02/08/2015
د بوټانو او څپلیو سره د جنازې او نورو لمونځونو ادا کول:
بسم الله الرحمن الرحیم
موږ همیشه د جنازې په لمانځه کې ګورو چې ځیني کسان د لمانځه پر مهال بوټان او څپلۍ اوباسي او د پاسه پرې دریږي او ځینې یې نه اوباسي او بیا ځیني وخت پر هغو چې بوټان نه اوباسي د نورو له لوري غږونه کیږي.
په لاندې احادیثو کې به تاسې وګورئ چې د بوټانو سره لمونځ (حتی په مسجد کې هم) ادا کیدی شي او سپارښتنه یې لا هم شویده.
د انس بن مالک (رض) څخه پوښتنه وشوه چې ایا پیغمبر (ص) د بوټانو سره لمونځ کړی؟ هغه ځواب ورکړ چې هو. (بخاری شریف، حدیث نمبر ۳۸۶)
دا پداسې حال کې چې ستاسې په بوټانو او څپلیو پورې چټلي نه وي، که چیرې بوټان چټل وي نو بیا ورسره د لمانځه کولو اجازه نشته. او که څوک د بوټانو سره په لمانځه ولاړ وي او پوه شي چې بوټان یې چټل دي باید سمدستي بوټان وباسي. پدې هکله د ابو سعید الخدري (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) اصحابو ته په جمع لمونځ ورکولو او خپل بوټان یې وویستل او کیڼ لور ته یې کیښودل. کله چې خلکو هغه ولید نو دوې هم خپل بوټان وویستل. کله چې پیغمبر (ص) لمونځ خلاص کړ نو پوښتنه یې وکړه چې تاسې ولې خپل بوټان وویستل؟ هغوی وویل چې موږ ته ولیدلې نو ځکه موږ هم وویستل. پیغمبر (ص) وویل ماته جبرایل (ع) راغی او راته یې وویل چې په بوټانو کې دې چټلي ده. کله چې تاسې مسجد ته راځئ خپل بوټان وګورئ که چیرې چټل وي نو پاک یې کړئ او بیا ورسره لمونځ وکړئ. (ابو داود، حدیث نمبر ۶۵۰، صحیح حدیث)
پیغمبر (ص) چې د بوټانو سره لمونځ کولو یو دلیل یې پدې حدیث شریف کې واضح شوی. د یهودو سره توپیر ولرئ، هغوې د خپلو بوټانو او څپلیو سره لمونځ نه کوي. (ابو داود، حدیث نمبر ۶۵۲، حسن حدیث خو د الباني لخوا دا حدیث صحیح ګڼل شویدی)
په مسجد کې د بوټانو سره لمونځ د هغه وخت او اوس وخت توپیر لري. اوسني هغه مسجدونو ته د بوټانو سره ننوتل منع دي چې فرش ولري، ځکه د مسجد فرش باید پاک وساتل شي. خو په ازاد میدان، پارکونو او نورو ځایونو کې چې هغه فرش نلري او د بوټانو په واسطه نه چټلیږي لکه موږ چې په اکثره ځایونو کې د جنازې لمونځ کو، او یا هم کله چې عسکر په یوه بیابان کې لمونځ کوي او یا هم کله نا کله مسافرین په یوه ځای کې دمه کیږي او لمونځ کوي نو پدې حالاتو او ځایونو کې د بوټانو سره لمونځ کول سنت دي.
د جنازې د لمانځه طریقه به ډیر ژر په ویډیویي ډول تاسې ته وړاندي شي.
الله تعلی دې موږ او تاسې ته د اسلام دین پوهه راکړي.