FFWO FFWO is a non-governmental non-political organization registered with Afghanistan Ministry of Economy No. 5675

د FFWO موسسې په شمول، د یو شمېر نوې رامنځته شوو داخلي مؤسسو استازو، د TSDO په همکارۍ، د اکبر موسسې له مسؤلینو سره یوه مه...
22/05/2025

د FFWO موسسې په شمول، د یو شمېر نوې رامنځته شوو داخلي مؤسسو استازو، د TSDO په همکارۍ، د اکبر موسسې له مسؤلینو سره یوه مهمه همغږیزه ناسته ترسره کړه. دا ناسته چې د ټولنیز خدمت، مؤسسو ترمنځ د همغږۍ، او د ګډو موخو په پار جوړه شوې وه، د مشارکتي بحثونو یوه ښکلې بېلګه وه.

په ناسته کې د اکبر موسسې غړیتوب ته د داخلي مؤسسو د احتمالي شمولیت او د هغو ترمنځ د اړیکو د لا ښه تنظیم موضوعات وڅېړل شول. ګډونوالو د خدمتونو د مؤثریت، د شفافیت د لوړې کچې، او د منابعو د غوره مدیریت په اړه خپل نظریات وړاندې کړل. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د داخلي موسسو یووالی او مؤثره همغږي کولای شي د ټولنیزو ستونزو په حل کې ستره ونډه ولري.

د ناستې په پای کې، ګډونوال د دوامداره همکارۍ، متقابل ملاتړ، او ګډو ابتکاراتو د پیاوړتیا پر لارو چارو هوکړې ته ورسېدل. تمه کېږي چې دغه ډول ناستې به د مؤسسو ترمنځ یو قوي مشارکتي چوکاټ رامنځته کړي او د ټولنې له بې‌وزله او اړمنو قشرونو سره د مرستې هڅې لا اغېزمنې کړي.

Address

Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when FFWO posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category