21/10/2019
د عبرت لنډه کیسه!
ضـرور یې ولــولـئ!
د یوه باچا وزیر ډیر دینداره او هوښیار وه، یوه ورځ وزير ناڅاپه خپل دُنیاوي کارونه پریښودل او د تل لپاره، د الله تعالى په عبادت مشغول شو، بله ورځ باچا هغه ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې، ولې دې زما کار پریښود؟
وزیر په ځواب کې ورته وویل چې، د پنځو خبرو له وجې مې ستا کار پریښود.
۱-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم ته به ناست وې، زه به درته ولاړ وم؛ خو اوس د داسې باچا بندګي کوم چې، په عبادت کی یې راته د ناستې حکم شته.
۲-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم، تا به رزق خوړه زه به درته ولاړ وم، ما به درته کتل تا به خوړل کول؛ خو اوس د داسې باچا بندګي کوم چې، هغه ماته رزق راکوي او خپله د رزق خوړلو ته هیڅ اړتیا نلري.
۳-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم ته به ویده شوې، ما به ټوله شپه پر تا باندې پهره کوله؛ خو اوس د داسې باچاه بندګي کوم چې، زه ویده شم هغه مې نګهبان وي.
۴-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم، زه وېرېدم که ته مړ شې، ستا مخالفین به ما په تکلیف کړي؛ خو اوس د داسې باچاه بندګي کوم چې، هغه له مرګ څخه پاک دی او پر هرچا مسلط دی؛ نو ځکه اوس له هيچا څخه ویره نلرم.
۵-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم، زه وېرېدم چې، که یو غلطي وکړم؛ نو ته به راته بخښنه ونکړې؛ خو اوس د داسې رحم کوونکي باچاه بندګي کوم، که په ورځ کې سل ځله غلطي راڅخه وشي او بیا بخښنه ترې وغواړم؛ نو ټولې غلطي مې رابخښي.
که مو پوره لوستلې وي نو په کمنت کې سبحان الله ولیکی او د بلی کیسی په انتظار اوسئ
ګرانو وروڼو او خويندو!
هر مسلمان ته پکار ده چې د هغې ابدي دُنيا لپاره، مزدوري وکړي، مرګ حتمي راتلونکي دی، د آخرت حساب لپاره چمتوالی ونيسئ.
او که غواړی داسی نور شایستی پند لرونکی کیسی وګوری ما ته ریکوست وکی
ستاسو ورور پښتون زلمى