02/09/2026
پکتیا کې د پروپوزل لیکلو، اداري مراسلاتو، مالي او تدارکاتي چارو په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
نېټه: ۱۴۴۸/۳/۱۹
د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست کې د پروپوزل لیکلو، اداري مراسلاتو، مالي او تدارکاتي چارو، اداري پلان جوړونې او راپور ورکولو، د څېړنې میتود، د ادارو د مدیریت د مهمو مفاهیمو او اصلاحاتو په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد روزنیز پروګرام د کابل څخه د راغلي روزنیز پلاوي له لوري وړاندې کېږي، چې موخه یې د ریاست د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري چارو لا ښه تنظیم او د اړوندو برخو په اړه د کارکوونکو د پوهې او مهارتونو پیاوړتیا ده.
د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د پکتیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس، مولوي عنایت الرحمن جلالي، د راغلي پلاوي هرکلی وکړ او د دا ډول مسلکي او روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت یې خبرې وکړې.
نوموړي وویل، د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول د اداري چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره مهم دي او د ریاست اداره د خپلو کارکوونکو د وړتیاوو د پیاوړتیا په برخه کې د هر ډول ګټورو روزنیزو پروګرامونو هرکلی کوي.
ورپسې د روزنیز پروګرام درسونه په رسمي ډول پیل شول او ګډونوالو ته د یادو موضوعاتو اړوند عملي او مسلکي معلومات وړاندې شول.
دغه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ به د یادو موضوعاتو په اړه د ریاست د کارکوونکو د مسلکي پوهې او کاري وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول ولري.
دپکتيا دکليودبيارغونې اوپراختیارياست مطبوعاتي دفتر