18/02/2026
د هیواد او نړي ټول مسلمه امت ته د روژي مبارکي میاشتي د رارسیدو په پار د زړه له کومي مبارکي وايم
روژه مو مبارک شه !
د (روژي)رمضان المبارک فضائل او ځانګړتياوې
د رمضان المبارک مياشت د اسلام په مقدس دين کې يو معظمه او با برکته مياشت ده چې لاندې فضائل او ځانګړتياوي لري :
۱- الله جل جلا له په دغه مياشت کې پر مسلمانانو باندې روژه چې د اسلام څلورم رکن دی فرض کړی ده .
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ) البقرة / 183
ژباړه : (ای مؤمنانو ! پر تاسې (داسې ) روژه فرض کړشوې ده لکه پر هغو کسانو چې فرض کړ شوې وه چې تر تاسې پخوا وو .
او فرمايي : شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ (185 البقره )
بخاري (8) او مسلم (16) نقل کوي چې د ابن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
” بني الإسلام على خمس شهادة أن لا إله إلا الله , وأن محمدا عبد الله ورسوله , وإقام الصلاة , وإيتاء الزكاة ، وصوم رمضان , وحج البيت “
۲- الله جل جلا له په دغه مياشت کې قرآن نازل کړی دی چې په مخکنې آيت کې بيان شو : ( شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ ) البقرة / 185 ، وَقَال سُبْحَانَهُ وتَعَالَى : { إنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ }
ژباړه : (د روژې مياشت هغه (مياشت ) ده چې قرآن په کې نازل شوی دی ، چې د خلکو د پاره هدايت دی او د هدايت لپاره روښانه دلايل او د (د حق او باطل ) تر منځ بېلوونکی دی ) .
۳- الله جل جلا له په دغه مياشت کې د ليلة القدر شپه ګرځولي ده چې غوره ده له زرو مياشتو څخه ( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ . وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ . لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ . تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ . سَلامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ) القدر / 1_5 .
په فضيلت د دغه شپې کې مکمل سورة نازل شوی دی او ددې شپې په فضيلت کې زيات احاديث روايت شوي دي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ , تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ , وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ , وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ , لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ ” رواه النسائي ( 2106 ) وأحمد (8769)
يعنې : پر تاسې د رمضان مبارکه مياشت راغله چې الله تعالی د دغه مياشتې روژه پر تاسې فرض کړې ده ، په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانيستل کيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي ، په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي ، په دې مياشت الله جل جلا له لره يوه غوره شپه ده چې په دې شپه کې عبادت کول له زرو مياشتو غوره دی .
۴- الله تعالی د دغه مياشتې روژه نيول او په هغه کې قيام کول د بندګانو د ګناهونو د بخښنې ذريعه ګرځولې ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2014 ) ، ومسلم ( 760 ) .
(څوک چې د رمضان د مياشتې کې دشپی روژه د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره ونيسي نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي)
قال صلى الله عليه وسلم : ” ومن قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2008 ) ومسلم ( 174 )
او همدارنګه فرمايي : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو دهغه آينده ګناهونه بخښل کيږي
۵- الله جل جلا له په دغه مياشت کې جنت دروازې پرانېږي او د دوزخ دروازې بندوي ، شيطانان تړي لکه د بخاري او مسلم په حديث کې چې راځي : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” إذا جاء رمضان فتحت أبواب الجنة , وغلقت أبواب النار , وصُفِّدت الشياطين ” . البخاري ( 1898 ) ، ومسلم ( 1079 )
يعنې : کله چې رمضان راشي د جنت دروازې خلاصيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي او شيطانان پر ځنځيرونو تړل کيږي .
او هغه ورورنه او خویندی مو چي بی وزله دي
په دي مبارکه میاشت کي مو هیر نشي د خپل توان په کچه ورسره د ماښام د روژه ماتي مرسته وکړي ، له ورونو سره کینه باید و نه کړو ، خپل د مالونو زکاتونه باید ورکړو ، او هغه کوم اعمال چي پرموږ لازم ګڼل شوي هغه تر سره کړو.
یو ځل بیا مو روژه مبارک شه