04/04/2026
ژوند او د وېرې تجربه
یوه علمي او تحلیلي څېړنه
۱. سریزه
ژوند د انسان لپاره ستر نعمت دی، چې د ودې، زده کړو او تجربو فرصتونه برابروي. سره له دې، ځینې شرایط او تجربې د وېرې، اضطراب او رواني فشار سبب ګرځي. ویره د ژوند ماهیت نه دی، بلکې د رواني او ټولنیزو فشارونو پایله ده.
۲. د څېړنې هدف
د ژوند د وېرې فکري، رواني او ټولنیز تحلیل
د وېرې اصلي عوامل معلومول
د پلان او عملي تطبیق ترمنځ اړیکه ارزول
د رواني ثبات او بریالیتوب لپاره عملي لارښوونې وړاندې کول
۳. د ژوند د وېرې عوامل
ژوند هغه مهال د وېرې تجربه وړاندې کوي کله چې:
معنوي او دیني پوهاوی کمزوری وي
باور او ایمان له لاسه ورکړل شي
خپلوان له لاسه ورکول کېږي
عزت او ټولنیز مقام زیانمن شي
کورنۍ بېثباته وي
د وروڼو ترمنځ اختلاف وي
بېتحلیله مشورې تعقیب شي
احساسات پر عقل غلبه وکړي
اهداف بېبرنامه تعقیب شي
د متضادو نظریاتو پر اساس عمل وشي
د نورو د سیاست ښکار وشي
صداقت د مکارۍ په مقابل کې قرباني شي
۴. د پلان او عملي تطبیق اهمیت
پلان او تګلارې یوازې د بریالیتوب لومړۍ نیمایي برخه تضمینوي. اصلي لاسته راوړنه هغه وخت رامنځته کېږي چې نظریات په عمل کې پلي شي. عملي پړاو له ستونزو، فشار او سیالۍ سره مل وي، او د فرد ریښتینی ظرفیت دلته څرګندېږي.
۵. د بریالیتوب عناصر
د ژوند د وېرې کمولو او بریالیتوب د زیاتولو لپاره اړین عناصر:
معنوي ثبات او ایمان
فکري وضاحت او تحلیلي تصمیم نیونه
صبر، زغم او استقامت
دوامداره هڅه او زده کړه
سالمې ټولنیزې اړیکې
۶. پایله
ژوند په ذات کې ویرونکې نه دی؛ ویره د هغه شرایطو پایله ده چې انسان ورسره مخ کېږي. هغه څوک چې فکري، معنوي او عملي توازن لري، کولای شي د ژوند له ستونزو سره په بریالیتوب مقابله وکړي.
۷. سپارښتنې
د دیني او معنوي زده کړو پیاوړتیا
د فکري مهارتونو پراختیا
د احساساتو او عقل ترمنځ تعادل ساتل
د واضح اهدافو ټاکل او عملي کول
د سالمو ټولنیزو اړیکو ساتل
لیکوال: انجینر شبیراحمد اڅکزی