کونړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Asadabad
  • کونړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست

کونړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from کونړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست, Government Organization, kunar Asadabad, Asadabad.

13/08/2026

له ١٧ ګڼه فرمان څخه

13/08/2026

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې دښمني داسې مهال هواره کړه، چې د سيمې د علماء کرامو، قومي مخورو او عامو خلکو په ګډون د اسلامي امارت يو شمير مشرانو حضور درلود.
د روغې جوړې په مراسمو کې مسؤلينو، ديني عالمانو او مخورو په خپلو خبرو کې د اتفاق ورورولي او يو بل منلو پر ارزښت ټينګار وکړ او له ښکېلو خواوو يې وغوښتل، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

همداراز د بادغيس لايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس په مشري دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر پېښه شوې شخړه هواره شوه او ښکېل لوري سره پخلا کړل شول.

د دې رامنځته شوې شخړې په پايله کې يو کس خپل ژوند بايللی و او د ګڼو کورنيو ستونزو ترڅنګ دواړو لوريو ته لوی مالي تاوانونه هم رسېدلي وو، چې ترمنځ يې ژور اختلافات راپارولي وو.

06/08/2026
03/08/2026

لغمان کې د يو کلنې شخړې سربيره کنړ کې د دوو مرورو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

دوشنبه ١۹ صفر المظفر ۱۴۴۸

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر په مشري د قومي سپين ږيرو او متنفذينو په هڅو د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې يوکلنه شخړه، چې يوکس پکې ټپي شوی او ګڼ کورني جنجالونه يې راپورته کړي وو حل او فصل شوه.

د يادې شخړې دهواري په موخه مسؤلينو له دواړو لوريو سره د جلاجلا ناستو په کولو سره هغوی ته د پخلايني پر اهميت او اسلام له نظره د بښنې کولو پر اجرونو خبرې وکړې، چې د دواړو کورنيو مشرانو له منښتې وروسته د ورورولي غاړې سره ورکړې.

په ورته مهال د کنړ ولايت په سر کاڼو ولسوالي کې د څو تنو هېوادوالو ترمنځ د کروندو د اوبه کولو پر سر راپورته شوې فزيکې شخړه، چې لوی خپل منځي اختلافات يې راولاړ کړي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو له لوري حل او ستونزي د خبرو له لارې پای ته ورسېدې.

Address

Kunar Asadabad
Asadabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کونړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share