درانہ پختانہ

درانہ پختانہ (دہ تور پنجاب توری گیدڑی دومرہ مستی شولی)�{راتلی راتلی دہ پختونخوا دغرو زمری یی مات کڑل}

05/03/2026
د رمضان مبارکه میاشت او د پنجاب استعمار وحشي پالیسۍ.»پاکستاني پوځ پرون په تیراه کې څلور بېګناه پښتانه شهیدان کړل او شپږ ...
04/03/2026

د رمضان مبارکه میاشت او د پنجاب استعمار وحشي پالیسۍ.
»پاکستاني پوځ پرون په تیراه کې څلور بېګناه پښتانه شهیدان کړل او شپږ نور یې ټپیان کړل. بیا یې د دې ظلم پر ضد پر احتجاج کوونکو (اورکزو) برید وکړ، چې پکې د امن او انصاف غوښتونکي څلور پښتانه ټپیان شول.
»پاکستاني پوځ د شپې په بهسود ولسوالۍ کې ۱۷ بېګناه پښتانه افغانان، ښځې او ماشومان شهیدان کړل. دا نه یوازې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او ترهګري ده، بلکې دا د پاکستاني استعماري ریاست له خوا د ښځو او ماشومانو د وژلو ترهګريز کړنو تسلسل دی.
»څو ورځې مخکې په دروزنده، شوا، شمالي وزیرستان، مبارک‌شاهي کلي (میرعلي)، سپین وام، اباخېل کلي، دوسلي، تختي خېل (لکي مروت)، اعظم ورسک (جنوبي وزیرستان)، باجوړ ، میریان بنو او نورو پښتني سیمو کې د پوځ او وسلوالو ترمنځ په نښتو کې بېګناه پښتانه ټپیان او شهیدان شول.
د پښتون افغان نسل وژنه د پنجابي استعمار له‌خوا د هماغه استعماري نظام دوام دی چې له پېرنګي څخه په میراث کې ورته پاتې شوې ده. پښتانه به یې پر ضد داسې ودرېږي، لکه څنګه چې د پېرنګي پر ضد ولاړ وو.
د پنجابي استعمار له هر شکل څخه، او د هغوئ استعماریت ته جواز جوړاونکو څخه د وطن ژغورل د ملت د هر وګړي یو سپېڅلې فریضه ده.
تحریک پي ټي ایم به په هر حال کې، حتی په دې سختو شرایطو کې هم د دې ظلمونو پر ضد اقدامات کوي او د خپل مظلوم ملت تر څنګ به ولاړ وي.

28/02/2026

😰😰🫡❤️‍🩹🏳️

Address

Azsw347@gmail. Com
Mohmand
AMBAR

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when درانہ پختانہ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category