28/07/2026
ښه راغلاسئ غونډه 🚩
د عوامي نېشنل ګوند ضلع کوټي تحصیل کچلاک تر نظارت لاندي په عوامي نېشنل ګوند کي د ګوند پخواني ملګري باچا ولي کاکړ، عزيز الرحمن او امیر جان د خپلو کورنیو او ملګرو سره یو ځل بیا په خپل قامي ګوند کي د شمولیت اعلان وکړ.
غونډي ته د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان مرکزي ایډیشنل جنرل سکرټري عبیدالله عابد،
ضلعي صدر ثناءالله کاکړ، ضلعي جنرل سکرټري حمزه کاکړ، تحصیل کچلاک صدر اجمل خان کاکړ، ضلعي آفس سکرټري ملک عبدالستار خلجی، بخت محمد کاکړ، عطا محمد مهترزی، قبلی خان نورزئی او د ګوند نورو ذمه دارانو ګډون او ویناوي وکړې.
سکان خان
عوامی نېشنل ګوند تحصیل کچلاغ