Parun manicipality/شاروالی پارون

Parun manicipality/شاروالی پارون شهر ما اینده ما است

نورستان ولايت پارون ښاروالۍ ریاست مقام کی د ښاری نظم او پراختیا کمیسیون غونډه ترسره شو.نیټه: 1405/4/24نن چهارشنبه نورستا...
16/07/2026

نورستان ولايت پارون ښاروالۍ ریاست مقام کی د ښاری نظم او پراختیا کمیسیون غونډه ترسره شو.
نیټه: 1405/4/24
نن چهارشنبه نورستان ولايت پارون ښاروالۍ ریاست مقام کی د ولایت مقام سره په همغږۍ د ښاری نظم او پراختیا کمیسیون غونډه ترسره شو چی پکی د پارون ښاروالۍ مسؤلینو ترڅنګ د ولایت مقام استازی د مستوفيت رياست ريس محترم مولوي صاحب محمد امير فیضانی د امنیه قوماندانۍ استازی ، د چاپيريال ساتني رياست ريس محترم مولوي صاحب سمیع الحق حقاني، د ترافیکو آمریت آمر محمد داود شمس او د صنعت او سوداګرۍ ریاست استازی،دښار او کور جوړولو رياست ريس محترم مولوي صاحب رحيم الله برهاني د اصنافو اتحاديې ريس مولوي عبدالبصير او دمختلفو اداراتو استازو ګډون کړی وو
غونډه د قرآن الکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو
ورپسې د پارون ښاروال مولوي الحاج سيد احمد خان ارهابي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ويلو ترڅنګ دمخکنی غونډې اجرااتو ګزارش شريک کړه او په خپلو خبرو کی وویل ښاری نظم او د ښار پراختیا یوازی د یوی اداری مسولیت نه بلکی د ټولو اړوندو ادارو ګډ مسؤلیت دی او ټینګار یی وکړ چی د ښاری نظم او پراختیا د کمیسیون پریکړی به په عملی ډول تعقیبیږی او د ښاریانو د هوساینی لپاره به هر اړخیزی هڅی لا دوام ولری
ورپسې د اجنډا مطابق د ښار او کور جوړولو رياست ريس محترم مولوي صاحب رحيم الله برهاني دښار تففصلي پلان په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړه او زياته يې کړه چې ياد پلان د تطبيق وړ دي او د پلان تغير او تبديل دمرکزی ادارې کار دي ولايتي ادارې او رياستونه ددې صلاحيت نه لري نو بايد دغه کميسيون دي د پلان د تطبيق څارنه وکړي او د خپل سرو تاسيساتو او تخلفاتو مخه ونيسي.

ورپسې د ښاروالۍ ریاست مالي ادارې عمومی مدير کليم الله نبيل د ښاری نظم او پراختیا کمیسون د غونډی د ارزښت په اړه خبری وکړی او د ياد کمېسيون دهر کميټې دندې او مسووليتونه تشريح کړه نوموړی وویل د ولایت مقام په مشرۍ به دا ډول غونډی په منظمه او دوامداره توګه ترسره کیږی ترڅو د ښاری ستونزو د حل ، د پراختیایی پروژو د ښه تطبیق او د ادارو ترمنځ د همغږۍ کچه لا پیاوړې شي
ورپسې داجنډا مطابق آزاد بحث وشو چې ګډونوالو خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کره چي په هغی کی يوه موضوع د نورستان ولايت جهادي مدرسې لپاره د(۱۲) جريبه ځمکې مشخص کولو وو چې د ګډونوالو دبحث روسته دي نتيجي ته ورسيده چې دياد مدرسې لپاره دي د پلاني ساحې څخه بهر ځمکه مشخص او دولايت مقام د تائيد څخه روسته په مشخص شوي ځمکه کې جهادي مدرسه جوړ شي ځکه چې په پلاني ساحه کې د ياد مدرسې لپاره کوم ځای ندی مشخص شوي.
‌په پای کې دولايت مقام استازي د ولسواليو کارشناس محترم احمد ګل له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې د ښار آبادي لپاره خپل ګټورې مشورې او وړانديزونه شريک کړ او زياته يې کړه چې ولایت مقام به ددې کميسيون پريکړو ملاتړ کوي او هر مياشت به دغه کميسيون غونډه داير کړي ترڅو د ښار دپرمختګ او هوساينې لپاره عملي ګامونه ترسره شي.
‌په پای کې غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

‌نورستان ولایت پارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ مدیریت

د نیالګیو خړوبولو چارې دوام نیټه 1448/1/14د پارون ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ ماموريت له لوري د ښار د شنو ساحو د ساتنې او ...
30/06/2026

د نیالګیو خړوبولو چارې دوام
نیټه 1448/1/14
د پارون ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ ماموريت له لوري د ښار د شنو ساحو د ساتنې او ښکلا د دوام په موخه پارون ښار عمومي لارې په اوږدو کې شته نیالګي او بوټي د ښاروالۍ اړوند ټانکر په وسیله خړوب شول.
پارون ښاروالۍ ریاست د تنظيف مامور ښاغلي شفيع الله وويل چي ښاروالۍ رياست هڅه کوي تر څو د ښار د مختلفو سیمو شنه ساحه په منظم ډول له اوبو څخه برخمن شي او د وچېدو او زیان مخه یې ونیول شي.ترڅو ښار ښکلي اوسمسور شي ځکه چي ښار زموږ ګډ کور دی، سرسبزي یې زموږ د ژوندي چاپېریال نښه ده. راځئ د نیالګیو ساتنه وکړو، له څارویو یې خوندي وساتو او د خړوبولو چارې یې بې اهمیته و نه ګڼو.
سرسبز، پاک او روغ ښار د هر ښاري مسؤلیت دی.
‌‌
پارون ښاروالۍ حکومتداري مديريت

24/05/2026
د پارون ښار لمړي ناحیه دګذرونو شورا استازو د پارون ښاروالۍ سرپرست ښاغلي کليم الله نبيل سره وکتل.نېټه: ۱۴۰۵/۳/۲پيل کې د پ...
24/05/2026

د پارون ښار لمړي ناحیه دګذرونو شورا استازو د پارون ښاروالۍ سرپرست ښاغلي کليم الله نبيل سره وکتل.
نېټه: ۱۴۰۵/۳/۲
پيل کې د پارون ښاروالۍ سرپرست ښاغلي کليم الله نبيل د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پارون ښار په داخل کې جوړيدونکي حلقوي سړک په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړه چې ياد سړک د پارون ښاروالۍله پله څخه تر دار المعلمين پورې چې تقريبا 2/کيلو متره اوږدوالي او20/متره پراخوالي لري او په همدې دې مورد کې ځينې شته ستونزو يادونه هم وکړه چې بايد دشورا لخوا دي ستونزو ته رسیدګي وشي.
ورپسې دسيمې قومي مشرانو او دګذرونو شورا استازو په استازيتوب محترم مولوي صاحب نعمت الله شهراني د پارون ښاروالۍ له روانو فعاليتونو ستاينه وکړه او ويې ويل،دتير په پرتله ښاروالۍ نورستان ولایت پارون ښار د ابادۍ او پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
دوی خپلې يو شمېر غوښتنې چې د ياد سړک جوړېدو په برخو کې وې شريکې کړې چې بايد د خلکو ملکيتونه زيات تخريب نه شي او د اړتيا په صورت کې بايد زيات زيانمن شخص ته زيان ته په کتو خساره ورکړل شي او همدارنګه غوښتنه يې وکړه چې ياد سړک دي بايد پخواني مسير جوړ اود پراخوالي اندازه راکمه شي ترڅو دځمکی تخريب مخه ونیول شي.
ورپسې د پارون ښاروالۍ سرپرست ښاغلي کليم الله نبيل د قومي مشرانو له همکارۍ، يووالي اود ښاروالۍ دپرمختيايي پروګرامونو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د ولسونو غوښتنو ته رسېدنه دښاروالي له لومړيتوبونو څخه ده او هڅه کوي چې د امکاناتو او شته سرچينو په چوکاټ کې د پارون ښار اوسيدونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او د پرمختيايي پروژو په عملي کولو کې به دښار اوسيدونکو غوښتنو او اړتياوو ته ځانګړې پاملرنه وشي.همداراز له قومي مشرانو وغوښتل، چې بايد د رغنيزو چارو په پلي کېدو کې له ښاروالۍ سره خپلې همکارۍ لا پياوړې کړي، څو پارون ښار د لا زيات پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.
پاي کې غونډه په دعا سره پای ته ورسېده

د نورستان ولايت پارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ مدیريت

‏جلسه آفرگشایی نصب کتاره های فلزي وسط سرک شهر پارون دایر گردید.‏‏در مجلس مذکور محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد  شاروال...
17/05/2026

‏جلسه آفرگشایی نصب کتاره های فلزي وسط سرک شهر پارون دایر گردید.
‏‏در مجلس مذکور محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد شاروالی پارون، يک نماینده از مقام ولایت ، ويک نماینده از مستوفيت ، وچهار تن نمایند از شرکت های داوطلب نیز حضور داشتند.
‏‏در نخست محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد شاروالی پارون حاضرین مجلس را خوش آمديد گفت و در رابطه به اصول و مقرارت آفرگشایی معلومات ارائه نمود . و در باره شفافيت در پروسه آفرگشایی به اشتراک کننده ګان اطمینان سپرد.
‏‏بعد از آفرگشایی آزاد و شفاف پاپين د فلزاتو تولید او پروسس شرکت با ارائه قیمت نازل ترين تقریبا (957970) افغانی برنده ابتدايي شناخته شد.
مجلس با دعا خیر به اختتام رسید.
مديريت حکومتداري شهري ښاروالۍ پارون
مورخ-- 1405/2/26

د نورستان ولایت د احتکار مخنیوي او د بیو کنټرول کمېسیون له لوري پارون ښار کې دوه دوکانونه مهر او لاک شول.نېټه: ١٤٤٧/١١/۹...
27/04/2026

د نورستان ولایت د احتکار مخنیوي او د بیو کنټرول کمېسیون له لوري پارون ښار کې دوه دوکانونه مهر او لاک شول.
نېټه: ١٤٤٧/١١/۹
د نورستان ولایت د احتکار مخنیوي او د بیو کنټرول کمېسیون له لوري د پارون ښار دوکانونو کې د نرخونو د کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه جدي نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت پر مهال د کمېسیون غړو د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې وڅارلې او له دوکاندارانو یې وغوښتل چې ټاکل شوې نرخنامې ته ژمن پاتې شي او د خلکو له اړتیاوو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.

د څارنې په لړ کې څرګنده شوه چې دوه دوکاندارانو د کمېسیون له خوا ټاکل شوې نرخنامې څخه سرغړونه کړې وه، چې له همدې امله یې دوکانونه مهر او لاک شول او له هغوی سره قانوني چلند ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې د احتکار مخنیوي او د بیو کنټرول کمېسیون د صنعت او سوداګرۍ ریاست تر مشرۍ لاندې جوړ شوی، چې پکې د بېلابېلو امارتي ادارو استازي ګډون لري او په دوامداره توګه د بازارونو د کنټرول او د بیو د ثبات لپاره هڅې کوي.

د نورستان ولایت پارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ مدیریت

د نورستان پوهنتون رئيس د ياد ولايت له ښاروال سره د ګډو همکاريو په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.د نورستان پوهنتون رئيس ښاغ...
07/04/2026

د نورستان پوهنتون رئيس د ياد ولايت له ښاروال سره د ګډو همکاريو په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
د نورستان پوهنتون رئيس ښاغلي استاد حميدالله عابد د نورستان ولايت پارون ښاروال محترم مولوي سيد احمد خان ارهابي سره د ګډو همکاريو په موخه د نوموړي په کاري دفتر کې مشورتي ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې دواړو مسؤلينو په دوه اړخيزو مسايلو او موضوعاتو باندې مفصلې خبرې اترې وکړې او له يو بل سره يې ګټورې مشورې شريکې کړې.
همدا راز په ناسته کې د پوهنتون رئيس صاحب له محترم ښاروال څخه د محصلينو د ليليې لپاره د کرايه کړې دښاروالي ودانۍ د ځينو برخو د ترميم چارو د ترسره کولو غوښتنه وکړه ترڅو محصلين وکولای شي په ارامه فضاء کې ژوند او ښه مطالعه ترسره کړي، چې ښاروال صاحب ورته دهر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

نورستان ولایت پارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ
1405/1/17

‏جلسه آفرگشایی مارکيټ تجارتي شاروالی شهر پارون  دایر گردید.‏‏در مجلس مذکور محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد  شاروالی پا...
31/03/2026

‏جلسه آفرگشایی مارکيټ تجارتي شاروالی شهر پارون دایر گردید.

‏‏در مجلس مذکور محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد شاروالی پارون، يک نماینده از مقام ولایت ، ويک نماینده از مستوفيت ، به حیث هیئت مؤظف آفرگشایی و سي تن داوطلب نیز حضور داشتند.
‏‏در نخست محترم محمد کریم محرابي مدير عوايد شاروالی پارون حاضرین مجلس را خوش آمديد گفت و در رابطه به اصول و مقرارت آفرگشایی معلومات ارائه نمود . و در باره شفافيت در پروسه آفرگشایی به اشتراک کننده ګان اطمینان سپرد.
‏‏بعد از آفرگشایی آزاد و شفاف محترم عارف الله عادل با ارائه قیمت بالا تقريبا 20000 هزار افغانی برنده ابتدايي آفرگشایی شناخته شد.
مجلس با دعا خیر به اختتام رسید.
مديريت حکومتداري شهري ښاروالۍ پارون
مورخ-- 1405/1/10

نن د پارون ښاروالۍ ریاست اداري  مجلس ناسته ترسره شوه.نن ورځ يک شنبه 1404/12/24 تاريخ  د پارون ښاروالۍ اداري مجلس ناسته د...
16/03/2026

نن د پارون ښاروالۍ ریاست اداري مجلس ناسته ترسره شوه.
نن ورځ يک شنبه 1404/12/24 تاريخ د پارون ښاروالۍ اداري مجلس ناسته د ښاروال صاحب محترم مولوي سيد احمد خان ارهابي په مشرۍ ترسره شوه، چې پیل یې دقرآن کریم په تلاوت ترسره شو.
ورپسې محترم ښاروال صاحب ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ د اداري چارو پروخت ترسره کول،د عوايد په خپل وخت تحصيل،او د اختر په رارسيدو دښار پاکي او د خدماتي چارو تنظيم،ښاري نظم کنترول او د ښاريانو ستونزو ته په وخت رسيدګي او په وخت خپل اداري فعاليتونوته د رسيدګي سپارښتنه وکړې.او د تنظيف کارکوونکو ته هدایت ورکړه چې باید د اختر په مبارکو ورځو کې دښار پاکي او سرسبزي ته خاصه پاملرنه وکړي ترڅو ښار پاک وساتل شي.
ورپسې دمالي او اداري عمومي مدير ښاغلي کليم الله نبیل له ټولو مدیرانو غوښتنه وکړه چې د1405 مالي کال لپاره خپل کاري پلانونه ترتیب او له ادارې ‌‌مديريت سره شريک کړي او د خپلو پلانونو مطابق خپلو چارو ته دوام ورکړي.
ورپسې دښاروالۍ رياست د ساختمان او بازسازی مدير محترم انجنیر اظهار الدين اظهار 1405 مالي کال لپاره پلان شوی انکشافي پروژو په اړه معلومات ورکړه.
په پای کې ښاروال صاحب د ١٤٠٤مالي کال ترسره شويو فعاليتونو يادونه وکړه او له ټولو مديريتونو مسؤلينو د کړنو څخه دمننې ترڅنګ دراتلونکو مالي کال کې د لازياتو فعاليتونو غوښتنه وکړه او ناسته ئي په دعا پای ته ورسوه.

دپارون ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ مدیریت
1404/12/24

Address

Jalalabad
0093

Telephone

+93728409357

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Parun manicipality/شاروالی پارون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share