08/04/2026
# # **د مبارزې او شعور 68 کالونه: د سره بیرغ د سرلوړۍ ورځ!**
**درنو ملګرو او د باچا خان د فکر لارویانو!**
نن د پشتون سٹوڈنٹس فیڈریشن (PSF) د تاسیس ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې د پښتون ځوان نسل په لاسونو کې یې د ټوپک پر ځای قلم ورکړ او د عدم تشدد په رڼا کې یې ورته د خپل حق ګټلو لاره وښودله.
په دې برکتي موقع موږ نه یوازې فخرِ افغان باچا خان او رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کوو، بلکې د پښتو او پښتونولۍ د ننګیالي شاعر او مبارز **ایډیالوجسټ اجمل خٹک** هغه لوړ افکار هم یادوو چې تل یې ځوانان په ننګ او غیرت سمبال کړي دي.
**د اجمل خټک په وینا:**
> "کچکول مې په سر مات کړو، زولنې مې کړې ټوټې
> اوس زه یم، زما ننګ دی، او دا ستا د پښو کوڅې"
> :**
موږ د پی ایس ایف شمالی وزیرستان لخوا دا ژمنه کوو چې په خپله خاوره به د تعلیم ډیوه بل ساتو او د اجمل خټک غوندې د حق په لاره کې به له هیڅ ډول قربانۍ دریغ نه کوو. زموږ مبارزه د امن، شعور او یو موټي پښتونستان لپاره ده.
**د
راځئ چې یو ځل بیا د باچا خان په فلسفه او د اجمل بابا په ننګيالي فکر سره یو ځای شو او خپل وطن له تیارو څخه وباسو.
**د پی ایس ایف بنسټ ایښودونکو او شهیدانو ته سلام!**
**پشتون سٹوڈنٹس فیڈریشن ژوندۍ باد!**
**سور بیرغ به رپیږي!**
**