09/01/2026
سید عبیدالله نادر
تورتم او تیارې!
اعتبار په چـا کې نشته،په هـر چا می شــک پیداشــو
د دنیا په هـــر وګـړي او آشــنا می شـک پــیدا شــو
د دانا په نـوم چې تل کړي،برخــلیک باندی مــو لوبي
په دا هســي منور،او په دانا می شــــک پیــدا شـــو
چـې باطن یې وي د دیـــو، او ظاهــر د پرښــــتو وي
د دي وخــت په انسانانــو د دنــیا می شـک پیدا شو
چې دنیا راته بد رنــګه کړي، او ســـا راڅــخه اخــلي
نو په خضر د زمان ،او مسیحا می شـــک پـیـدا شــو
دمیړانی او وفــا تخم،دي قـــــوم کښي وژل شـــوی
ګلرخـانـــو په ادأ او په وفــا می شــــــــک پــیداشو
که تـقوی او دخـرقې لاندی،دا حـــال د مسلمان وي
نو په زهد د مـومن ،او په تـــقوی می،شــک پيدا شو
چې دعـصر یــزیدان، او نـــمرودان نـشي غــــــندلی
په دا هسي عالمانــو ،او ملا می شــــــک پـــیداشــو
چې وینا یې په یو رنګ وي او اعمال یې شیـطانی وي
ریا کار زاهـد په وعظ ،او په وینا می شـــک پیدا شــو
چې احساس ورســـره نه وي، د ټــــولنې د دردونـــو
په دا هسي طبیبانو ، او دوا می شــک پـــيدا شـــــو
بی معنی خلکو په مینځ کښي تېره وو د عمر شـپې مو
داسي خلکو په ضـمیر، اوپه معنی می شــک پیدا شو
هر فــرمان له مغارو نه ،د دښـــمن په ګــــــټه وځي
دطالب په ابــتدا ، او انــتها می شــک پـــیداشــــــو
چې په هیـڅ بدلون یې زړه،او هم ضمیر نه روښـانیږي
دي ظلمت او دي تورتم کښيي په رڼا می شک پيدا شو
بی رحمۍ کښي مـو تــويږي، په هــر خـوا قیمتي وینه
په قیمت هم د انسان، او په بها می شـــک پـــیدا شو
ډير کلونه د مخه په پيښاور کښي د قدرمن او وتلي شاعر عبدالباری جهانی یو شعر می اوریدلی وو چې دوه د سر بیتونه یې دا دي:
یو ته نه یې په هر چا می شک پیدا شو
په دنیا او مافیها می شک پيدا شو
د جهانی صاحب شعر په لنډو بحرونو کښي وو او زما په اوږدو بحرونو کښي دی، چې نه پوهيږم چې په پیروي ګښي به حسابیږي او که نهٔ؟خو د پخوا زمانو او د نني زمانی تصویر کشي می په کښي کړې ده .