06/08/2026
د خانصاحب د لوګر ولایت د سفر په ترڅ کې د درانه مشر الحاج محمد علي خروټي صاحب په کور کې له قومي مشرانو سره یوه قومی ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ د یووالي، اتحاد، اتفاق، ورورولۍ، اخوت او ایماندارۍ د لا پیاوړتیا په اړه ګټورې خبرې اترې وشوې. ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ چې د هېواد د پرمختګ، ثبات او سوکالۍ لپاره ملي یووالی او متقابل درناوی بنسټیز ارزښت لري.
د غونډې په پای کې د یو سولهییز، ودان، آباد او پرمختللي افغانستان لپاره د خیر او برکت دعا وشوه، او له الله تعالی څخه وغوښتل شول چې زموږ په ګران هېواد کې تلپاتې سوله، یووالی او سوکالي راولي.
🤲 اللهم احفظ افغانستان، ووحّد صفوف أهله، وارزقه الأمن والسلام والازدهار. آمین@