14/10/2022
دا هغه وخت ؤ چې ملي بیرغ مو پر وزیر اکبر غونډۍ همداسې رپېدلو، د وطن حیثیت مو پۀ نړیواله کچه تر پنجاب لوړ ؤ. بانکي سیستم مو د نړۍ سره پۀ یؤ نقش قدم روان ؤ. پۀ لوګر ولایت کې به دې د ATMماشین پر مټ پۀ لندن کې د شوې مزدورۍ معاش اخیست.
وچه او لمده میوه مو د نړۍ اخر سر کاناډا او امریکا ته پۀ څلرویشت ساعتونو کې د هوایي دهلېزونو پۀ پته رسیدله. د لوړو زده کړو میتود مو د بریټانیا اکسفورد پوهنتون سره یؤ برابر ؤ. لۀ اسلام اباد الوتنه نۀ کیدله سعودي عربستان ته، اما پنجابیان به لمړی کابل ته راتلل لۀ کابل به یې سعودي ته پروازونه کؤل.
د معارف لمنې مو تر واخان، پامیر، کوټه، چمن، لکړې، سپین غر او تر انارګي رسیدلې وې. لۀ ټول افغانستان ور اخوا پۀ قبایلو کې مو هم زده کوونکي روزل، شپږ زره بابه ښوونځي مو افتتاح کړل او د اقرا برنامې پر مټ رغیدل، ۵۰۰۰ جوماتونه پۀ عصري ډؤل د رغؤنې پۀ حال کې ؤ. پۀ هره برخه کې مو پرمختګ صورت نیولی ؤ.
اداري سیسټم مو بلکل برقي شو، مامورین مو پۀ شینوارو ولسوالۍ کې پۀ برقي حاضرۍ کار کؤلو...
د اوبو مدیریت پۀ یؤ ملي بحث بدل شوی ؤ، د کمال خان بند، شاه و عروس، د مچلغو بند، د سلما بند همداسې نور کوچني او ستر بندونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي ؤ.
د چابهار بندر موږ د نړۍ سره دومره نیږدې کړو چې د منځنۍ اروپا تولیدات پۀ یوه ورځ کې پۀ ارزانه بیه تر اندخوي راتلل. ټولې نړۍ سره مو اقتصادي اړیکې پۀ ډیره لوړه کچه پراخه شوې وې.
ایران مو دیته چمتو کړ چې د اوبو پۀ بدل کې تیل راکړي!
پاکستان چغې وهلې چې هلئ تورخم درته خلاصوو پۀ تولیداتو مو ټیکس کموو، د چمن لار به درته چوبیس ګهنټې خلاصه وي خو تجارت مۀ بندوئ. د تیلو بیه لیټر ۳۰افغانیو ته ښکته شوې وه. ډالر پۀ ۵۸ افغانۍ بدلیدل، پۀ ټوله نړۍ کې مو سفارتونو درلودل. نۀ پوهیږم چې نور پرمختګ تاسې څۀ ته ویل...
دا ملت پۀ هیڅ مبارزه نۀ ارزي باید همداسې سرکوب شي، هر څۀ ملت خپله پر خپل ځان وکړل. دا ټول پرمختګونه همدې احسان ملت فراموشه پسخند کړل، دا ملت همداسې ربړیدلی ښۀ دی.
اوس موږ هیڅ نۀ لرو، نۀ پرمختګونه، نۀ عزت او نۀ حیثیت هو یؤ شی لرو هغه دا چې بیکاري، لوږه او جبر!