28/05/2026
28 مئی 1930
د ټکر د شهيدانو ورځ
په همدې ورځ انګرېز استعمار د خان عبدالغفار خان د خدائي خدمتګارو پر امن جلوس باندې ډزې کړې وې، چې له امله یې ګڼ شمېر خدائي خدمتګار شهيدان او ژوبل شول۔
د ټکر دغه خونړۍ پېښه د ازادۍ، عدم تشدد او د پښتنو د حقونو لپاره د قربانۍ يو نه هېريدونکی باب دی۔
نن موږ د تحريکِ ازادۍ ټولو شهيدانو، په ځانګړي ډول د ټکر خدائي خدمتګارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوو او د هغوی قربانۍ ته سر ټيټوؤ۔