01/10/2022
د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر حمدالله محب د کابل په دشت برچي کې وروستی برید غندلی او طالبان یې د یادې حملې عاملین بللي دي.
محب پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي « دا بریدونه د یوې منطقوي دسیسې برخه ده چې افغانستان کې مذهبي او قومي جنګ ته لاره هواروي. پخوا هم دا بریدونه د یو تعداد طالبانو په همکارۍ کېدل او اوس یې چې دوی مخنیوی نکوي، په ډاګه کوي چې دوی لا هم د روانې دسیسې برخه دي.»
د کابل دشت برچي کې پر زده کوونکو برید په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.