24/08/2026
مزمتي بيان
ده پښتونخوا سټوډنټس آرګنايزيشن، سوات
په سرحد پوهنتون اسلام اباد کښي ده خپل جايزو غوښتنو دپاره په احتجاج کونکو لوستونکو باندې ده يو فوځي ښکاره تشدد او ده ډزو ده شخړې پښتونخوا ده لوستونکو سازمان، سوات په سختو ټکو کښي غندنه کوي.
ده ياد شوي فوځي ده پوهنتون سره په څه اړه هم انتظامي يا ده اداري ده چارو څه تعلق نه وو. ده دي باوجود ده لوستونکو په پرامنه مظاهرې کښي خڼډ جوړيدل، په لوستونکو تشدد او په ښکاره توګه ډزي کول يو ډير کلک او نه ده منلو جوګه کار دي.
مونږ دا غوښتنه کوو چې ده دي شخړې دي زر تر زره، پاک او اذاد تحقيقات اوشي او په تشدد او ډزو کښي ککړ فوځي ته دي ده قانون په اړه کلکه سزا ورکړي شي. هيڅ چا ته هم که هغه ده کومي ادارې هم ولي نه وي، ده لوستونکو بنيادي او جمهوري حقونو ده وهلو اجازه نه شي ميلاويدي.
پښتونخوا ده لوستونکو سازمان دا خبره ښکاره کۍ چې مونږ به ده لوستونکو ده هر رنګه آيني، تعليمي،جمهوري،او بنيادي حقونو ده ژغورنې لپاره غږ پورته کوو. لوستونکو ته ده پر امنه احتجاج، ده رائے ښکاره کولو او ده خپل جايزو غوښتنو پيښولو پوره پوره حق ميلاو دے.
پښتونخوا سټوډنټس آرګنايزيشن سوات.