Ministry of Economy - وزارت اقتصاد

Ministry of Economy - وزارت اقتصاد انکشاف اقتصادی و اجتماعی به منظور تامین رفاه عامه در افغانستان

سرپل کې ۳۷۳ مېرمنو ته نغدي مرسته او ۲۰۰ کسانو ته مسلکي زده‌کړې وړاندې کېږيد سرپل ولایت مرکز کې د اقتصاد ریاست له لوري د ...
07/09/2026

سرپل کې ۳۷۳ مېرمنو ته نغدي مرسته او ۲۰۰ کسانو ته مسلکي زده‌کړې وړاندې کېږي

د سرپل ولایت مرکز کې د اقتصاد ریاست له لوري د UN Women په مالي ملاتړ او د DHSA مؤسسې په همکارۍ د نغدي مرستو او مسلکي زده‌کړو د پروژې له بهیر څخه څارنه وشوه.
د پروژې له مخې، ۳۷۳ متشبثو مېرمنو ته ۱۰۵۷۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې او ۲۰۰ کسانو ته د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، بيګ ګنډل او د مېوو او سبزیجاتو د پروسس په برخو کې مسلکي زده‌کړې ورکول کېږي.
همدارنګه، ۱۰۰ اړمنو او بې‌وزلو کسانو ته د ۱۱۱۷۰ افغانیو نغدي مرستې زمینه هم برابره شوې ده.

-------------------------------------------------------------------

در سرپل برای ۳۷۳ زن کمک نقدی و برای ۲۰۰ تن آموزش‌های حرفه‌ای ارائه می‌شود

از روند تطبیق پروژه توزیع کمک‌های نقدی و آموزش‌های حرفه‌ای در مرکز ولایت سرپل، با حمایت مالی UN Women و همکاری مؤسسه DHSA نظارت صورت گرفت.
براساس معلومات پروژه، برای ۳۷۳ زن متشبث مبلغ ۱۰۵۷۰ افغانی کمک نقدی توزیع شده و ۲۰۰ تن در بخش‌های خیاطی، قالین‌بافی، بیگ‌دوزی و پروسس میوه‌جات و سبزیجات آموزش‌های حرفه‌ای دریافت می‌کنند.
همچنان برای ۱۰۰ فرد مستحق و بی‌بضاعت، مبلغ ۱۱۱۷۰ افغانی کمک نقدی در نظر گرفته شده است.

لغمان کې ۴۵۰ کسانو ته د کرنیزو توکو د وېش لړۍ پیل شوهد لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ کې ۴۵۰ اړمنو کسانو ته د کرنیزو وسای...
07/09/2026

لغمان کې ۴۵۰ کسانو ته د کرنیزو توکو د وېش لړۍ پیل شوه

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ کې ۴۵۰ اړمنو کسانو ته د کرنیزو وسایلو، سرې او د سبزیجاتو د تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
په دې مرستو کې توره او سپینه سره، عضوي سره، بېلچه، کلنګ، کشک او د پیاز، بانجان، بادرنګ او ټینډو تخمونه شامل دي.
د یادو مرستو موخه د کروندګرو ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو زیاتول او د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.

----------------------------------------------------------------------

آغاز توزیع مواد زراعتی برای ۴۵۰ تن در لغمان

روند توزیع وسایل زراعتی، کودهای کیمیاوی و عضوی و تخم‌های سبزیجات برای ۴۵۰ تن از افراد مستحق در ولسوالی علینگار ولایت لغمان آغاز شد.
در این کمک‌ها کود سیاه و سفید، کود عضوی، بیل، کلنگ، کشک و تخم‌های پیاز، بادنجان، بادرنگ و تندو شامل است.
هدف از این کمک‌ها حمایت از دهقانان، افزایش حاصلات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند است.

په بدخشان کې د سولري اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوهد بدخشان ولایت اقتصاد ریاست استازي، د درایم ولسوالۍ اړوندو...
06/09/2026

په بدخشان کې د سولري اوبو رسولو شبکه ګټې

اخیستنې ته وسپارل شوه
د بدخشان ولایت اقتصاد ریاست استازي، د درایم ولسوالۍ اړوندو ادارو په همغږۍ، د خم‌میرهزار کلي د سولري اوبو رسولو شبکې د پرانیستې او ګټې اخیستنې له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاده پروژه د BMZ په مالي ملاتړ د یوه خصوصي ودانیز شرکت له خوا د ۳،۷۷۷،۱۹۸ افغانیو په لګښت پلې شوې، چې ۴۰ مترمکعبه د اوبو د ذخیرې ظرفیت لري او ۷۹۱ تنه ترې ګټه اخلي.

---------------------------------------------------------------------------

شبکه آبرسانی سولری در ولسوالی درایم به

بهره‌برداری سپرده شد
نماینده ریاست اقتصاد ولایت بدخشان، با هماهنگی ادارات مربوط ولسوالی درایم، از افتتاح و روند بهره‌برداری شبکه آبرسانی سولری قریه خم‌میرهزار نظارت کرد.
این پروژه با حمایت مالی BMZ و توسط یک شرکت ساختمانی به هزینه ۳،۷۷۷،۱۹۸ افغانی تطبیق شده و ظرفیت ذخیره ۴۰ مترمکعب آب را دارد و ۷۹۱ نفر از آن مستفید می‌شوند.

په پکتیکا کې د پاکو اوبو رسونې له پروژې څارنه وشوهد پکتیکا ولایت اقتصاد ریاست د اړوندو مسؤولینو او DACAAR مؤسسې په ملتیا...
02/09/2026

په پکتیکا کې د پاکو اوبو رسونې له پروژې څارنه وشوه
د پکتیکا ولایت اقتصاد ریاست د اړوندو مسؤولینو او DACAAR مؤسسې په ملتیا، د مټاخان ولسوالۍ د ګنبد کلي د څښلو پاکو اوبو رسونې شبکې له ساختماني چارو څخه څارنه وکړه.
یاده پروژه د ECHO په مالي ملاتړ د ۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیقېږي، چې په بشپړېدو سره به ۳۷۵ کورنیو یا ۲۶۲۵ تنو ته د پاکو اوبو د رسونې اسانتیا برابره شي.
د څارنې پر مهال د پروژې شاوخوا ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې وې او کومه څرګنده تخنیکي ستونزه ونه لیدل شوه. د پروژې د کیفیت او پر ټاکلي وخت د بشپړېدو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
از پروژه آبرسانی آب آشامیدنی در پکتیکا نظارت شد
ریاست اقتصاد ولایت پکتیکا با همکاری مسؤولان مربوط و مؤسسه DACAAR، از روند ساخت‌وساز شبکه آبرسانی آب آشامیدنی در قریه گنبد ولسوالی متاخان نظارت نمود.
این پروژه با حمایت مالی ECHO به ارزش ۸.۵ میلیون افغانی تطبیق می‌شود که با تکمیل آن، زمینه دسترسی ۳۷۵ خانواده یا ۲۶۲۵ تن به آب آشامیدنی پاک فراهم خواهد شد.
هنگام نظارت، حدود ۹۰ درصد کارهای پروژه تکمیل شده بود و مشکل تخنیکی قابل ملاحظه‌ای مشاهده نگردید. برای بهبود کیفیت و تکمیل به‌موقع پروژه، رهنمودهای لازم ارائه شد.

په تخار کې د یوه جومات د محراب له پرانیستې څخه څارنه وشوهد تخار ولایت اقتصاد ریاست څارنیز ټیم، د حج او اوقافو ریاست په ه...
31/08/2026

په تخار کې د یوه جومات د محراب له پرانیستې څخه څارنه وشوه

د تخار ولایت اقتصاد ریاست څارنیز ټیم، د حج او اوقافو ریاست په همغږۍ، د بنګي ولسوالۍ د قنغربای کلي په جومات کې د یوه محراب د پرانیستې له مراسمو څخه څارنه وکړه.
یاد محراب جومات د ۱۰۰ متره مربع مساحت په درلودلو سره د ۱۴،۱۶۰ امریکايي ډالرو په لګښت، د بشري مرستو د ټولنې (HAS) مؤسسې له لوري جوړ شوی چې دوه تشنابونه او یوه اودس‌خونه هم لري.
د دې پروژې له مستقیمو ګټه‌اخیستونکو څخه ۱۶۰ کورنۍ دي. د سیمې اوسېدونکو د اړوندو ادارو او پلي کوونکې مؤسسې له ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه او په راتلونکې کې یې د نورو پراختیايي فعالیتونو غوښتنه وکړه.

—————————————————

نظارت از افتتاح محراب یک باب مسجد در تخار

تیم نظارتی ریاست اقتصاد ولایت تخار، با هماهنگی ریاست حج و اوقاف، از مراسم افتتاح محراب یک باب مسجد در قریه قنغربای ولسوالی بنگی نظارت نمود.
این مسجد در مساحت ۱۰۰ متر مربع و با هزینه مجموعی ۱۴٬۱۶۰ دالر امریکایی، توسط مؤسسه جمعیت کمک‌های انسانی (HAS) اعمار گردیده و دارای دو باب تشناب و یک وضوخانه می‌باشد.
۱۶۰ فامیل مستفیدین مستقیم این پروژه بوده و باشندگان محل از حمایت ادارات مربوطه و مؤسسه تطبیق‌کننده ابراز خرسندی نموده و خواهان اجرای فعالیت‌های انکشافی بیشتر در این قریه در آینده شدند.

جوزجان کې له وچکالۍ ځپلو ۲۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوهد جوزجان ولایت اقتصاد ریاست څارنې ټیم د War Child UK مؤسسې له لوري...
31/08/2026

جوزجان کې له وچکالۍ ځپلو ۲۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

د جوزجان ولایت اقتصاد ریاست څارنې ټیم د War Child UK مؤسسې له لوري له وچکالۍ ځپلو ۲۵ کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش له بهیر څخه څارنه وکړه.
په دغه پروګرام کې هرې کورنۍ ته ۱۳،۱۷۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاده پروژه د War Child UK مؤسسې له لوري د AHF-OCHA په مالي ملاتړ، د «په افغانستان کې په جدي اړتیا لرونکو سیمو کې له وچکالۍ څخه زیانمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې وړاندې کول» تر سرلیک لاندې، د خواجه دوکوه ولسوالۍ او شبرغان ښار په اړوندو سیمو کې پلې کېږي.

—————————————

توزیع کمک نقدی برای ۲۵ خانواده متأثر از خشکسالی در جوزجان

تیم نظارتی ریاست اقتصاد ولایت جوزجان از روند توزیع کمک‌های نقدی برای ۲۵ خانواده متأثر از خشکسالی توسط مؤسسه War Child UK نظارت کرد.
در این برنامه، برای هر خانواده مبلغ ۱۳،۱۷۰ افغانی کمک نقدی توزیع گردید.
این پروژه توسط مؤسسه War Child UK با حمایت مالی AHF-OCHA، تحت عنوان «ارائه کمک‌های اضطراری به افراد متأثر از خشکسالی در مناطق شدیداً نیازمند افغانستان» در ولسوالی خواجه دوکوه و مربوطات شهر شبرغان تطبیق می‌گردد.

ارزګان کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د رغونې پروژو له چارو څارنه وشوهد ارزګان ولایت د اقتصاد ریاست دڅارنې ټیم د ترینکوټ ښار...
30/08/2026

ارزګان کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د رغونې پروژو له چارو څارنه وشوه

د ارزګان ولایت د اقتصاد ریاست دڅارنې ټیم د ترینکوټ ښار اړوند د اوبو رسولو د دوو شبکو د رغونې پروژې له ودانیزو چارو څخهڅارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د احاطوي دېوال، داخلي طاقونو او شبکو رنګمالۍ، د سولري هندارو د نصب چوکاټونو، وال‌باکسونو او سټنټپونو د جوړولو چارې وکتل شوې. د پروژې تطبیقوونکي تخنیکي ټیم ته سپارښتنه وشوه، چې پاتې چارې د کاري احجامو او ټاکل شوو معیارونو سره سم په ښه کیفیت بشپړې کړي.
یاده پروژه د MEDAIR مؤسسې له لوري تطبیقېږي او مالي ملاتړ یې د MEDAIR FRANCE له خوا کېږي.

———————————————

از روند کار پروژه ترمیماتی دو شبکه آبرسانی در ارزگان نظارت صورت گرفت

تیم نظارتی ریاست اقتصاد ولایت ارزگان از روند کار بخش ساختمانی پروژه ترمیماتی دو شبکه آبرسانی در مربوطات شهر ترینکوت نظارت و بررسی به عمل آورد.
در جریان نظارت، کارهای رنگمالی دیوار احاطه، طاق‌های داخلی و شبکه‌ها، ساخت چارچوب‌های نصب پنل‌های سولری، وال‌بوکس‌ها و ستن‌تاپ‌ها مورد بررسی قرار گرفت. به تیم تخنیکی تطبیق‌کننده هدایت داده شد تا امور باقی‌مانده پروژه مطابق احجام کاری، معیارهای تعیین‌شده و با کیفیت مطلوب تکمیل گردد.
این پروژه توسط مؤسسه MEDAIR تطبیق و از لحاظ مالی توسط MEDAIR FRANCE تمویل می‌شود.

فاریاب کې د سولري اوبو رسولو شبکې له پروژې څارنه وشوهد فاریاب اقتصاد ریاست تخنیکي ټیم د اړوندو ادارو او ActionAid مؤسسې ...
30/08/2026

فاریاب کې د سولري اوبو رسولو شبکې له پروژې څارنه وشوه

د فاریاب اقتصاد ریاست تخنیکي ټیم د اړوندو ادارو او ActionAid مؤسسې د استازو په ملتیا، د شیرین‌تګاب ولسوالۍ د اوتمچي او شهیدخېلو کلیو کې د سولري اوبو رسولو شبکې له پروژې څارنه وکړه.
په پروژه کې د ۸۰ مترو ژورې څاه کیندنه بشپړه شوې او د سولري سیستم، اوبو ذخیرې او نل‌لیکې چارې روانې دي. له دې پروژې به ۷۰۶ کورنۍ ګټه واخلي او ټولیز لګښت یې ۲۷۱ زره ډالر دی.

_______________________

از پروژه آبرسانی سولری در فاریاب نظارت صورت گرفت

تیم تخنیکی ریاست اقتصاد فاریاب با حضور نمایندگان ادارات مربوطه و مؤسسه ActionAid، از پروژه شبکه آبرسانی سولری در قریه‌های اوتمچی و شهیدخیل ولسوالی شیرین‌تگاب نظارت کرد.
حفاری چاه ۸۰ متری تکمیل شده و کارهای سیستم سولری، ذخیره آب و لوله‌کشی جریان دارد. از این پروژه ۷۰۶ خانواده مستفید خواهند شد و هزینه مجموعی آن ۲۷۱ هزار دالر می‌باشد.

دغور اقتصاد ریاست له لوري د ښوونیزو توکو د وېش څارنه وشوهد غوراقتصاد ریاست څارنیز ټیم د UNHCR په مالي ملاتړ او د WASSA م...
29/08/2026

دغور اقتصاد ریاست له لوري د ښوونیزو توکو د وېش څارنه وشوه

د غوراقتصاد ریاست څارنیز ټیم د UNHCR په مالي ملاتړ او د WASSA مؤسسې له لوري د پلي کېدونکې پروژې په ترڅ کې، د ۴۰ تنو استادانو لپاره د ښوونیزو توکو د وېش له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د پوهنې ریاست او د کډوالو آمریت استازو هم ګډون کړی و.

«««««««««««»»»»»»»»»»»»›»»

از روند توزیع مواد آموزشی برای استادان نظارت صورت گرفت

تیم نظارتی ریاست اقتصاد ولایت غوراز روند توزیع مواد آموزشی برای ۴۰ تن از استادان در چارچوب پروژه تطبیق‌شده توسط مؤسسه WASSA و با حمایت مالی UNHCR نظارت نمود.
این روند با حضور نماینده ریاست معارف و نماینده آمریت امور مهاجرین انجام و نظارت صورت گرفت.

د قرغیو ولسوالۍ کې د پایپ سکیم شبکې څخه څارنه ترسره شوهد لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د تورغر سیمې د کمی درګي کلي د پایپ ...
23/08/2026

د قرغیو ولسوالۍ کې د پایپ سکیم شبکې څخه څارنه ترسره شوه

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د تورغر سیمې د کمی درګي کلي د پایپ سکیم شبکې له چارو څخه د اقتصاد ریاست، کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د اوبو رسولو آمریت، کوار مؤسسې او یونیسف استازو ګډه څارنه ترسره کړه.
یاده پروژه د یو خصوصي ودانیز او لوژستیکي شرکت له لوري د یونیسف په مالي ملاتړ او د کوار مؤسسې په همکارۍ پلې کیږي.
د پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۳ کورنۍ او د سیمې د یوه ښوونځي زده‌کوونکي د پاکو اوبو له اسانتیاوو برخمن شي.

««««««‹«««««««««««‹«««««

نظارت از شبکه پایپ‌سکیم در ولسوالی قرغیو انجام شد

از شبکه پایپ‌سکیم در قریه کمی درگی، مربوط به منطقه تورغر ولسوالی قرغیو ولایت لغمان، از سوی نمایندگان ریاست اقتصاد، ریاست احیا و انکشاف دهات، آمریت آب‌رسانی، مؤسسه کوار و یونیسف نظارت انجام شد.
این پروژه توسط یک شرکت ساختمانی و لوژستیکی با حمایت مالی یونیسف و همکاری مؤسسه کوار تطبیق می‌شود.
با تکمیل پروژه، حدود ۱۵۳ خانواده و شاگردان یک مکتب از آب آشامیدنی پاک بهره‌مند خواهند شد.

Address

چهارراهی ملک اضغر نارسیده به وزارت خارجه
Kabul
1014

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ministry of Economy - وزارت اقتصاد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share