05/03/2026
اسلام اباد:
د پښتونخوا لوستونکي سازمان ايريډ پوهنتون راولپنډۍ انتخابي کانفرنس ترسره سو.
د پښتونخوا لوستونکي سازمان پنډي/اسلام اباد تر نظارت لاندي په نيټه ٢٠م فروري ٢٠٢٦ د پنجاب زون ضلع راولپنډۍ کښې د پي ايس او ايريډ پوهنتون انتخابي کانفرنس د پښتونخوا لوستونکي سازمان پنډي/اسلام اباد ډپټي سيکټري هنر ترين په تلاوت کلام پاک سره د پښتونخوا لوستونکي سازمان پنډي/اسلام اباد ضلع ايګزيکټيو ملګري اسرار ترين په صدارت کښې تر سره سوه.
د ياد کانفرنس کاروائي ډپټي سيکټري شعیب ترين ترسره کړه.
په ياد غونډه کښې د پښتونخوا لوستونکي سازمان پنډي/اسلام اباد ايګزيکټيو په نمايندګي ضلع بلډ سیکټري رزاق وزير، ضلع ډپټي سیکټري هنر ترين، ضلع ډپټي سیکټري جميل خان، ضلع دپټي سیکټري شعيب ترين، او د نمل پوهنتون سيکټري فريد ترين، او نمل پوهنتون ایګزیکټیو ملګري سلطان علي ګډون درلود.
په ياد کانفرنس کښې د ايريډ پوهنتون نوې ايګزيکټيو وټاکل سوه.
د ايريډ پوهنتون لپاره چڼل سوي الېکشن کمیشن په کثرت رايي سره د
سيکټري لپاره ارباز ترين،
معاون سيکټري لپاره ولي افغان او ورسره ايګزيکټيو ملګري میرویس خان (اطلاعات سیکټری)، فراز خان(رابطه سیکټری)، بريال خان(بلډ سيکټري)، فیض رسول(ماليات سيکټري)، احسان خان(کلتور سيکټري)، اشرف خان، اقبال زيب، يوسف خان، عرفان خان، سهیل خان، حمزه بابړ، حکمت خان، حميد خان په ګډون ١٧ کسيزه کابينه وټاکل سوه.
د ايريډ پوهنتون له نوې ټاکل سوې کابينې څخه د پي اېس او پنډي/اسلام اباد ايګزيکټيو ملګري اسرار ترين سوګند واخيست.
وه ياد غونډې ته د پي اېس او ايريډ پوهنتون سینئر ملګري احسان خان، د پي ايس او نمل پوهنتون سيکټري فريد ترين، د پي اېس او ايريډ پوهنتون سیکټري ارباز خان، او اسرار ترين خپله صدارتي وینا واوروله او د راغلو مېلمنو يې کور ودانی وکړ.
پښتونخوا لوستونکی سازمان پنډي/اسلام اباد له اړخه د ايريډ پوهنتون نوې ټاکل سوې کابينې ته د زړه له تلې مبارکي وايي او هيله لري چي تر خپل وس او توان به خپل کار ترسره رسوي.