AFG Embassy Türkiye

AFG Embassy Türkiye حساب رسمی سفارت افغانستان در انقره - The Official Account of the Afghanistan Embassy in Ankara

په انقره کې د ا.ا.ا. لوی سفارت د فتحې د ویاړلې پنځمې کالیزې په مناسبت مراسم ترسره کړل.په دې مراسمو کې د کوربه هېواد یوشم...
18/08/2026

په انقره کې د ا.ا.ا. لوی سفارت د فتحې د ویاړلې پنځمې کالیزې په مناسبت مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې د کوربه هېواد یوشمېر لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو سفيرانو، ډیپلوماټانو او په ترکیه کې مېشتو افغانانو، مخورو او ځوانانو گډون کړی و.

ښاغلي سفیر شیخ صنیع الله فرهمند په خپله وینا کې په هېواد کې رامنځته شوي ټیکاو، هوساینې او اقتصادي فرصتونو ته اشاره درلوده او د افغانستان او نړۍ ترمنځ يې په متقابلو اړیکو او اقتصادي ښکېلتیا ټينگار وکړ او همدارنگه د هېواد د هر اړخيز پرمختگ او دوامداره ثبات هیله يې څرگنده کړه.

اطلاعیه!
17/08/2026

اطلاعیه!

په انقره کې د ا.ا.ا. سفیر شيخ سنيع الله فرهمند د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت د تشریفاتو له رییس ښاغلي ارتان یالچین سره وکت...
31/07/2026

په انقره کې د ا.ا.ا. سفیر شيخ سنيع الله فرهمند د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت د تشریفاتو له رییس ښاغلي ارتان یالچین سره وکتل.
په دغه ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنگي دوه اړخیزو اړیکو او گډو همکاریو ته نغوته وکړه او د لا پراختیا یې ټینگار وکړ.

23/07/2026

په انقره کې د ا.ا.ا. لوی سفارت ټولو مراجعینو ته خبر ورکوي، چې د گڼې گوڼې د مخنیوي او د چارو د چټک او منظم ترسره کېدو په موخه به، د روان کال د جولای له ۲۷مې نېټې وروسته د تذکرو او د هویت د تثبیت خدمتونو لپاره انلاین نوبت اخیستل لازمي وي.

مراجعین کولای شي، د لاندې ویډیو د لارښوونې له مخې خپل انلاین نوبت ترلاسه کړي.

په انقره کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت سفیر شیخ سنیع الله فرهمند په کوربه هېواد کې د قطر دولت د سفارت له لوري د ...
14/07/2026

په انقره کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت سفیر شیخ سنیع الله فرهمند په کوربه هېواد کې د قطر دولت د سفارت له لوري د دغه دولت د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د فاتحې په مراسمو کې گډون وکړ.

ښاغلي فرهمند د قطر سفیر ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل، د خواخوږۍ په ځانگړي کتاب کې یې د تسلیت پیغام ثبت کړ او مرحوم ته یې د مغفرت دعا او د قطر دولت او ولس ته یې د جمیل صبر هیله څرگنده کړه.

خبرتیا!
13/07/2026

خبرتیا!

لوی اختر مو مبارک شه!
24/05/2026

لوی اختر مو مبارک شه!

Address

Ankara

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AFG Embassy Türkiye posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share