23/01/2023
*سلامونه او درنښت !*
د AOA اکاډمۍ ټولو علمي اشخاصو او ګرانو ګډنوالو ته ښه راغلاست وايو، خدای دې وکړي چې ټول به روغ او جوړ یاست.
*انجینر دین محمد دیندار د افغان انلاین اکاډمۍ بنسټګر یم، غواړم چې د نوموې اکاډمۍ په اړه تاسو سره معلومات شریک کړم.
*د افغان انلاین تعلیمي اکاډمۍ پيژندنه:*
د افغان انلاین تعلیمي اکاډمي يوه خپلواکه، هراړخیزه، او د ځوان نسل روزنکي تعلیمي انلاین برنامه ده چې د ځوانانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې ستر نقش لوبوي.
دغه اکاډمي وياړ لري چې په ټولنه کې د ځوانانو او مسلکي اشخاصو لخوا د مثبتو او هر اړخیزو برنامو د وړاندې کولو په پار خپلې هلې ځلې کوي.
د افغان انلاین اکاډمي د علم او ادب مينوالو، محصلانو، مديرانو، انجېنرانو، استاذانو، او په ټوله کې د هرې برخې زده کړیالانو ته؛ د تخنيکي، اجتماعي، اداري، او نورو مهارتونو د لوړاوي او د يو غوره علمي چاپيريال د رامنځته کېدا په موخه تاسيس شوې ده.
*. د تعقيب وړ اهداف:*
زمونږ اکاډمي په ټوله کې د هیواد په کچه د ځوان نسل لپاره د هر اړخیزه مهارتونو د ترلاسه کولو په پار هڅې کوي.
زمونږ اکاډمي لاندې اهداف لري:
▪️د علمي فرصتونو شريکول.
▪️د علمي او مسلکي کدرونو رهنمايي کول.
▪️د علمي سهولتونو رامنځته کول.
▪️د ځوان نسل سالمه روزنه .
▪️انساني ،بشري، تخنيکي ، اداري، اقتصادي مهارتونو ته وده ورکول.
▪️د تخنیکي، اجتماعي، عامه اړیکو اقتصاد او نورو برخو محصلينو لپاره د ظرفیت لوړونې علمي برنامو جوړول.
د اکاډۍ ماموريت او لرليد
*ماموریت (Mission):* دافغان انلاین تعلیمي برنامې ماموريت دادی چې د خپلو هیوادوالو لپاره د اوسنۍ پرمختللي ټولنې غوره معيارونه وړاندې کړي او د شته مسلکي، وړ او پوه اشخاصو د وړتياوو او تجربو څخه هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کړو.
*لرلید(Vision):*
دافغان انلاين تعلیمې برنامې لرلید دادی چې د ځوان نسل لپاره د علمي ظرفيت لوړونې په برخه کې کار وکړي.
د افغان انلاین تعلیمي اکاډمي به تل هڅه کوي چې د انلاين برنامو په وړاندې کولو کې د علمي کدرونو، د پوهنتون استاذانو، د دولتي او غیر دولتي ادارو دمربوطه برخو منیجرانو ، د مسلکې ټرینرانو او باتجربه اشخاصو په ملاتړ ستاسی لپاره د ظرفیت لوړونې هراړخیزې برنامې تنظیم کړو؛ تر څو د ځوانانو د پرمختګ او د علمي ودې باعث شي.
*زمونږ پلان شوي روزنيز پروګرامونه:*
▪️د پروژي مدیریت، د دفتر مدیریت، Constraction Management, د اقتصاد مسلکي زده کړه.
▪️شخصيت جوړونه، مفاهیمه، د انجینري د ټولو برخو لکه Civil, Water Supply, Electrical, Solar System, او مهندسي انجینرې د برخي سافټویرونه او نورو برخو مسلکې ټرینګونه .
▪️د (سي. وي) ليکلو او کاري مرکې لارښود.
▪️د عامه اړیکو برخه، ویناوالۍ برخه، د استاذانو لپاره د لارښود برخه، د سکالرشیپونو په برخه کې او دانګلسي ژبې ځینې ټرينګونه په پام کې لري.
*نوټ:* پورته ټول روزنيز پروګرامونه به د مسلکې کدرونو د خپلو زياتو وظيفوي مصروفیتونو ترڅنګ تاسي ته د يو ملي احساس له مخې وړاندې شي.
*په ډیر درنښت او درناوي*
*د لا زياتو معلوماتو لپاره د اکاډمۍ د وتساف ګروپ سره يوځاي شي
Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/CYAMi5AL361Lj1X5aP9ciX
*اکاډمۍ وټساپ رسمي شمیره * +93707579009