01/06/2026
#لاهور
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن لاهور لخوا د پښتنو د قامي مبارز او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محترم محمود خان اڅکزي په ضد په چمن کې د سرکار لخوا د دایره شوي بې بنسټه او ناروا ایف آئی آر په سختو ټکو کې غندنه کوو
"دا ډول جابرانه ګامونه د سیاسي انتقام ښکارندویي کوي او د
پښتنو د حقونو د غږ کپلو یوه ناکامه هڅه ده."
پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن تل د خپلو مشرانو د حق او رښتیا د غږ ملاتړ کړی او په دې سخت وخت کې د مشر محمود خان اڅکزي د اصولي دریځ سره اوږه په اوږه ولاړ دی.