Hashtnagar Diaries

Hashtnagar Diaries Hashtnagar, the land of beauty. Like the page to explore the beauty of Hashtnagar.

21/03/2026

Eid Mubarak To All ❤
Diaries

22/01/2026

باران د زمکې آبادي
باران د قدرت په خائسته نظارو کښې يوه ښکلې او زړه راښکونکي نظاره ده. دا د الله پاک رحمت دې او نشاني ده د‌دې خبرې چې پروردګار بادشاه ځمونږ نه راضي دې په شرط د دې چې د رحمت او خير وي نه چې د غضب او قهر.

باران په حقيقت کې هم د زمکې آبادي ده لکه په کلام پاک قرآن کريم کښې په سورة الانبیاء ۳۰ نمبر آيت کې د الله تعالی ارشاد مبارک دې:

"وَجَعَلْنَا مِنَ ٱلْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَىٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ"

ژباړه: "او مونږ هر ژوندى (شي) د اوبو څخه پيدا كړى دى، ايا نو هم نه مني (چې مونږ رب يو)"

د باران د افاديت او اهميت نه انکار نه شي کيدې. باران فصلونه راټوکوي، راټوکېدلي فصلونو له نوره ترقي ورکوي، لښتي راډکوي، سيندونه برسېره کوي، شنه بوټي را تازه کوي، تالابونه او ډنډونه ډکوي، په بلئ پورته د مارغانو د اوبو کنډولي بيرته ډکوي، ماحول او چاپيريال پاکوي، زړه او ماغزو ته تازګي او تسکين ورکوي روح په قرار کوي، د باران څاڅکي چې د زمکې مخ کښول کړي نو د زمکې نه ښکلې بوي برسيره کوي، طاوس پکښې ګډا کوي، شپون د وونې لاندې په قلار قلار شپيلئ کښې د باران ټپې اړئ، دا د امن او پرمختګ نښه ده، د سوکالۍ غږ دې، د آبادې زيرې دې، د آسمان موسيقي ده، زمکه پرې ډولۍ شي، وونې په خندا کړي، بس باران خو باران دې.

#ټپه
باران د زمکې آبادي ده
شيرينه ياره ځه په تا آباده يمه

#ټپه
اسره مې ته شې لويه خدايه
د للمې ګل يم په باران ګزران کوومه

څائے نه یوازې د څښاک څيز نه دی، بلکې د پښتنو په هجرو کښې د ملګرو او په کورونو کښې د ميلمنو ترمنځ د اړیکو او خبرو اترو په...
08/12/2025

څائے نه یوازې د څښاک څيز نه دی، بلکې د پښتنو په هجرو کښې د ملګرو او په کورونو کښې د ميلمنو ترمنځ د اړیکو او خبرو اترو په وخت کښې یو ضروري شئ دی. په پښتون دود دستور کې څائے د میلمه پالنې، دوستۍ او مينې يوه نښه ګڼلې کېږي. کله چې څوک ميلمه د پښتنو کور ته راځي، نو لومړی کار یې څائے وړاندې کول دي؛ دا عمل د درناوي او پخير راغلي نښه ده.
په نسبت د اوړي په ژمي کښې د چايو څښاک ډير شي ځکه چې د خوند او مزې نه پرته د وجود ګرمؤلو کار هم کوي. لنډه دا چې څائے یو داسې څښاک دی چې د ژوند په هر پړاو کې ملګرتيا کوي. که په یو ساده کور کې د انغري په غاړه وي، که په یوه اويه ښار کښې په لوړ پوړ او نامتو چائے خانه کې، او که په لنډي او وړوکي بازار يا د مسافرو لپاره په لاره کې، څائے د خبرو، خندا او فکر کولو په وخت مشغولا ده. نو راځئ چې په هره ورځ کې یو پياله څائے وڅښو او د خپل ژوند خوند، مزه او د يارانو سره مشغولا لا زیاته کړو.
لاندې ورکړې شوې انځور د مزمل د څائے خانې دې چې په اتمانزو بازار کښې دې.

جومات، عبادت خانه، مونځ ځای چې د جماعت په نوم هم یادیږي په اصطلاحي ډول هاغه ځای ته ويلې کيږي چرته چې مسلمانان خپل عبادتو...
29/08/2025

جومات، عبادت خانه، مونځ ځای چې د جماعت په نوم هم یادیږي په اصطلاحي ډول هاغه ځای ته ويلې کيږي چرته چې مسلمانان خپل عبادتونه کوي. په اسلامي ادب کښې، قرآن او حديث وغيره کښې د دې ډير لوړ اهميت راغلې دې دغه زمکې چې جومات پرې جوړ شوې وي د نړۍ ترټولو غوره ګڼړلې کيږي. د جومات غوره والې له دې نه هم ښکاره کيږي چې په دې کښې نه يوازې مونځ ادا کولې شي بلکې د دې سره سره په دې کښې نور هم د اسلامي رياست د قوې کيدو، د خطرې نه د بچ کولو او نورې ګنړې منصوبې جوړيږي. د اسلام په اووئيل کښې، د سلف صالحينو په وخت کې او ورستو تر دې دمه جومات د اسلام په تاريخ کښې دمره اهم کردار لوبولې دې لکه په بدن کې د سر، لکه د جنګ او جهاد تياري به په جماعت کښې وه، د مال غنيمت ويش په جومات کښې، درس او تدریس، د غم او ښادۍ اکثر پروګرامونو په د اسلامي اصولو په رنړا کښے په جومات کې ترسره کيدل، بل خوا د زکات راټولولو او ويشلو کار، روغه صلحه، جمع جرګه، اهم تدبيرونه ، خاص او د اعلی درجې ملاقاتونه او لیده کاته، په اسلام کې د داخليدو رسمونه او نور بې شمېره کارونه به هم په دې اهم مرکز کې ترسره کيدل. نو هم دغه لامله به دا ټول کارونه د اسلامي اصول او ډانچې لاندې هم راتلل، د غيرو د طور طريقو نه به بچ هم وو، اسلامي به هم وو، برکتې او کاميابۍ سره سره به مسلمانانو په نړې کښې پرمختيا هم کوله ولې چې واده ښادې يو سنت نبوې صلی الله عليه واله وسلم دې هم په دې وجه يو عبادت دې ځکه يې په جومات کې ترسره کول غوره هم دې او په دې سره به مسلمانان خپل ودونه د اسلامي اصولو سره سم ادا کوي او د غير اسلامي کارونو نه به پکې ځان را ژغوري.

چې په اسلامي مذهب، تاريخ، تمدن او کلتور وغيره کښې د جومات دمره لوې تقدس دې نو ځکه په ټوله نړې کښې ورته په ډير لوړ او اوچت نظر کتلی شی. په دې لړ کښې پښتون قوم له ټولو څخه وړاندې دې. د اکثريت پښتنو به په محله کښې کور وړوکی، تنګ او کچه وې ولې جماعت به خپل لوې او پوخ جوړوي. د هشتنګر اکثر جوماتونه د کلې د ټولو نه په لوړ مقام وي، فراخ وي، هوا دار وي، لوې وي. د دې نه پرته د ګلکارۍ، نقش و نګارۍ، آرکيټيکچر Architecture ئې هم په هره عبادت خانه حد کړې وي. په اسلامي نړۍ کښې ګنړ جوماتونه داسې هم شته چې د هر هيواد او د هر فن ماهرين هغې ته ګوته په خوله دي.

ښکته ورکړې شوې انځورونه د کوټ ترناؤ(ترناب) د يو زوړ، پرسکون جماعت دې. په يو خوا يې لار ده په بله خوا د تازه اوبو لختې دې. د مقامې خلکو د وينا ترمخه د ۱۰۰ کالو نه ډير پخوانې دې. د هشتنګر ډائيريز ملګرو تاسو دپاره په انځورونو کې خوندي کړې دي.

24/08/2025

ټولو ملګرو ته خواست دې که چېرې تاسو دا پانړه خوښوئ نو ټولو ملګرو سره ئې هم شريک کړئ چې د دې پانړې د پرمختيا سره ځمونږ حوصلې لوړې شي.
ډيره مننه.

We Request to all friends, if you like this Page, please share it with all your friends so that our motivation increases with the progress of this post. Thank you very much.

د فطرت د ښکلا نه خوند اغستل په روغ زړه کيږي، روغ زړه هاغه دې چې پکښې ښکلې خيالونه وي، ښکلې خيالونه به زړه ته څنګه راځي؟ ...
24/08/2025

د فطرت د ښکلا نه خوند اغستل په روغ زړه کيږي، روغ زړه هاغه دې چې پکښې ښکلې خيالونه وي، ښکلې خيالونه به زړه ته څنګه راځي؟ نو زما خيال دا دې چې د دل او دماغ يو تر بله اړيکې ډيرې مضبوطې دې که سوچ او فکر مثبت او روغ وي نو زړه به هم فراخ، تازه، نفيس، نرم، دلکش او ښکلي خيالونه ټوکوي. که دماغ او سوچ د دې اپوټه وي نو نتيجه به هم اپوټه وي. چې سوچ او فکر مثبت وي جونګړه هم په زړه محل لږي، دالان هم شيش محل وي، په توره سپوره کښې د شاهې خوراک نه زيات خوند او توان ترلاسه کيږي. ولې چې د روحاني تسکين په نتيجه کښې د بدن ټول اعضاء په صحيح توګه کار کوي.
روحاني تسکين او مثبت سوچ به څنګه پیدا کيږي دا ډيره مهمه پوښتنه ده. نو زما په نيز د ماحول او چاپيرچل د هر انسان په داخلي او خارجي کيفيت ډير لوې اثر دې. ځکه د منفي علاقې، کور، کلي، حجرې او ملګرو اثر به واضحه خبره ده چې په انسان منفي وي، او د روحاني او باطني طور پاکو هستو، اولياء الله ، بزرګان دين، علمائےحق، درويشان، محبين، مخلصين او اهل حق په څنګ کښې ناسته د هر وګړي کردار، ګفتار، چال چلند، سوچ، روح، او کړه وړه ډير اعلیٰ درجې ته رسوي.
ګلزار محمد زئ

ريړه(cart)د نړۍ په هر ګوټ او کلي کښې د ريړې وجود شتون لرې اګر که د جديد ټيکنالوژۍ له امله پکښې ښکاره کمې راغلې ده.تاريخ:...
22/08/2025

ريړه(cart)
د نړۍ په هر ګوټ او کلي کښې د ريړې وجود شتون لرې اګر که د جديد ټيکنالوژۍ له امله پکښې ښکاره کمې راغلې ده.

تاريخ:- ويلې کيږي چې وړمبی معلوم تاريخ د ريړې په اړه د ۳۵۰۰ نه تر ۲۵۰۰ قبل مسیح ترلاسه شوې دې.

له دغه وروستو د مصر خلکو هم دا ډير کارولې ده. د څيزونه د وړو راوړو لپاره، د کر کيلې او نورو کارونو لپاره. د مصر په اولني پينټنګ painting کښې ريړې په نظر راځي.
دغه ډول د پنځمې نه تر اتمې سليزې 5th to 8th century پورې روميانو او يونانيانو ته هم رارسيدلې ده. ولې دوې د تجارتي او نورو کارونو نه پرته په جنګونو کې هم کارولې ده.
دغسې بيا يورپي هېوادونو ته راورسېده. چې دوي پکښې نور ډير بدلونونه ورکړل.

د وخت تيريدو سره، د هيواد بدليدو سره، او د ضرورت تر مخه د ريړې په وجود کښې واضحه او څرګند بدلونونه راغلي دي.
خر ګاډې:- عمومې طور د دروند سامان د اړلو راوړلو لپاره کاريږي.

ټانګه:- د ټانګې بيا ځانله څو نمونې دې لکه بګۍ buggy، دا د څلورو پايو عمومې ډول غټه او کله کله وړه ټانګه وې چې د ډولۍ وړو لپاره، د نامتو ميلمه د تلې راغلي وغيره کارونو له پکاريږي.
عامه رائجه ټانګه د عامو څورلو د تلې راغلي لپاره ډيره پکار راځي.
وړه ټانګه:- دې کښې فقط يو سړې سورلي کولې شي چې د مستۍ، خوند او چکر په عرض استعماليږي. او يا د اسونو د منډې د مقابلې په وخت په کار راځي.
نن سبا ريړې اکثر د پولې پټي په کار راوستلي شي. لکه د څاروو لپاره ګيا راوړل، خشاک راوړل ډيران غورځول وغيره.

د ريړې فائدې benefits of cart:-
ريړه د پښتون ثقافت يو اهم څيز دې، د پښتنو خپل جوړکړې شوې ګاډې دې.
ډرائيونګ لیسنس ته اړتیا نه لري.
تيل نه خورې.
د اتفاقي حادثاتو توقع پکښې د نيش برابر ده.
روايات، تهذيب، تمدن او ثقافت ورسره ژوندې وي.
ماحول کښې ضرري ګيسونه نه خوروي.
واپس جوړول ئی آسان او ارځان دي.
او د پښتنو کورنۍ صنعت پرې پرمختګ کولی شي.
د ريړې اکثره حصه biodegradable ده.
يعني که بيکاره شي نو ماحول نه مضر کوي.
نورې بی شماره فائدې هم لرې.

✨ 14th August – Independence Day ✨Today, we don't just celebrate freedom — we remember the sacrifices, the struggles, an...
13/08/2025

✨ 14th August – Independence Day ✨

Today, we don't just celebrate freedom — we remember the sacrifices, the struggles, and the vision that led to the creation of our beloved homeland, *Pakistan*.

Let’s honor the legacy of those who gave everything so we could live with dignity, identity, and purpose.

**May our flag always fly high! 🇵🇰
Pakistan Zindabad!**

څه د جلوس څه د جلسی څه د غزا  شهیدانمونږ بې هنرو پښتنو سره بلا شهیدانپه میدان ما جنګوی ماله شاباسی راکویخو دمیدان په  وی...
12/08/2025

څه د جلوس څه د جلسی څه د غزا شهیدان
مونږ بې هنرو پښتنو سره بلا شهیدان

په میدان ما جنګوی ماله شاباسی راکوی
خو دمیدان په ویش کښی نه منی زما شهيدان

مونږه د یو جنګ نه خبر نه شو چی چا وګټو
مونږه د هره جنګه راوړه د دنیا شهيدان

دولسم(۱۲) اګست۱۹۴۸ د بابړې د شهیدانو ورځ د پښتنو د تاريخ يو المناکه او دردناکه پيښه ده. چې په تاريخ کښې ورته د پښتنو کربلا هم ويلې کيږي. د دې پيښې په نتيجه کښې د عام پښتنو په بې وسلې وولس د حکومتي ځواکونو له خوا داسې ډزې وکړې شوې چې د زمکې حقيقتونو او ليدلې شوې خلکو د وينا ترمخه پکښې دشپګ سوو (۶۰۰) نه زيات عام وولس چې د خدائ خدمتګار ډله وه شهيدان کړې شو چې پکښ ماشومان او ښځې هم وې او هم دغه ډول پکښې په ډير ګنړ شمير سره وولس ژوبل هم شو.

دا پيښه هاغه وخت مخې ته راغله کله چې پښتون وولس په پرامنه توګه د پاکستان د ازادۍ د ورځ د راتلو نه دوه ورځې وړاندې د خپل خدائې خدمتګار تحريک د مشرانو او رہبر تحریک خان عبدالغفار خان دپاره حکومت نه دا مطالبه کولو لپاره راوتلې وو چې ځمونږ د تحریک ملګري او رهبر دې د بند د سزا نه راخوشي کړي شي. هم د دغې لامله د حکومت وسلې په دوي داسې ناترسه ووچليدې، چې د ملک په تاريخ کښې د بابړې د شهیدانو پيښه يو ناروا او د حکومت د ظلم، بربریت او د پښتون ملت سره د کوونکو ظلمونو يو غټ ثبوت دجوړ شو.

د ځينو تاريخي اثارو تر مخه د شهيد کړې شوې پښتنو لاشونه په درياۓ کابل کښې لاؤ کړې شوې وو.
د بابړې د شهیدانو پيښه که يو خو مونږ ته د پښتنو د مشرانو د يو قوي تحریک نمونه ښائ نو بلخوا پکښې د وخت د حکمران انځور هم شته. دا ورځ مونږ ته دا هم ښايي چې لکه د کربلا غوندې د امام حسین رضی الله تعالی عنه د پیروکارو او د ظلم مخې ته د ودرېدونکو نوم به هميشه ژوندې وي. نن د بابړې شهیدان که يو خوا ستائلې کيږي ولي د دوې قاتلان غندلې کيږي هم. دلته دا خبره هم حاصليږي چې پښتون يو بيدار ولې مظلوم ملت دې.

يوه او مهمه خبره دا هم ده چې پښتون قوم خپل مظلوميت هاغه شان نرۍ ته نه دې ورپګوته کړې کوم چې پکار وو.

يوم بابړه
ده پښتنو کربلا


د يخو،  تازه او روانو اوبو په غاړه ناسته، هغې ته کتل او شور يې اوريدل دل و دماغ ته تسکين ورکوي. دې سره چې د شنو ورشو او ...
08/07/2025

د يخو، تازه او روانو اوبو په غاړه ناسته، هغې ته کتل او شور يې اوريدل دل و دماغ ته تسکين ورکوي. دې سره چې د شنو ورشو او فراخه ميدانونو ملګرتیا وي بيا نور هم احساساتو کښې ښکلا ټوکوي.
د قدرت دغه ښکلا کتل، ليدل او په انځورونه او عکسونه کښې ځان سره خوندي کول يو فطري خوي دې. انسان په دې مئین دې. د دې احساساتو نه عارې سړې به هسې يو بوت وي. لکه چې ګران بابا يو ځای کې وايي

درد چې نه شي، سوز نه شي، ارمان نه شي
بت د عقيدت به وي انسان نه شي.

د هشتنګر په علاقه کښې د دا رقم ښکلا ګانو کمې نشته.
مونږ د دې د ښکلا د پرمختيا بوتلو هڅه کړې ده.

د هشتنګر ډائيريز ټيم دغه ډؤل تصويرونه تاسو ته وړاندې کوي.

-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-

زاړه انځورونه د آګاهو وخت عکاسي کوي دا که يو خوا مونږ ته د هاغه وخت د کاريګرو کاريګري او قابليت په ګوته کوي نو بل خوا دا...
07/07/2025

زاړه انځورونه د آګاهو وخت عکاسي کوي دا که يو خوا مونږ ته د هاغه وخت د کاريګرو کاريګري او قابليت په ګوته کوي نو بل خوا دا د خپل وخت د خلکو مالې، معاشې، معاشرتي او ثقافتي قصې هم د حال په ژبه بياني. دې کښې که د مينې او خلوص رنګ شته ولې د غم او نيستي سندر هم غږوي. دا مونږ د تيرې زمانې په ورځو شپو کښې د بوتلو هڅه په داسې انداز کوي چې احساس او ذهن ورسره سکون مومې. ښکته انځور د دغه ډول انځورونو نه دي.

هشتنګر ډائيريز هڅه کوي چې داسې انځورونه نور هم تاسو سره شریک کړي.
ستاسو نه د مرستې او مينې په هيله يو.

Follow Hashtnagar Diaries











*Exploring Hashtnagar's Beauty*Hashtnagar is a region rich in history and natural beauty, offering breathtaking landscap...
30/06/2025

*Exploring Hashtnagar's Beauty*
Hashtnagar is a region rich in history and natural beauty, offering breathtaking landscapes and cultural experiences. Its scenic views and historical significance make it a fascinating place to explore.

Let's work together to showcase the beauty of Hashtnagar.

The team Hashtnagar diaries use their lenses to capture the beauty of the Hujra of Azam Khan, let's introduce him as well.

Here is the Life and Legacy of Muhammad Azam Khan

*Early Life and Education*
Born in 1933 in Prang, Charsadda, Muhammad Azam Khan pursued his higher education with determination. He earned a law degree from the University of Peshawar and furthered his studies by completing Bar At Law from Lincoln's Inn College London.

*Distinguished Career*
Azam Khan's career was marked by numerous milestones:

- *Chief Secretary of Khyber Pakhtunkhwa* (September 1990 - July 1993)
- *Provincial Minister for Finance* (October 24, 2007 - April 1, 2008)
- *Secretary of the Ministry of Petroleum and Natural Resources* in Islamabad
- *Federal Minister* for Interior, Inter-Provincial Coordination, Narcotics Control, Capital Administration and Development, and Housing and Works in 2018

*Caretaker Chief Minister*

Azam Khan was appointed as the Caretaker Chief Minister of Khyber Pakhtunkhwa on January 21, 2023.
He served in this position with dedication until his passing.

*A Life Well-Lived*
Muhammad Azam Khan passed away on November 11, 2023, at the age of 89, leaving behind a legacy of public service and commitment. His life serves as an inspiration to those who strive to make a difference.

Address

Charsadda

Telephone

+923139655778

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hashtnagar Diaries posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Hashtnagar Diaries:

Share