07/12/2025
د هلمند چارواکي:
په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند له بېلابېلو لارو په ۱۷ موټرونو کې د ناقانونه توګه د ۵۹ ټُنه خوراکي او غېر خوراکي توکو له واردېدو مخنیوی شوی دی.
په دغه توکو کې انساني درمل، کېله، لېمو، مالټې، ماهیان او ګوړه او غیر خوراکي توکي لکه بې محصوله ټوکر او نور توکې شامل وو، چې په تړاو یې ۳۵ تنه نیول شوي.