، وفادارۍ او انسانیت لومړني درسونه زده کوي.
مور یوازې انسان نړۍ ته نه راوړي، د خپل صبر، قربانۍ او نه ستړې کېدونکو دعاګانو په وسیله د یو وړوکي ماشوم څخه باشعوره، بااخلاقه او ګټور انسان جوړوي.
د نړۍ هېڅ شتمني،مقام او ځواک د مور د یوې رښتینې دعا او یوې مخلصې اوښکې سیالي نه شي کولی.
کله چې ټوله نړۍ انسان یوازې پرېږدي، د مور مینه بیا هم د رحمت په څېر د هغه په سر سیوری وي.
د مور دعا د مات زړونو دوا، د ستړي انسان هیله او د تیارو لارو رڼا ده.
مور د الله تعالی هغه بې‌قیمته نعمت دی چې عظمت یې په الفاظو نه شي بیانېدی.
د مور خدمت یوازې یو اخلاقي مسؤولیت نه دی بلکې د انسانیت، شرافت او ایمان ښکلا ده.
نو په کار ده چې د ژوند په هره لحظه کې د خپلو میندو قدر وکړو، ځکه د مور مینه هغه سپېڅلی رحمت دی چې بدیل نه لري.

په ژوند کې تر ټولو ستره تېروتنه دا ده چې انسان د خپل بدلون، بریا او خوشحالۍ لپاره د کومې معجزې په انتظار اوسې. ډېر خلک خ...
08/05/2026

په ژوند کې تر ټولو ستره تېروتنه دا ده چې انسان د خپل بدلون، بریا او خوشحالۍ لپاره د کومې معجزې په انتظار اوسې.
ډېر خلک خپل عمر په همدې تمه تېروي چې یوه ورځ به یو څوک راشي، لاس به یې ونیسي، ستونزې به یې حل کړي او د دوی خوبونه په حقیقت بدل.
خو د ژوند تر ټولو ستر حقیقت دا دی چې هېڅوک د بل چا د ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅې نه کوي.
هر انسان د خپلو ستونزو، اهدافو او راتلونکي په فکر کې دی.
بایلونکی هغه څوک نه دی چې څو ځله ماتې وخوري، ځکه ماتې د بریا راز دی، اصلي بایلونکی هغه انسان دی چې د عمل په ځای د انتظار فلسفه خپله کړي.
هغه څوک چې تل د شرائطو، خلکو او وخت بدلولو ته ګوري، خو خپله د بدلون جرئت نه کوي، په ذهن کې لوی خوبونه لري خو عملي ګام نه اخلي نو همدا بې عملي ورو ورو د دوی ارادې کمزورې کوي.
بریالي خلک د معجزو انتظار نه کوي، خپله د خپل ژوند معجزه جوړېږي.
هغوی پوهېږي چې تقدیر یوازې د هیلو په ویلو نه بدلېږي، بلکې د قوي ارادې، پرله‌پسې هڅې او قربانۍ غوښتنه کوي.
نړۍ د هغو کسانو قدر کوي چې له ستونزو تېښتې نه، د سختیو څخه د فرصت جوړولو هنر زده کوي.
د انسان تر ټولو لوی زندان ذهني محدودیتونه دي.
کله چې یو څوک په خپل ذهن کې ځان کمزوری، ناکام او بې وسه وګڼي، نو د پرمختګ ټولې لارې ورباندې بندېږي.
ویره، ناهیلي او منفي فکرونه د انسان استعدادونه وژني.
ډېر خلک د ناکامۍ له وېرې هېڅ پیل نه کوي، حال دا چې هره لویه لاسته راوړنه د یو وړوکي خو زړور ګام څخه پیلېږي.
په ژوند کې سم باو مثبت اورونه د انسان تر ټولو ستر قوت دی. هغه څوک چې په ځان باور ولري حتی په تش لاس هم لوی بدلون راوستلی شي.
تاریخ د هغو کسانو له مثالونو ډک دی چې امکانات یې کم ؤ، خو اراده یې قوي وه.
بریا د خوب لیدلو نوم نه دی،بریا د دوامداره عمل، نظم، صبر او استقامت نتیجه ده.
څوک چې غواړي ژوند یې بدل شي باید لومړی خپل فکر بدل کړي. کمزوري فکرونه کمزورې پایلې زېږوي، خو قوي فکرونه انسان لوړو مقامونو ته رسوي.
انسان هغه وخت پرمختګ کوي چې د عذرونو په ځای مسؤلیت ومني او د ستونزو په ځای حل لارې ولټوي.
نننی وخت د سیالۍ وخت دی، هغه ملتونه، ټولنې او اشخاص مخکې ځي چې په خپلو وړتیاؤ باور ولري او د انتظار په ځای اقدام کوي.
نو راځئ چې د انتظار ذهنیت پرېږدو او د عمل لاره خپله کړو.
خپل ذهني محدودیتونه مات کړو، په ځان باور پیاوړی کړو او د خپلو خوبونو د حقیقت لپاره په جرئت ګام پورته کړو

دا څراغونه د دې لپاره نه دي روښانه شوي چې مړه شي. دا د مرکزي آسیا د مسلمانانو هویت او د با وقاره ملت زړه او پناه ځای دی....
29/04/2026

دا څراغونه د دې لپاره نه دي روښانه شوي چې مړه شي.
دا د مرکزي آسیا د مسلمانانو هویت او د با وقاره ملت زړه او پناه ځای دی.
تاریخ تل د هغو ملتونو کیسې لیکي چې یا له منځه تللي، یا هم د سختو توپانونو سره سره ولاړ پاتې شوي.
خو ځینې ملتونه بیا یوازې د جغرافیې په مانا نه د فکر، عقیدې او هویت په بڼه ژوندي وي.
افغانان هغه څراغونه او ملت دی چې که زر ځله هم وځپل شي بیا یې هم څوک مړه او له منځه وړی نه شي.
د تاریخ په اوږدو کې ډېر ځواکونه، امپراتورۍ او سیاسي لوبغاړو هڅه کړې چې دا څراغونه مړه کړي.
کله د اشغال په نوم، کله د اصلاحاتو په نامه، او کله هم د داخلي اختلافاتو له لارې.
خو هر ځل چې چا د دې ملت د خاموشولو هڅه کړې، نتیجه یې برعکس شوې ده.
ځکه دا یوازې یو جغرافیایي واحد نه دی دا یو ژور کلتوري، مذهبي او تاریخي هویت دی.
دا حقیقت باید ومنل شي چې د یو ملت ځواک یوازې په وسلو، اقتصاد یا سیاسي نظام کې نه وي بلکې د هغه په هویت کې وي. کله چې یو ملت خپل هویت درک کړي، خپل تاریخ وپېژني او په خپلو ارزښتونو ودرېږي، نو بیا هېڅ بهرنی یا داخلي قوت یې نه شي ماتولی.
همدا لامل دی چې دا څراغونه، سره له دې چې ډېر ځله د مړه کېدو تر پولې رسول شوي خو بیا هم روښانه پاتې دي.
یو تریخ واقعیت دادی چې داخلي خیانتونو، اختلافاتو، شخصي ګټو او د قدرت تندې بهرني دوښمن ته زمینه برابره کړې، خو زمونږ ژورو او قوي ریښو ددې بحرانونو مخه ډب کړی
د افغان ملت بقا یوازې تصادفي نه ده یو الهي تقدیر هم ورسره تړلی دی.
تاریخ کې ډېر داسې مثالونه شته چې یو ملت د بشپړ نابودۍ تر پولې رسېدلی، خو بیا هم د قوي ریښو په درلودلو سره ژغورل شوی دی.
دا یو ښکاره پیغام دی چې افغان ارزښتونه، عقاید او ملت د دوام لپاره ځانګړی تعریف لري.
مرکزي آسیا چې د تمدنونو څلورلارې پاتې شوې د مسلمانانو لپاره یو جغرافیایي موقعیت نه دی،دا د هویت، تاریخ او مقاومت سمبول دی.
دا سیمه د علم، جهاد، کلتور او سیاست مرکز پاتې شوې.
له همدې امله دا د هغو خلکو لپاره پناه ځای ګڼل کېږي چې غواړي خپل دیني، کلتوري او تاریخي هویت وساتي.
خو مهمه خبره داده چې یوازې تاریخي ویاړ بسنه نه کوي، ددې څراغ د روښانه ساتلو لپاره باید داخلي اختلافات له منځه لاړل شي،تعلیم او فکري بیدارۍ ته لومړیتوب ورکړل شي،د احساساتي شعارونو په ځای عملي تګلارې غوره کړی شي او تر ټولو مهم د اسلام د مبارک دین او افغاني هویت یو ښکلی تصویر وړاندې کړی شي.
نننۍ نړۍ د فکر، اقتصاد او ټکنالوژۍ نړۍ ده.
مونږ باید تېر یادګار پاتې نه شو، بلکې یو روښانه راتلونکی هم ولرو.
نو د وطن او ملت د څراغونو د روښانه ساتلو لپاره ضروري ده چې د نړۍ سره ځانونه، د اسلامي او افغاني اصولو په رڼا کې د علم، سیاست، اقتصاد او په نوي عصري تکنالوژۍ ځانونه سمبال او سیال کړو.

سیاست یوازې د شعارونو، احساساتو او تاریخي روایتونو په بنسټ نه، بلکې د واقعي ګټو او دقیقې محاسبې په بنسټ مخ ته ځي. هغه مل...
14/04/2026

سیاست یوازې د شعارونو، احساساتو او تاریخي روایتونو په بنسټ نه، بلکې د واقعي ګټو او دقیقې محاسبې په بنسټ مخ ته ځي.
هغه ملتونه چې خپلې پرېکړې د احساساتو په ځای د تدبیر، صبر او اوږدمهاله لید په اساس جوړوي، کولی شي خپل ثبات او پرمختګ تضمین کړي.
په سیمه کې وروستي بدلونونو ته په کتو ویلی شو چې اقتصادي دهلېزونه او ټرانزیټي لارې یوازې جغرافیائي موضوع نه ده، بلکې د سیاست، امنیت او اقتصاد ترمنځ همغږي غواړي.
د سیمې ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د بدیلو لارو په موندلو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او په یو مسیر تکیه کمه کړي.
دا وضعیت په طبیعي ډول زموږ د هېواد په ستراتیژیک موقعیت هم اغېز کوي.
افغانستان چې د سیمې د وصل نقطه بلل کېږي، کولی شي له دې موقعیته غوره ګټه پورته کړي، خو دا هغه وخت ممکنه ده چې سیاسي ثبات، د باور وړ امنیتي چاپېریال او فعاله اقتصادي تګلاره سره یو ځای شي.
جغرافیه هغه وخت په فرصت بدلېږي چې ورسره عملي تدابیر او هوښیار سیاست مل وي.
که دا عناصر په بشپړ ډول همغږي نه وي، نو امکانات محدود پاتې کېږي.
اوسنی وخت دا غوښتنه داده چې د سیمې له هېوادونو سره متوازن، له احتیاطه ډک او له شخړو لرې تعامل ته لومړیتوب ورکړل شي، تر څو افغانستان وکړی شي د اقتصادي همکاریو او اتصال په برخه کې خپل رول پیاوړی کړي.
نړۍ په چټک بدلون کې ده، او بریالي ملتونه هغه دي چې له حالاتو سره سم ځان عیار کړي او له فرصتونو په سمه توګه ګټه واخلي.
که موږ داخلي ثبات لا قوي کړو او اقتصادي تمرکز ته لومړیتوب ورکړو، نو شته فرصتونه به لا زیات شي.
په پای کې ویلی شو چې سیاست یوازې د قوت موضوع نه ده، بلکې د وخت د درک او له فرصتونو د هوښیارې استفادې هنر دی.

د اقلیم بدلون یوازې یوه علمي موضوع نه ده، بلکې د انسانیت په ژوند یو مستقیم ګواښ ګرځېدلی دی. د تېرې یوې لسیزې په جریان کې...
07/04/2026

د اقلیم بدلون یوازې یوه علمي موضوع نه ده، بلکې د انسانیت په ژوند یو مستقیم ګواښ ګرځېدلی دی.
د تېرې یوې لسیزې په جریان کې نړۍ د بې‌ساري اقلیمي بدلونونو شاهده ده،شدید توپانونه، پرله‌پسې وچکالۍ، د تودوخي لوړوالی، ناڅاپي درانه بارانونه او ویجاړونکي سیلابونه د ځمکې له یوې څنډې تر بلې د ژوند نظم ګډوډ کړی دی.
د تېرو څو لسیزو راهیسې ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې که عاجل ګامونه پورته نه شي، نړۍ به له ناورینونو سره مخ شي.
افغانستان نن د همدې نړیوال بحران یو ژوندی مثال دی.
وروستي سیلابونه یوه طبیعي پېښه نه، بلکې انساني تراژیدي ده،زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې، انسانانو ژوند له لاسه ورکړی، فصلونه له منځه تللي او مالدارۍ ته درانه زیانونه اوښتي دي.
دې حالت د راتلونکي لپاره د لوږې، بې‌وزلۍ او اقتصادي سقوط جدي ګواښ رامنځته کړی.
په داسې حساس وخت کې چوپ پاتې کېدل بې‌پروايي نه، بلکې د انسانیت په وړاندې بې‌مسؤلیتي ده.
هېوادوال چې هر څومره وس لري، باید د ملي او انساني وجدان له مخې سره راټول شي او د سیلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.
یوازې مالي مرسته مهمه نه ده،هره هڅه، هر غږ او هر اقدام خپل ارزښت لري.
له بلې خوا، نړیوالې خیریه ادارې او مرستندویه بنسټونه باید خپل مسؤلیت په رښتینې مانا ادأ کړي.
دا یوازې د مرستو موضوع نه ده د انساني کرامت د ژغورنې مسأله ده.
عاجلې او هدفمندې مرستې کولی شي د یو ستر ناورین مخه ونیسي،د انسانانو ژوند وژغوري، د خوراکي بحران شدت راکم کړي، د انفلاسیون له توپانه مخنیوی وکړي او د یوې ټولنې د بشپړ سقوط مخه ونیسي.
نن ورځ دا ازموینه یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټول انسانیت ده، که موږ نن لاس په کار نه شو، سبا به دا ناورین زموږ د هر یو تر دروازې ورسېږي

هر ځوان په زړه کې لوی آرمانونه لري چې یو ښکلی کور ولري، ښه موټر ولري او په ټولنه کې یو باعزته او مهم مقام خپل کړي. دا آر...
02/04/2026

هر ځوان په زړه کې لوی آرمانونه لري چې یو ښکلی کور ولري، ښه موټر ولري او په ټولنه کې یو باعزته او مهم مقام خپل کړي.
دا آرمانونه یوازې مادي نه بلکې د عزت، ثبات او ځان بساینې استازیتوب کوي.
خو کله چې د زده کړو له بشپړېدو وروسته د ژوند واقعي مرحلې ته داخل شي نو ډېرې هیلې یې نیمګړي پاتې شي.
په افغانستان کې د کمزورو اقتصادي شرائطو او محدودو فرصتونو له امله ډېری تحصیل‌کړي ځوانان د کار په لټه کې سرګردانه ګرځي.
دا حالت یوازې اقتصادي ستونزه نه ده یوه ژوره رواني او ټولنیزه ستونزه هم ده چې د ځوان نسل په روحیه ناوړه اغېزه کوي.
کله چې هیله‌مندي په ناهیلۍ بدلې شي ډېر ځوانان ورو ورو بې‌باوره او بې‌هدفه کېږي.
دا هغه حساس پړاو دی چې که سم مدیریت نه شي نو ځوانان به د جرمونو، نشه‌یي توکو او نورو منفي فعالیتونو په دام کې راګیر شي چې زیان یې ټول هېواد ته رسېږي.
الحمدالله زموږ ځوانان بې‌سارې وړتیاوې او پټ استعدادونه لري او باید ضایع نه شي په سمه توګه رهبري شي، مناسب فرصتونه ورته برابر شي او د هغوی د استعدادونو څخه مثبته ګټه د وطن او ملت په خدمت کې واخیستل شي.
د ځوانانو ستونزو ته جدي پاملرنه د حکومت، غیر حکومتي ادارو،ټولنې او کورنۍ ګډ مسؤلیت دی تر څو د کار زمینه برابره کړي او ځان بساینې ته یې سوق او وهڅوي چې د ناوړه کړنو څخه په امان کې پاتي شي
ځوانان د هر ملت تر ټولو لویه سرمایه ده،که دا سرمایه په سمه توګه وکارول شي نو هېواد به وده وکړي او که له پامه وغورځول شي نو پایلې به یې خطرناکې وي.
نو راځئ چې د خپلو ځوانانو په لاس نیوۍ سره د هغوی روښانه راتلونکې لپاره اوږه په اوږه کار وکړو

وطندار گلم عیدت مبارکد کوچني اختر د رارسېدو په ویاړ درنو هېوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم! الله تعالی دې زمو...
20/03/2026

وطندار گلم عیدت مبارک

د کوچني اختر د رارسېدو په ویاړ درنو هېوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم!

الله تعالی دې زموږ روژې، عبادتونه او دعاګانې په خپل دربار کې قبولې او منظوري کړي.
الله تعالی دې زموږ په ګران وطن کې تلپاتې سوله،امنیت،پرمختګ او سرسبزي نصیب کړي چې راتلونکې نسلونه مو په ارامه، سوکاله او باعزته فضا کې ژوند وکړي.
الله تعالی دې زموږ هېواد له هر ډول بدمرغیو، جګړو او ناخوالو څخه وساتي او موږ ته دې د یو متحد، قوي او پرمختللي ملت په توګه د ژوند کولو توفیق راکړي.
راځئ چې د اختر دا ورځې د مینې، بښنې،مهربانۍ، یووالي او یو بل د لاسنیوي په روحیه ولمانځو، د انسانیت رښتینی پیغام خپور کړو.

Address

Ansari Street Shahri Naw
Kabul
93

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Wahidullah Taroon posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Dr Wahidullah Taroon:

Share

Category