22/01/2018
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون د بشری سرچینو مدیریت د معلوماتو د سیسټم (HRMIS) یو ټوک بل لارښود په پښتو ژبه چاپ کړی دی، چی په دی لارښود کی د نوموړی سیسټم ټولی ګټی او ځانګړتیاوی په پام کی نیول شوی دی.
همدا رنګه دا لارښود په سافت ډول په (PDF) فارمت کی، په پښتو او فارسی ژبه د (HRMIS Documents) فیسبوک گروپ څخه ترلاسه کیدای شی.
نوت: د یادونی وړ ده چی دا لارښود په دی وروستیو کی ټولو وزارتونو، خپلواک او ناخپلواک دولتی ادارو ته استول شوی دی .