What's going on in Nangrahar

What's going on in Nangrahar Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from What's going on in Nangrahar, Town Hall, nangrahar, Jalalabad.

د ننګرهار د تازه، کره او بې‌طرفه خبرونو، مهمو پېښو، پرمختیایي پروژو، ټولنیزو موضوعاتو، ورزشي او فرهنګي فعالیتونو رسمي معلومات دلته ومومئ.
📢 News | Updates | Events
📍 Nangarhar, Afghanistan

هره پېښه، هر خبر، هره شېبه... له ننګرهار سره!

د مارشال (!) حسیب قوای مرکز پنجشیري 13 ملګري ژوندي نیول شویدي دوی تازه له شرین او خواخوږي (!) ګاونډي پاکستان څخه تازه بې...
20/08/2026

د مارشال (!) حسیب قوای مرکز پنجشیري 13 ملګري ژوندي نیول شویدي دوی تازه له شرین او خواخوږي (!) ګاونډي پاکستان څخه تازه بېرته وطن ته راغلي و چې نن یې مشر فیصله شو او دوی ژوندي نیول شویدي.
ګاونډي ته مو فکر دی دا ډالۍ بېرته ور لېږل غواړي.

🇦🇫 د تورخم له لارې د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ روانه دهد تورخم له لارې تېره ورځ ۲۲۶ کورنۍ، چې ټولټال ۱،۲۹۴ غړي لري، هې...
20/08/2026

🇦🇫 د تورخم له لارې د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ روانه ده

د تورخم له لارې تېره ورځ ۲۲۶ کورنۍ، چې ټولټال ۱،۲۹۴ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې.

همداراز ۲۲۵ کورنیو، چې د غړو شمېر یې ۱،۱۹۷ تنه و، د ترانسپورټ لپاره له ۱ میلیونه او ۵۴ زره افغانیو څخه ډېره مرسته ورکړل شوه او خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شوې.

په همدې لړۍ کې له ۲۳۲ کورنیو سره د ۱ میلیونه او ۹۸ زره افغانیو نغدي مرسته هم وشوه، او ۲۳۹ وړیا سیم‌کارتونه له فعالو بستو سره پر راستنېدونکو ووېشل شول.

د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د لومړنیو اړتیاوو برابرول او خپلو سیمو ته یې خوندي رسول د هغوی د بیا مېشتېدو په بهیر کې مهم ګام دی. 🇦🇫

خپل وطن ته ستنېدونکو ټولو هېوادوالو ته د ارام، عزتمن او هوسا ژوند هیله کوو.

#تورخم #افغانستان #راستنېدونکي #کډوال #ترانسپورت

19/08/2026

🇦🇫 د کابل برکي څلورلارې؛ د ابادۍ چارې په چټکۍ روانې دي!

د کابل ښار د برکي څلورلارې په پروژه کې د رغنیزو چارو یوه مهمه برخه ترسره شوې او پاتې چارې هم په منظم ډول پر مخ روانې دي.

د دې ډول بنسټیزو پروژو بشپړېدل به د سیمې د ترافیکي نظم په ښه کېدو، د خلکو د تګ راتګ په اسانتیا او د کابل ښار د ښاري بڼې په لا ښه کېدو کې مهم رول ولري.

له نقشې تر عملي کاره؛ کابل ورو ورو د نوې څېرې پر لور روان دی. 🏗️🇦🇫

د اباد افغانستان په هیله! ❤️

#کابل #افغانستان #ابادي #پرمختګ

🚨 د نادرکۍ خبرتیا 🚨مُنیب نن سهار وختي له کوره وتلی، خو تر دې دمه بېرته کور ته نه دی راستون شوی او له نوموړي سره هېڅ ډول ...
19/08/2026

🚨 د نادرکۍ خبرتیا 🚨

مُنیب نن سهار وختي له کوره وتلی، خو تر دې دمه بېرته کور ته نه دی راستون شوی او له نوموړي سره هېڅ ډول اړیکه نه شي نیول کېدای.

نوموړی هماغه جامې په تن لري چې په انځور کې ښکاري.

له ټولو درنو هېوادوالو او ملګرو څخه هیله کېږي، که چا مُنیب جان لیدلی وي، یا یې د ځای او حالت په اړه کوم معلومات ولري، مهرباني دې وکړي ژر تر ژره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسي:

📞 0774922612
📞 0785624247
📞 0700750309
📞 0707868630
📞 0771641300

🙏 ستاسو یوه اړیکه او د پوسټ شریکول کېدای شي د یوې اندېښمنې کورنۍ لپاره د خوښۍ سبب شي.

مهرباني وکړئ خبرتیا Share کړئ.

19/08/2026

ته واورېدې، غمۍ ځوانه! 😉

19/08/2026

دده وينه بيا نو ډيره په جوش راغلې😉

د ط.البانو ډلې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د شاه امان خان له نوم اخی...
19/08/2026

د ط.البانو ډلې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د شاه امان خان له نوم اخیستلو پرته د دغه ورځې مبارکي‌ ویلې. ط.البانو ډلې زیاته کړې، چې د «افغان مجاهدینو د جهاد او قربانیو» په پایله کې یې په یوه پېړۍ کې درېیو سترو نړۍوالو قدرتونو ته ماتې ورکړې.

د  #خپلواکۍ ورځ مو ټولو افغانانو ته مبارک شه🇦🇫هیله لرم چې  #افغانستان د تلپاتې سولې، ثبات، سوکالۍ او پرمختګ پر لور لا پی...
18/08/2026

د #خپلواکۍ ورځ مو ټولو افغانانو ته مبارک شه🇦🇫

هیله لرم چې #افغانستان د تلپاتې سولې، ثبات، سوکالۍ او پرمختګ پر لور لا پیاوړي ګامونه واخلي، د یوه خپلواک، باثباته او اقتصادي پیاوړي هېواد په توګه د روښانه راتلونکي پر لور روان شي، او په هېواد کې د نجونو او ښځو پر مخ د زده‌کړو دروازې بېرته پرانیستل شي، څو هغوی وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او د خپل هېواد په پرمختګ او آبادۍ کې خپل ارزښتناک رول ولوبوي, ځکه د هرې ټولنې ریښتینی پرمختګ هغه وخت شونی دی چې ټولو وګړو ته د زده‌کړې، ودې او پرمختګ مساوي فرصتونه برابر وي

همدارنګه، هیله ده چې د #افغانستان او #پاکستان ترمنځ اړیکې د متقابل درناوي، ګډو ګټو او رغنده همکاریو پر بنسټ لا پیاوړې او پراخې شي، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، اقتصاد او سیمه‌ییزې همکارۍ په برخو کې، څو دواړو ملتونو ته د پرمختګ او سوکالۍ لا ډېر فرصتونه برابر شي.

افغانستان دې تل آزاد، آباد، سوکاله او سرلوړی وي, آمین🙏

18/08/2026

يا الله خير
همدا شيبه د زلزلې ټکان
ستاسو خوا ته څه حال دی؟

د سادګۍ ښکلی انځورد مقام لوړوالی انسان نه لویوي، بلکې سادګي، تواضع او د خلکو په منځ کې بې تکلفه ژوند انسان ته ریښتینی عز...
18/08/2026

د سادګۍ ښکلی انځور

د مقام لوړوالی انسان نه لویوي، بلکې سادګي، تواضع او د خلکو په منځ کې بې تکلفه ژوند انسان ته ریښتینی عزت ورکوي.
ھغہ پخوانی عادت څادر لاندي ځان ته اچولي
دا انځور راته د همدې ښکلي فکر یو ژوندی مثال ښکاري؛ د افغانستان د ریاست الوزراء مقام سره سره، په ډېر ساده چاپېریال کې ناستي، بې تکلفي او له مصنوعي تشریفاتو څخه لرېوالی هغه څه دي چې د انسان اصلي شخصیت څرګندوي.

مقامونه بدلېږي، خو سادګي او تواضع د انسان په زړونو کې تلپاتې ځای جوړوي. 🌿

الله تعالی دې زموږ د ټولو مشرانو او ولس خدمتګارانو ته د اخلاص، تواضع او د خلکو د خدمت توفیق ورکړي. 🤲

Address

Nangrahar
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when What's going on in Nangrahar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category