یاده غونډه د لوګر د مرستیال والي الحاج شېخ انعامالله «صلاحالدین» په مشرۍ ترسره شوه، چې پهکې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو، کلیو بیا رغونې او پراختیا، مخابراتو، اوبو او انرژۍ، ارشاد، حج او اوقافو، عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو مسوولینو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د لوګر مرستیال والي الحاج شیخ انعامالله «صلاحالدین» اړوندو مسوولینو ته جدي لارښوونه وکړه، چې د ازرې ولسوالۍ د ستونزو د هواري او خدماتو رسولو پروسې ته باید پوره چټکتیا ورکړل شي.
مرستیال والي زیاته کړه چې دغه اقدامات د فرضي کرښې ته څېرمه او سرحدي ولسوالیو له ولسونو سره د مشرتابه «حفظهالله» د ځانګړې پاملرنې او مهربانۍ ښکارندویي کوي.
د یادونې وړ ده چې په نږدې ورځو کې به په دغه ولسوالۍ کې د یو شمېر پروژو عملي کارونه په رسمي ډول پیل شي. د دغو نویو کارونو ترڅنګ، له دې وړاندې هم په سیمه کې د ځینو حیاتي پروژو چارې پیل شوې وې چې اوسمهال جریان لري.
د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت
10/06/2026
اعلان کاریابی
ذوالحجه_۲۴_چهارشنبه
ریاست پوهنتون لوگر به تعداد «۱» بست رتبه «۵ لابرانت پوهنځي تعلیم و تربیه» خویش را جهت سپردن کار به اهل کار از طریق رقابتآزاد به اعلان سپردهاست بنابر آن از افراد واجد شرایط خواسته میشود که جهت خانهپوری فورم درخواستی الی «۱۰ روز کاری» به مدیریت عمومی امور کارکنان ریاست پوهنتون لوگر مراجعه کنند.
د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي زینالله «زیدان»، د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي او د ازموینې کمېټې غړو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي زینالله «زیدان» د وینا پر مهال وویل، چې د نظام تګلاره په ادارو کې د اهل او په کار پوهو کسانو ګومارل دي. هغه زیاته کړه، چې دا ډول ازموینې ځوانانو ته د کار زمینه برابروي او په دولتي ادارو کې د روڼتیا او د خلکو د باور د زیاتوالي لامل ګرځي.
دا تحریري ازموینه د ولایت مقام، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د پوهنې ریاست د ګډې کمېټې له لوري په خورا منظم او روښانه ډول د حضرت عبدالله ابن مسعود «رض» په جامع جومات کې واخیستل شوه.
په دغه پروسه کې د «۸۲۲» تنو په شرایطو برابرو او شارټ لېست شویو نوماندانو ترمنځ سیالي وشوه. له دې ډلې به «۱۶» تنه بریالي او د لوړو نومرو لرونکي کسان په روښانه او عادلانه توګه غوره او د مرکز او ولسوالیو د پوهنې په آمریتونو کې د اداري او مسلکي غړو په توګه پر دندو وګومارل شي.
د لوګر د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي «متقي» ګډونوالو ته د ازموینې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د ګومارنې پروسه په پوره روڼتیا ترسره کېږي او هرچا ته به د هغوی د لیاقت او ازموینې د پاڼې «پارچې» له مخې خپل حق ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو لپاره د اداري او مسلکي غړو دا بستونه په نږدې وخت کې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي دي، چې په ډکولو سره به یې د پوهنې د آمریتونو د اداري او مسلکي کارکوونکو د کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.
د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت
Be the first to know and let us send you an email when دفتر مطبوعاتی مقام ولایت لوگر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.