09/07/2024
د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړي ګیله من وزیر برید غندلی دی. نوموړي د ایکس پر شبکه (پخواني ټویټر) په یوه پیغام کې ویلي دي چې «پر ګیله من برید د ناځوانۍ وروستی حد دی، په کلکه یې غندم او هیله من یم چې ګیله من له دې نازک حالت نه د څښتن ج په فضل راووځي.»
په پاکستان کې د «پښتون ژغورنې غورځنګ» يا «پي ټي ام» د مرکزي شورا پر غړي او شاعر ګيله من وزير، د يکشنبې په ورځ (د جولای ۷مه) په اسلام آباد کې بريد وشو. د ياد تحريک د غړو لخوا پر خواله رسنيو د خپرو شوو معلوماتو له مخې ګيله من وزير، په دغه بريد کې سخت ژوبل شوی او په اسلام آباد کې پيمز روغتون ته يووړل شوی دی. ويل شوي دي چې هلته د هغه عمليات شوي او په عاجل واټ کې بستر دی.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر نورو افغان سیاستوالو هم پر ګیله من وزیر برید غندلی او د هغه د ژر روغتیا هیله یې څرګنده کړې. په خواله رسنيو کې د يادې پيښې په تړاو زيات شمېر کاروونکو خپله خواښيني څرګنده کړې ده.