پېچ غږ Pech Ghag

پېچ غږ Pech Ghag Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from پېچ غږ Pech Ghag, Kunar.

د نورستان په غم کې ځان شریک بولو او دهغوې ملاتړ زموږ حق دی!  دپېچ درې ولس دتوجو وړ:دننګلام چوک کې به دپېچ درې درضاکاره ځ...
21/07/2026

د نورستان په غم کې ځان شریک بولو او دهغوې ملاتړ زموږ حق دی!
دپېچ درې ولس دتوجو وړ:
دننګلام چوک کې به دپېچ درې درضاکاره ځوانانو لخوا دمرستی راجلبولو خیمه لګیږي
هیله ده ټول خپلې توان په اندازه مرستی راورسوۍ ترڅو دمسلمانۍ او ورورۍ حق ادا کړو
اړینې مرستې:
1-خوراکي توکي
2-درمل
3-دڅښلو پاکې اوبه او داسې نور
ادرس :ننګلام چوک
C

دکونړونو ولایت امنیه قوماندانۍ داطفائیه امریت خبر تیا !درنو هېوادوالو نن شپه سبا  او راتلونکې ورځې د بدخشان پرته د هېواد...
03/04/2026

دکونړونو ولایت امنیه قوماندانۍ داطفائیه امریت خبر تیا !
درنو هېوادوالو نن شپه سبا او راتلونکې ورځې د بدخشان پرته د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې شدید بارانونه او قوي سیلابونه اټکل شوي دي.
همدا اوس په کندهار، زابل، هرات، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې شدید سیلابونه راغلي دي او وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی.

کونړ دټولو ولسونو او په ځانګړي ډول د سیلابي سیمو اوسېدونکو څخه جدي غوښتنه کېږي چې سمدستي د سیلابونو له غاړو او ټیټو سیمو خپل کورونه پرېږدئ خوندي او لوړو ځایونو ته انتقال شئ خپل ماشومان او کورنۍ له خطره وساتئ.

دا خبرداری عادي مه ګڼئ دا یو جدي وضعیت دی او هر ډول بې‌پامي کولای شي د ځاني زیان لامل شي زموږ معلومات ستاسو د وېرې لپاره نه، بلکې د خوندیتوب او ژغورنې لپاره خپرېږي.

مهرباني وکړئ د معلوماتو په خپرولو کې خپله همکاري مه سپموئ او د هیوادوالو ژوند وژغورئ.
د کونړ په سطحه په سیلابونو او کورونو کی بند پاتی هیواد والو په اړه که معلومات ترلاسه کړی نو داطفائیه امریت په لاندی شمیرو اړیکه ونیسئ.

0777790230
0706438034
0777440195
0770757160

معلومات درسره خپاره کړئ.

26/02/2026

#خبرتيا 🚨📢
د کنړ درنو ولسونو ته دعامى روغتیا رياست خبرتیا!

که په هره سیمه کې کومه بیړنۍ پېښه (لکه ، طبیعي افت، یا بل اضطراري حالت) رامنځته شي، مهرباني وکړئ سمدستي د (۱۰۲ )شمېرې سره تماس ونیسئ.
ستاسو پر وخت خبرتیا کولای شي د خلکو ژوند وژغوري او د زیانونو مخه ونیسي.

مهرباني وکړئ دا پیغام له نورو سره هم شریک کړئ ترڅو ټول ولسونه خبر شي.
ستاسو همکاري زموږ د ټولو د خوندیتوب لپاره ډېره مهمه ده.

Address

Kunar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پېچ غږ Pech Ghag posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share