ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست, Government Organization, Jalalabad.

*د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست د اداري چارو څخه نظارت او ارزونه ترسره شوه.*شنبه  ۱۴۴۸/۳/۱۵ننګرهار ولایت د کار او...
29/08/2026

*د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست د اداري چارو څخه نظارت او ارزونه ترسره شوه.*
شنبه ۱۴۴۸/۳/۱۵
ننګرهار ولایت د کار او ټولنيزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر په مشرۍ پلاوي چې پکې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مولوي مطیع الله طلحه، د ولايت مقام د کارکوونکو چارو ریاست استازی محمد صابر یعقوبي او د ولایت مقام د څارنې، ارزونې او پلان جوړونې کارپوه سید محبوب سادات شامل دي، د ادارو د شفافیت، ځواب ‌وینې او خدمت‌ رسونې د مؤثريت د تضمین په موخه د دوهمي او دريمي واحدونو د ارزونې په سلسله کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست د درېیمي واحدونو نظارت او ارزونه ترسره کړه.
د نظارت او ارزونې پلاوي د یاد ریاست د جرګو او مرکو امر مولوي فضل امین امین سره په لیدنه کې د مختلفو مدیریتونو او شعباتو د اجرائيوي فعالیتونو، اسنادو، د کار د کیفیت او خدماتي جریانونو د ښې ارزونې ترڅنګ د اړوندو شعباتو د اسنادو کتنه هم وکړه.

د کارموندنې خبرتیا!ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست،وړ او مستحقو کسانو ته د مسئولیتونو د سپارلو او د ژمن، مسلکي...
24/08/2026

د کارموندنې خبرتیا!
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست،وړ او مستحقو کسانو ته د مسئولیتونو د سپارلو او د ژمن، مسلکي او وړ بشري ځواک د جذب په موخه د (فني او حرفوي) زده کړو د مرکزونو عمومي مدیریت اړوند، په تعداد د ۴ (څلورم رتبه) خالي بستونه بیا ځل د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

د کار او ټولنیزو چارو رئیس په امام بخاري روزنتون کې د (۴۰) تشنابونو او حمامونو د ساختمان د جوړیدو او ترمیماتو له چارو څخ...
09/08/2026

د کار او ټولنیزو چارو رئیس په امام بخاري روزنتون کې د (۴۰) تشنابونو او حمامونو د ساختمان د جوړیدو او ترمیماتو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.
یکشنبه ۱۴۴۸/۲/۲۵
ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر په امام بخاري روزنتون کې د (۲۰) بابه نویو تشنابونو، (۲۰) بابه نویو حمامونو، (۱) باب د سلمان اطاق، (۱) باب د صفاکار اطاق، (۱) باب سپتیک څاه، (۲) بابه جذبي څاه ګانو ساختمان د جوړېدو او همدارنګه ددې ترڅنګ د لیلیې بلاک د ترمیم او د چت فرش اچولو او ۲ کتابتونونو د بیارغونې له روانو چارو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.
یادې رغنیزې پروژې په روزنتون کې د مېشتو بې‌وزلو او یتیمو زده‌کوونکو د هوساینې او هغوی ته د غوره ښوونیز او روغتیايي چاپیریال برابرولو په موخه پیل شوې دي، دغه پروژې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اساس د "شانتي" خیریه موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ د روزنتون په داخل کې پلي کېږي، د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس د یادو پروژو د نظارت پر مهال د کارونو پر کیفیت او پر وخت د هغوی پر بشپړېدو ټینګار وکړ، نوموړي د شانتي موسسې له دغې پر ځای مرستې مننه وکړه او وې ویل چې د یتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو لاسنیوی او هغوی ته د زده‌کړې او روغتیايي اسانتیاوو برابرول د دغه ریاست له لومړیتوبونو څخه دي.
د یادولو وړ ده چې د (۴۰) عصري تشنابونو او حمامونو په جوړېدو سره به په روزنتون کې د روغتیايي خدماتو کچه لوړه شي او د ( ۲) کتابتونونو په ترمیم او سمبالښت سره به د یتیمانو لپاره د مطالعې او علمي پرمختګ ښه زمینه برابره شي.

ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس په مشرۍ د ماشومانو د ساتنې او ملاتړ کمیټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه.چهارشنبه  ۱۴/۲/۱۴۴۸...
29/07/2026

ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس په مشرۍ د ماشومانو د ساتنې او ملاتړ کمیټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه.
چهارشنبه ۱۴/۲/۱۴۴۸
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر په مشرۍ د ماشومانو د ساتنې او ملاتړ کمیټې میاشتنۍ ناسته د ام-ارتي ادارو او همکارو مؤسساتو د استازو په شتون کې چې د یاد مجلس غړیتوب لري ترسره شوه.
ناسته د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او د کار او ټولنیزو چارو رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ هیوادوالو ته د مؤثره او پر وخت خدماتو ترسره کول په موخه د مؤسساتو مسؤلینو ته له خپل لورې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ګډونوالو د تیرې ناستې دپریکړو په برخه کې دخپلو اجرااتو او فعالیتونو راپورونه شریک کړل.
په ناسته کې د (ټول مؤسسات چې د سکتوري اداراتو سره کار کوي د سکتوري اداراتو ترڅنګ د ولسوالیو له مسؤلینو سره د فعالیتونو همغږي کولو، د هوکړه لیک ټول موارد د سکتوري اداراتو په همغږۍ ترسره کول، د شپږ تنو ناروغو ماشومانو تداوي په برخه کې د همکارۍ، د ماشومانو د قاچاق د مخنیوي، د پروژو ستونزې او حل لارې په لیکلي بڼه د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره شریکولو، د روزنتون زده کوونکو لپاره د قرطاسیې، البسې، خوراکي توکو او برق په برخه کې د همکارۍ) او یو شمیر نورو موضوعاتو په هکله بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په سپین غر ولسوالۍ کې له (۵۰) کورنیو سره د (۱۶۶۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د وړو کاروبارونو د ایجاد په موخه د میږو مرسته وشوه...
21/07/2026

په سپین غر ولسوالۍ کې له (۵۰) کورنیو سره د (۱۶۶۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د وړو کاروبارونو د ایجاد په موخه د میږو مرسته وشوه.
سه شنبه ۱۴۴۸/۲/۶
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د واک مؤسسې په مالي همکارۍ په سپین غر ولسوالۍ کې د کونډو، شاقه کاره او یتیمو ماشومانو له (۵۰) کورنیو سره د وړو کاروبارونو د ایجاد په موخه د (۱۶۶۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د میږو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته د (۳۳۲۰۰) افغانیو په ارزښت څلور څلور میږې توزیع شوې.
د یادې مرستې د توزیع پرمهال ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر وویل؛ هڅه کوي پدې ولایت کې یتیمو، بې سرپرسته، شاقه کاره ماشومانو او اړمنو کورنیو ته د وړو کاروبارونو د ایجاد په برخه کې مرستې جلب او توزیع کړي،ترڅو ددوی کورنیو ته د عاید سرچینه برابره شي، چې خوشبختانه نن ورځ مو وکولای شول چې د واک مؤسسې په همکارۍ یاده چاره ترسره کړو، د کار او ټولنیزو چارو رئیس همداراز د مستحقو کورنیو په انتخاب کې د سپین غر ولسوالۍ د مسؤلینو له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه هم مننه وکړه.

د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو (۲۳) تنو مستحقو کورنیو سره د وړو کاروبارونو د حمایې په موخه د(۴۵۷۷۸۰) افغانیو په ارزښت د (...
20/07/2026

د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو (۲۳) تنو مستحقو کورنیو سره د وړو کاروبارونو د حمایې په موخه د(۴۵۷۷۸۰) افغانیو په ارزښت د (۲۲) قلمه خیاطۍ سامان توزیع شو.
دوشنبه ۱۴۴۸/۲/۵
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د سرف افغانستان مؤسسې په مالي همکارۍ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو (۲۳) تنو مستحقو کورنیو ته د وړو کاروبارونو د حمایې په موخه هرې کورنۍ ته په اوسط توګه د (۱۹۹۰۳) افغانیو په ارزښت (۲۲) قلمه خیاطۍ سامان توزیع شو.
د یادو توکو د توزیع پرمهال ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مستفدینو له یادو وسایلو څخه په استفادې خپلو فامیلونو ته د حلال رزق ګټلو په هکله وینا وکړه.
د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د سرف افغانستان مؤسسې له یادې مرستې څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

په کوټ ولسوالۍ کې له (۳۷) کورنیو سره د (۱۲۲۸۴۰۰) افغانیو په ارزښت د میږو مرسته وشوه.پنجشنبه  ۱۴۴۸/۲/۱ننګرهار ولایت د کار...
16/07/2026

په کوټ ولسوالۍ کې له (۳۷) کورنیو سره د (۱۲۲۸۴۰۰) افغانیو په ارزښت د میږو مرسته وشوه.
پنجشنبه ۱۴۴۸/۲/۱
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د واک مؤسسې په مالي همکارۍ په کوټ ولسوالۍ کې د کونډو، شاقه کاره او یتیمو ماشومانو له (۳۷) کورنیو سره د وړو کاروبارونو د ایجاد په موخه د (۱۲۲۸۴۰۰) افغانیو په ارزښت د میږو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته د (۳۳۲۰۰) افغانیو په ارزښت څلور څلور میږې توزیع شوې.
د یادې مرستې د توزیع پرمهال د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي زیرک پاینده وویل: له یادې مرستې څخه موخه د کونډو، شاقه کاره او یتیمو ماشومانو کورنیو ته د عاید سرچینه برابرول او ددوی په اقتصاد کې د مثبت تغیر رامنځ ته کول دي.
د یادونې وړ ده چې ورته مرسته به ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ترسره شي.

د کار او ټولنیزو چارو رئیس عمري کمپ ته کاري سفر وکړ.پنجشنبه  ٢٣ / ۱۴۴۸/۱ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي م...
09/07/2026

د کار او ټولنیزو چارو رئیس عمري کمپ ته کاري سفر وکړ.
پنجشنبه ٢٣ / ۱۴۴۸/۱
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر د کارموندنې کمیټې او ډیپورت او نادرک ماشومانو ته د ترسره کیدونکو خدماتو له چارو څخه د نظارت او ارزونې په موخه طورخم عمري کمپ ته دکاري سفر پرمهال لومړی د عمري کمپ مسؤل حاجي محمد هاشم میوندوال سره ناسته وکړه او د کارموندنې کمیټې د خدماتو په جریان کې د لابهبود او ښه والي رامنځ ته کولو په موخه په یو لړ موضوعاتو نظریات شریک کړل.
ددې ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو رئیس د کارموندنې کمیټې چارې له نږدې څخه وکتلې او همداراز د وارچایلډ کاناډا او هسک افغانستان بیا رغوونې مؤسسو ( د ډیپورټ شویو او نادرک ماشومانو، د ماشومانو د قضیو مدیریت او د ماشومانو د ساتنې او پاملرنې مرکزونو) له چارو څخه نظارت وکړ او مسؤلینو ته یې په چارو کې د بهبود په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

په کوټ ولسوالۍ کې پر (۴۵) بیوزله او اړمنو کورنیو د(۴۸۸۵۲۰) افغانیو نقدي مرسته و ویشل شوه.چهارشنبه  ۱۴۴۸/۱/۲۲ننګرهار ولای...
08/07/2026

په کوټ ولسوالۍ کې پر (۴۵) بیوزله او اړمنو کورنیو د(۴۸۸۵۲۰) افغانیو نقدي مرسته و ویشل شوه.
چهارشنبه ۱۴۴۸/۱/۲۲
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د واک مؤسسې په مالي همکارۍپه کوټ ولسوالۍ کې پر (۴۵) بیوزله او اړمنو کورنیو د هغوی د ضروري اړتیاو د پوره کولو په موخه د(۴۸۸۵۲۰) افغانیو نقدي مرسته و ویشل شوه چې هرې کورنۍ ته (۱۰۸۵۶) افغانۍ په نقدي توګه ورکړل شوې.
په همدې مناسبت ترتیب شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر پخپله وینا کې وویل؛ هڅه کوي پدې ولایت کې بیوزله او اړمنو کورنیو ته د مختلفو خیریه مؤسساتو په همکارۍ مرستې جلب او توزیع کړي، داچې په کوټ ولسوالۍ کې د اړمنو کورنیو تعداد زیات دی او یاده مرسته ورته بسنه نه کوي کوښښ کوي په راتلونکي کې نورو کورنیو ته هم مرستې جلب کړي.
د واک مؤسسې پروګرام منیجر ډاکټر عبدالصمد حامد د بیوزله کورنیو د انتخاب په پروسه کې پر شفافیت د وینا ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو ریاست، اقتصاد ریاست او د ولسوالۍ د مسؤلینو له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share