ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس

ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس, Government Organization, Badghis, Afghanstan, Qala-i-Naw.

04/09/2026
03/09/2026

د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د پلچک د جوړولو له بهیر څخه څارنه!
•——————————-•
In Ab Kamari District of Badghis Province, Monitoring of the Construction Process of a Culvert!

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په آبکمري ولسوالۍ کې د یوه پلچک د جوړولو له کار څخه څارنه وکړه. د بادغی...
02/09/2026

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په آبکمري ولسوالۍ کې د یوه پلچک د جوړولو له کار څخه څارنه وکړه.
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د آبکمري ولسوالۍ په زیمات کلي کې د یوه پلچک د جوړولو له کار څخه څارنه وکړه. دغه پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام‌ او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) دفتر ترمنځ د ترسره شوې همغږۍ پر بنسټ او د یاد سازمان په مالي ملاتړ پلې کېږي.
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د کار له بهیر څخه د څارنې پر مهال خپل رضایت څرګند کړ او ویې ویل، چې د پروژې شاوخوا له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنې پورې عملي چارې بشپړې شوې دي او پاتې کارونه به د ټاکل شوي پلان سره سم ژر بشپړ شي.
دغه پلچک په ټولیز ډول ۱۵.۷ متره اوږدوالی، ۱۳ متره پلنوالی او ۶ متره لوړوالی لري، چې له بشپړېدو سره به یې د اوبو لارې تنظیم او د احتمالي سېلابونو خطرونه کم شي، او همدارنګه د زرګونو کورنیو لپاره به د تګ راتګ زمینه آسانه شي.
------------------
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس از روند ساخت یک پلچک در ولسوالی آبکمری نظارت کرد
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس، از روند ساخت یک پلچک در روستای زیمات ولسوالی آبکمری آن ولایت نظارت کرد. این پروژه بر اساس تفاهم‌نامه همکاری میان اداره آمادگی مبارزه با حوادث و سازمان بین‌المللی مهاجرت (IOM) تطبیق می‌شود.
رئیس آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس، هنگام نظارت از روند کار ابراز رضایت کرده و گفت که حدود ۷۰ تا ۸۰ درصد امور عملی پروژه تکمیل شده و کارهای باقی‌مانده مطابق پلان تعیین‌شده به‌زودی تکمیل خواهد شد.
این پلچک در مجموع ۱۵.۷ متر طول، ۱۳ متر عرض و ۶ متر ارتفاع دارد که با تکمیل آن، ضمن تنظیم مسیر آب و کاهش خطرات احتمالی سیلاب، زمینه رفت‌وآمد آسان‌تر برای هزاران خانواده فراهم خواهد شد.
تاریخ: ۱۴۴۷/۳/۱۹ هـ ق
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درې‌بوُم ولسوالۍ ۳۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې. ل...
30/08/2026

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درې‌بوُم ولسوالۍ ۳۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او رازي پراختیايي او ټولنیزې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، د درې‌بوُم ولسوالۍ د ساوت‌خیلو، قلقي، پل‌کهنې او قیل‌ریخته سیمو له سروې وروسته هغو ۳۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو د قدرتي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د یوې خوراکي بستې په بدل کې د ۸۰ ډالرو معادل ۵٬۱۷۱ افغانۍ ووېشل شوې، چې د یادو کورنیو لپاره په ټولیز ډول یو میلیون او پنځه لکه او یو پنځوس زره او درې سوه (۱٬۵۵۱٬۳۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده چې د مرستو دغه بهیر دویم پړاو هم لري، چې ډېر ژر به د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شي.
------------------
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس برای ۳۰۰ خانواده متضرر و مستحق در ولسوالی دره‌بوم کمک‌های نقدی توزیع کرد
بر اساس تفاهم‌نامه امضاشده میان اداره آمادگی مبارزه با حوادث و مؤسسه انکشافی و اجتماعی رازی، ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس با همکاری مالی مؤسسه یادشده، پس از سروی در ساحات ساوت‌خیلو، قلقي، پل‌کهنه و قیل‌ریخته ولسوالی دره‌بوم، برای ۳۰۰ خانواده‌ای که از اثر حوادث قدرتی اخیر آسیب دیده بودند، کمک‌های نقدی توزیع کرد.
در این روند، در حضور مسئولان، به هر خانواده در بدل یک بسته مواد غذایی، مبلغ ۸۰ دال، معادل ۵٬۱۷۱ افغانی کمک نقدی توزیع شد که در مجموع یا یک میلیون و پنج لک و پنجاه و یک هزار و سه‌صد (۱٬۵۵۱٬۳۰۰) افغانی برای این خانواده‌ها اختصاص یافته بود.
قابل یادآوری است که این روند مرحله دوم نیز دارد که به‌زودی سلسله توزیع کمک‌های نقدی آغاز خواهد شد.
تاریخ: ۱۴۴۸/۳/۱۶ هـ ق
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس د ورلډ ویژن ( World Vision ) مؤسسې د مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه ترس...
29/08/2026

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس د ورلډ ویژن ( World Vision ) مؤسسې د مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه ترسره کړه.
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس الحاج مولوي باریدا صابر، د هغه د تفاهم لیکونو پر بنسټ، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او ورلډ ویژن ( World Vision ) موسسې تر منځ لاسلیک سوې دي،، د یادې مؤسسې د مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه ترسره کړه.
د ورلډ ویژن مؤسسې مسؤلینو د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د تیرو مرستو د ویش او پروژو له پلي کیدو په برخه کې د سویو همکاریو مننه وکړه او د نوو مرستو د ویش او د پروژو د موخو، اصولو او پېلیدو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
همدرانګه د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس د مرستو د ویش او د پروژو د پلي کیدو پر مهال پر بشپړ شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د مرستو د ویش او د پروژو د پلي کیدو ټولي چارې باید د لاسلیک سویو تفاهم لیکونو پر بنسټ ترسره سي.
۰۷/۰۶/‍۱۴۰۵
د ولسوالیو د پېښو همږغۍ او نشراتو مدیریت
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استنادي دېوالونو د جوړولو درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې. ...
29/08/2026

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استنادي دېوالونو د جوړولو درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ په چوکاټ کې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په تخنیکي او مالي همکارۍ، د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې د استنادي دېوالونو د جوړولو درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
دغه پروژې د خیرخانې زاد حکیم، خواجه‌های خیرخانه او ارباب شاه محمود په سیمو کې د استوګنیزو سیمو او کرنیزو ځمکو د ساتنې او د سېلابونو د احتمالي خطرونو د مخنیوي په موخه پلې شوې دي.
د خیرخانې زاد حکیم سیمې استنادي دېوال ۱۶۹.۵ متره اوږدوالی، ۱.۴۰ متره پلنوالی او ۲.۷۰ متره لوړوالی لري او د خواجه‌های خیرخانه سیمې استنادي دېوال ۱۳۰ متره اوږدوالی، ۱.۴۰ متره پلنوالی او ۲.۳۰ متره لوړوالی لري. د دغو دوو پروژو په بشپړېدو سره شاوخوا ۱٬۰۵۰ کورنۍ او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي شوې ده.
همدارنګه، د ارباب شاه محمود په سیمه کې د استنادي دېوال پروژه د ۹۲ متره په اوږدوالي، ۱.۴۰ متره پلنوالي او ۲.۵۰ متره لوړوالي بشپړه شوې، چې شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له پلي کېدو او بشپړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د خلکو لپاره د خوندیتوب رامنځته کولو په برخه کې یې د له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ادارې د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او IOM سازمان له هڅو او پاملرنې څخه مننه او قدرداني وکړه.
—------------------------------
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس کار سه پروژه اعمار دیوارهای استنادی را تکمیل و به بهره‌برداری سپرد
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس، در چارچوب هماهنگی میان اداره آمادگی مبارزه با حوادث و سازمان بین‌المللی مهاجرت (IOM)، با همکاری تخنیکی و مالی این سازمان، کار سه پروژه اعمار دیوارهای استنادی را در ولسوالی قادس آن ولایت تکمیل و به بهره‌برداری سپرد.
این پروژه‌ها در مناطق خیرخانه زاد حکیم، خواجه‌های خیرخانه و ارباب شاه محمود، با هدف حفاظت از مناطق مسکونی و زمین‌های زراعتی و جلوگیری از خطرات احتمالی ناشی از سیلاب‌ها تطبیق شده‌اند.
دیوار استنادی منطقه خیرخانه زاد حکیم ۱۶۹.۵ متر طول، ۱.۴۰ متر عرض و ۲.۷۰ متر ارتفاع و دیوار استنادی منطقه خواجه‌های خیرخانه ۱۳۰ متر طول، ۱.۴۰ متر عرض و ۲.۳۰ متر ارتفاع دارد. با تکمیل این دو پروژه، حدود ۱٬۰۵۰ خانواده و ۲۰۰ جریب زمین زراعتی در برابر خطرات احتمالی سیلاب‌ها مصون شده‌اند.
همچنان، پروژه دیوار استنادی در منطقه ارباب شاه محمود با ۹۲ متر طول، ۱.۴۰ متر عرض و ۲.۵۰ متر ارتفاع تکمیل شده که حدود ۱۵۰ خانواده از مزایای آن بهره‌مند می‌شوند.
باشندگان محل از تطبیق و تکمیل این پروژه‌ها ابراز خرسندی کرده و از تلاش‌ها و توجه ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس در راستای کاهش خطرات ناشی از سیلاب‌ها و تأمین مصونیت مردم قدردانی کردند.
تاریخ: ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست

Address

Badghis, Afghanstan
Qala-I-Naw

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بادغیس posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share