24/05/2026
زه به چې کله لاهور کې وم نو کله نا کله به مې د جماعت اسلامي جلسو، احتجاجونو او دهرنو کښې ګډون کولو۔ هلته به چې ځوان قيادت، علماء او د تحريک خلک سټېج ته پورته شول او تقريرونه به يې کول، نو رښتيا وايم، زما په ذهن کښې به يو سوال ګرځېده:
که زموږ په پښتني سيمو کښې هم داسې با شعوره، دردمن، باعمله او فکري علماء موجود وای، نو زموږ د ځوانانو حالت به بل ډول نه وای؟
دوی به يوازې سياسي خبرې نه کولې، بلکې د امت، د مظلوم، د تعليم، د امن، د ظلم او د ولس د درد خبره به يې کوله۔
ما به سوچ کولو چې پښتون وطن ته هم د داسې قيادت ضرورت دی، داسې علماء پکار دي چې يوازې محراب ته محدود نه وي، بلکې د ولس درد هم محسوس کړي۔
څو ورځې وړاندې زه او يو نزدې ملګری مې د ژوب په نمبر ون ميدان کښې ناست وو۔ د جماعت اسلامي ملګري راغلل او ده جلسه عام دعوت ئي چلاوه نو موږ ده جماعت اسلامي جهنډې مو وليدې، نو دواړو يو بل ته وويل "راځه، د مئی ۲۴ جلسې ته ځو، ګورو چې دا خلک څه وايي او څه فکر لري۔"
جلسې ته لاړو…
رښتيا خبره دا ده چې له هر اړخه يو منظم، فکري او باوقاره پروګرام وو۔ که څه هم د حافظ نعيم صاحب انتظار ډېر وشو، خو کله چې هغه سټېج ته راغی او خبرې يې پيل کړې، نو داسې محسوسېده لکه يو داسې شخصيت چې د ټول وطن درد په زړه کښې ګرځوي۔
هغه يوازې د سياست خبرې ونه کړې، بلکې د ځوانانو ده مستقبل د چمن بارډر، د پښتنو مشکلات، ده نڅکو وږي د نام نهاد قوم پرستو منافقت، د خاموشه مذهبي مشرانو بې حسي، د موجوده حکومت ناکامي او د تباه شوي تعليمي نظام په اړه يې داسې خبرې وکړې چې انسان فکر کولو ته مجبوريږي۔
ما ته نعيم صاحب يو همہ جهته، بافکره او د ولس درد لرونکی مشر ښکاره شو۔ داسې مشر چې د هرې زاويې نه حالات ګوري او د هر مظلوم لپاره آواز پورته کوي۔
بيا چې مولانا هدايت الرحمن بلوچ صاحب خبرې وکړې، نو رښتيا وايم د هغه په آواز کښې درد، غيرت، استقامت او قرباني محسوسېده۔
کله چې يې وويل:
"ايف سي زما کور ته راغلل، زما مور ته يې کنځلې وکړې، خو بيا هم موږ د حق مبارزه نه پرېږدو"
نو دغه خبره يوازې يوه جمله نه وه، بلکې د يو مجاهد انسان د صبر او استقامت اعلان وو۔
هغه راته يو داسې قام پرست نه، بلکې حق پرست او د مظلوم ولس ريښتونی نمائنده ښکاره شو۔
ورپسې مرتضیٰ کاکړ، چې د ژوب اوسېدونکی او د مولانا الله داد صاحب وراره دی، هغه د ژوب د ستونزو، محروميو او د ځوانانو د مشکلاتو داسې ترجماني وکړه چې د هر باشعوره انسان زړه يې ولړزاوه۔
د هغه په خبرو کښې خپل وطن، خپل ولس او خپل درد ژوندی محسوسېده۔
له دې وړاندې مې د مولانا عبد الناصر صاحب تقريرونه هم اورېدلي وو (ناصر صاحب مي په ژوب قامي جرګه کښي هم اوریدلي وه نو ملګري ته مې ويل چې د ژوب نر ملا داي) د هغه په خبرو کښې مسلسل جدوجهد، فکري بيداري، حوصله او عمل محسوسېږي۔ داسې عالم چې يوازې د مدرسې تر دېوالونو محدود نه دی، بلکې د ولس د ژوند هر درد احساسوي۔
بيا يو بل شخص سټېج ته راغی۔
د هغه د تقرير انداز جلا وو۔ د خبرو ډېره برخه يې پر پښتنو د ظلم، بې عدالتۍ او د امن د ضرورت په اړه وه۔ د هغه په آواز کښې يو درد، يو اخلاص او يو صداقت محسوسېده۔ ما چې له ملګري وپوښتل:
"دا څوک دی؟" هغه وويل: دا مولانا عارف دمړ دی له کوئټه څخه راغلي دي.
هماغه وخت مې دا احساس وکړ چې جماعت اسلامي کښې داسې علماء موجود دي چې د علم، شعور، حق او امن حقيقي نمائندګي کوي۔
هغه علماء چې يوازې د عبادت خبره نه کوي، بلکې د انسانيت، امن، حق او مظلوم ولس لپاره هم درېږي۔
کله چې مې مولانا عبد الناصر او مولانا عارف دمړ صاحب ته غوږ نيولی وو، نو راته د (((مولانا خانزېب شهيد هغه خبره راياده شوه:)))
کوم ملا چې د امن خبره نه کوي، لمونځ ور پسې ونکړي.
په خداى قسم، دغو خلکو د ولس د حق آواز پورته کړی، د مظلوم ترجماني يې کړې او لا يې هم کوي۔
زموږ په وطن کښې د داسې باعمله، حق ويونکو او د ولس درد لرونکو خلکو ضرورت دی۔
د رب العالمين نه مې دعا ده چې الله تعالی دې داسې حق پرسته علماء، فکري مشران او باعمله ځوانان نور هم زيات کړي، او هغوی ته دې استقامت، عزت او کاميابي ورکړي۔
او په ځانګړي ډول د جماعت اسلامي ژوب امير، ډاکټر فهد خان صاحب ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم، چې د داسې يو منظم، باوقاره او فکري جلسې انتظام يې وکړ۔
الله تعالی دې هغوی ته نور هم توفيق ورکړي چې د ژوب د ولس، د پښتنو او د مظلوم انسانيت لپاره خپل خدمت او جدوجهد جاري وساتي۔
Fahad Khan Mandokhail Murtaza Khan Kakar Abdul Nasir Kakar Maulana Hidayat ur Rehman Baloch