17/08/2021
د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د کارونو د دوام په اړه د همغږۍ ګډه غوڼده
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس احمد داوود نورزي د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د کارونو د پرمختګ او دوام په اړه په دې پروژه کې د اړوندو هېوادونو له مسؤلینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.
ښاغلي نوروزي وویل، چې په افغانستان کې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې چارې د پخوا په څیر دوام لري
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې په ښه ډول د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې پلي کول د افغانستان د اسلامي امارت د لومړیتوبونو څخه دي.
په دې ویډیو کنفرانس کې د یادې پروژې د پاتي کارونو پر چټک والي او د همغږۍ په پیاوړتیا ټنیګار وشو.
یاد ویډيو کنفرانس کې د نړیوال بانک, یو اس اې ای ډي (USAID), آسیا پرمختیایي بانک, د اروپا د پراختیا او بیاجوړونې بانک, د بریتانیا د مشترک المنافع او پراختیا دفتر, د کاسا زر پروژې د غړو هېوادونو د رهبرۍ کمیټې استازو او د برېښنا انرژۍ لیږد د ملي شرکتونو او اړوندو وزارتونو استازو د نوموړې پروژې د کارونو د چټکتیا تر څنګ د ښې همغږۍ, ننګونو او ستونزو د حل په اړه هر اړخیزې خبرې او بحث وکړ.
کاسا زر له قرغیزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برښنا لیږد هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې پر مټ به یې له یادو هیوادونو څخه ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا پر کابو ۱۲۵۰کیلو متره مزي کې پاکستان ته ولیږدول شي.