07/06/2021
د_ميږي_جُرم
عجيبه کيسه مي ولوستله
او دا دی تاسو ته مي وژباړله
ابن قيم رحمه الله وايي د يوې درختي سايې ته ناست وم
يو مېږی مي وليد چي دلته نژدې روان و او غوښتل يې پروت د ملخ وزر له ځان سره يوسي
کله چي د وزر په وړلو ونه توانيدی نو تېز لاړی غار ته ننوت
له هغې خوا يې د مېږيانو لښکر را وايستی
کله چي دوی وزر ته نژدې شول ما وزر ترې را پورته کړ
دوی ډېر وګرځېدل خو شی يې ونه موندی
له ستړيا وروسته غار ته ننوتل
خو يو مېږی لا ګرځېدی , فکر کوم هماغه لومړی مېږی و
ما هم وزر ورته کېښود
ده چي وزر وليد بيا تېز لاړ خو دا ځل يې هلته ځنډ وکړ
فکر کوم هغوی ته يې قناعت ور کاوه ځکه اول ځل يې خبره رشتيا نه شوه
خو دا وار د اول په څير ميږيان نه و بلکي لږ راووتل
ما هم د ملخ وزر بيا پورته کړ
دوی ډېر وګرځېدل ستړي شول او ولاړل
خو يو مېږی بيا هم ګرځېدی فکر کوم هماغه مېږی و چي دوی يې دوه ځله راوغوښتل
ما بيا وزر مخي ته ورته کېښود
کله چي يې وزر وموندی بيا په بيړه لاړی خو دا ځل بيخي ډېر وځنډېدی
فکر کوم هغوی بيخي قناعت نه ورسره کاوه ځکه دا دوهم ځل و چي خبره يې دروغ شوه
دا وار اوه مېږيان ورسره راووتل ما هم د تېر په څير وزر ترې را واخيست
هغوی ډېر وګرځېدل
پوه شوم چي دوی هماغه ميږي ته ډېر په قهر شول
پر را ټول شول
او مېږی يې ټوټه ټوټه کړ , سر او پښې يې ترې بېل کړې😰😰 ( ولا حول ولا قوة إلا بالله )
ما ددوی مخته وزر کېښود دوی چي وزر وموندی بيرته پر خپل ملګري را غونډ شول معلومېدل چي ډېر غمجن ول او پر خپله کړنه سخت خواشيني وو خو وخت يې له لاسه ووت
ابن قيم وايي سخت خفه شوم چي دا مي څه وکړل!؟😢
له پرېشانۍ څخه تنګ شوم او له خپل استاد ابن تيميه څخه مي وپوښتل چي ما خو داسي وکړل
هغه راته وويل تاته به الله تعالى بخښنه وکړي خو ګوره چي بل وخت داسي ونه کړې , او کومه کيسه چي دي وکړل نو سبحان الله
پاکي ده هغه ذات لره چي ميږيانو ته يې هم د دروغو قباحت ښودلی
او د دروغجن په سزا يې پوه کړي دي
کاپي