09/09/2021
دتقلید لغوي او اصطلاحي معنی
دتقليد ماده قِلاده ده، په صحیح البخاری شريف کې دأمّ المؤمنين حضرت عائشي رضي الله عنها په باره کې حديث دی چې: استعارت من اسماء رضي الله عنها قِلادةً، بخاری جـ ۱ صـ ۴۸- ۵۳۲) او قِلاده چې کله دانسان په غاړه کې وي نو بیا يې ترجمه په هار سره کيږي او چې کله دحیوان په غاړه کې وي نو بیا يې ترجمه په پړي او په پټۍ سره کيږي، وفی الصراح تقليددر گردن افگندن حميل وغير ان کسی(صـ 43) او صاحب دکشاف اصطلاحات الفنون فرمايي چې : التقليد هو اتباع الانسان غیره الخ صفــ ۱۱۷۸ يعني تقليد پيروۍ ته وائي : نو په لغت کی د تقليد درې معنی ګانې شوی ۱- بل چاته پړی پر غاړه کې وراچول، ۲- خپل ځان يا بل چاته هار په غاړه کې اچول، 3- پيروي فائده: په دوهمې معنی کې مونږ داسې وويل چې خپل ځان یا بل چاته هار په غاړه کې اچول او په اوله معنی کې مو داسې وويل چې بل چاته پړی په غاړه کې وارچول، ځکه چې هار کله سړی خپل ځانته په غاړه کې اچوي اوکله يئ بل چاته په غاړه کې ور اچوي او پړی هميشه سړی بل چاته په غاړه کې وراچوي.
وفي الاصطلاح: 1- هو اتباع الانسان غيره علی ظن أنه محق في الدليل بلا نظر فی الدليل( النامي شرح الحسامي صـ190)
۲- يا قبول قول الغير (من غير دليل) دلته من غير دليل د قبول سره لګيږي: يعني قول دغير به دليل لري لکن مطالبه ددليل به ترېنه نه کيږي.
۳- مولانا اشرف علي تهانوی رحمة الله عليه يئ داسې تعريف کوي چی: تقليد ديته وائی چې ديو چا خبره ومنې پدې اعتماد چې دده خبره له دليل سره موافقه ده لکن د دليل مطالبه ترېنه ونه کړی الانصاف صفــ ۳)