Ministery Of Finance - MOF

Directions Contact the organization

Ministery Of Finance - MOF د مالیې وزارت رسمي پاڼه - صفحه رسمی وزارت مالیه

د عوایدو لوی ریاست او یو شمېر بانکونو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شود تلې۹مه ۱۴۰۵هـ.لپه برېښنايي بڼه د عوایدو د راټولولو او ا...
01/10/2026

د عوایدو لوی ریاست او یو شمېر بانکونو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو
د تلې۹مه ۱۴۰۵هـ.ل

په برېښنايي بڼه د عوایدو د راټولولو او انتقال، لا شفافیت، چټکتیا، دقت، حساب‌ورکونې او د عوایدو د بانکي راټولونې نظام د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست او یو شمېر بانکونو او مالي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ هوکړې وشوې.
د دغو هوکړه لیکونو له مخې، د عوایدو لوی ریاست د (۹) وزارتونو او امارتي ادارو د عوایدو د برېښنایي کولو په برخه کې له عزیزي بانک، د افغانستان اسلامي بانک، حساب‌ پې او اورم‌ پې مالي مؤسسو سره هوکړې کړې دي.
د یادو هوکړو پر بنسټ به اړوند بانکونه او مالي بنسټونه د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د (۱۲۸/۳۳۵ ګڼې، د ۱۶/۱/۱۴۴۸) هـ.ق نېټې حکم او د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له مفادو سره سم، د یادو وزارتونو او امارتي ادارو عواید په برېښنایي ډول راټولوي او راټول شوي عواید به په عین وخت کې د خزاینو واحد حساب ته انتقالوي.
د یادونې وړ ده، چې د عوایدو د راټولولو په بهیر کې د برېښنایي نظام (سیسټم) پلي کېدل به د عوایدو د راکړې ورکړې پروسه معیاري او د عوایدو د ثبت، راټولولو او انتقال په برخو کې به د دقت او حساب‌ ورکونې کچه لوړه کړي.

-----------

تفاهمنامه همکاری بین ریاست عمومی عواید و یک تعداد بانک‌ها به امضاء رسید
۹میزان ۱۴۰۵هـ.ش
به منظور جمع آوری و انتقال عواید به شکل الکترونیکی، شفافیت بیشتر، سرعت، دقت، حساب دهی و به هدف تقویت نظام جمع آوری عواید و معیاری سازی آن فی مابین ریاست عمومی عواید وزارت مالیه و یک تعداد بانکها و نهاد های مالی تفاهم های همکاری صورت گرفت.
بر بنیاد این توافقات ریاست عمومی عواید در بخش الکترونیکی سازی عواید (۹) وزارت خانه و ادارات امارتی با عزیزی بانک، بانک اسلامی افغانستان و مؤسسات مالی حساب پی و اورم پی توافقات نموده است.
بر اساس توافقات مذکور بانک‌ها و نهادهای مالی مربوطه، طبق حکم شماره (۱۲۸/۳۳۵) مؤرخ ۱۶/۱/۱۴۴۸ هـ.ق مقام عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) و مفاد توافق‌نامه‌های امضاء شده، عواید وزارت‌ خانه‌ها و ادارات امارتی یاد شده را به ‌صورت الکترونیکی جمع‌آوری نموده و عواید جمع‌آوری‌شده را هم‌زمان به حساب واحد خزاین انتقال می‌دهند.
قابل یادآوری است، که در جریان جمع آوری عواید تطبیق نظام الکترونیکی (سیستم) پروسه داد و گرفت عواید را معیاری و در بخش ثبت، جمع آوری و انتقال سطح حساب دهی و دقت را به بالا خواهد رساند.

برنامه آموزشی برای آمرین عواید مستوفیت ها و معاونین عملیاتی گمرکات ولایات دایر گردید۷ میزان ۱۴۰۵هـ.شآمریت آکادمی ملی عوا...
29/09/2026

برنامه آموزشی برای آمرین عواید مستوفیت ها و معاونین عملیاتی گمرکات ولایات دایر گردید
۷ میزان ۱۴۰۵هـ.ش

آمریت آکادمی ملی عواید و گمرکات وزارت مالیه برنامه آموزشی را برای آمرین عواید مستوفیت ها و معاونین عملیاتی گمرکات ولایات طی مراسمی در تالار کنفرانس آکادمی ملی عواید و گمرکات دایر نمود.
در این مراسم الحاج مولوی سفر محمد سحر، رئیس عمومی عواید، مولوی خیرالله صبغت الله رئیس قیمت گذاری ریاست عمومی گمرکات، مولوی عبدالعزیز نورانی، مسئول ریاست دعوت و ارشاد معینیت عواید و گمرکات، بلال احمد احدی آمر آکادمی ملی عواید و گمرکات و شماری از مسئولین دیگر اشتراک داشتند.
آمر آکادمی ملی عواید و گمرکات در سخنان افتتاحیه این برنامه گفت، این برنامه برای انکشاف ظرفیت های مسلکی و مدیریتی شما راه اندازی گردیده است. امید است از موضوعات برنامه آموزشی در بخش های کاری استفاده اعظمی نموده و کارهای محوله خود را صادقانه انجام دهید.
رئیس عمومی عواید گفت، این نظام در نتیجه قربانی های زیاد حاکم گردیده و برای تقویت و استحکام آن به آموزش های ضمن خدمت نیاز است تا نیروی انسانی متخصص، متعهد و ایماندار وظایف خود را به نحو مطلوب انجام داده و حل مشکلات تضمین گردد.
رئیس قیمت گذاری ریاست عمومی گمرکات ضمن ارائه معلومات در مورد رهبری و مدیریت خوب گفت، این سمینار ها و برنامه های آموزشی از اهمیت بالای برخوردار اند. تلاش کنید در مورد مسئولیت های سپرده شده دانش و آگاهی کسب کرده و آنچه فرا گرفته اید با همکاران تان برای ارائه خدمات بهتر شریک سازید.
گفتنی است که این برنامه به مدت (۱۵) روز ادامه داشته و برای معاونین عملیاتی گمرکات در ولایات در مورد قوانین گمرکی، طرزالعمل‌های ترانزیت داخلی و خارجی، تعرفه‌های گمرکی، قیمت‌گذاری اموال، سیستم اسیکودا، و برای آمرین عواید در مورد قوانین مالیاتی، طرزالعمل‌ها، محاسبات و سیستم‌های مالیاتی، فورم های مصارفاتی و دیگر موضوعات مهم و مرتبط تشریح خواهد شد.

-------------

د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو لپاره روزنیز پروګرام جوړ شو
د تلې۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمریت د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو لپاره د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دې مراسمو کې د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د ګمرکونو لوی ریاست د قیمت‌ګذارۍ رئیس مولوي خیرالله صبغت ‌الله، د عوایدو او ګمرکونو معینیت د دعوت او ارشاد ریاست مسئول مولوي عبدالعزیز نوراني، د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ آمر د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دا پروګرام ستاسو د مسلکي او مدیریتي ظرفیتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی دی. هیله ده، چې د روزنیز پروګرام له موضوعاتو څخه په کاري برخو کې اعظمي ګټه واخلئ او خپلې در سپارل شوې دندې په صادقانه توګه ترسره کړئ.
د عوایدو لوی رئیس وویل، چې دا نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې حاکم شوی او د پیاوړتیا او ټینګښت لپاره یې د خدمت ترڅنګ اړتیا ده، چې مسلکي، ژمن او ایمانداره بشري ځواک خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او د ستونزو د حل ډاډ ترلاسه شي.
د ګمرکونو لوی ریاست د قیمت‌ ګذارۍ رئیس د ښې رهبرۍ او مدیریت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې دا سیمینارونه او روزنیز پروګرامونه له ډېر اهمیت څخه برخمن دي. هڅه وکړئ د خپلو سپارل شویو مسئولیتونو په اړه لازم علم او پوهاوی ترلاسه کړئ او هغه څه چې زده کړي مو دي، له خپلو همکارانو سره د ښه خدمت کولو په موخه شریک کړئ.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام به د (۱۵) ورځو لپاره دوام وکړي او د ولایتونو د ګمرکونو عملیاتي مرستیالانو ته به د ګمرکي قوانینو، کورني او بهرني ټرانزیټ د طرزالعملونو، ګمرکي تعرفو، د مالونو د قیمت‌ ګذارۍ او اسیکوډا سیسټم په اړه او د عوایدو آمرینو ته به مالیاتي قوانین، طرزالعملونه، محاسبات او مالیاتي سیسټمونه، مصارفاتي فورمې او نور مهم او اړوند موضوعات تشرېح شي.

د شکایتونو اورېدو آمریت په تېره میاشت کې (۳۲) شکایتونو ته رسېدنه کړې دهد تلې۷مه ۱۴۰۵هـ.لد مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ...
29/09/2026

د شکایتونو اورېدو آمریت په تېره میاشت کې (۳۲) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده
د تلې۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدنې مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه شويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۵) کال سنبلې (وږې) میاشتې له پیله تر پایه پورې په ټوله کې (۳۵) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلې دي.
له دې جملې (۲۸) شکایتونه د وټس اپ له لارې او (۷) شکایتونه په حضوري بڼه له دغه آمریت سره شریک شوي دي، چې یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي، منفکۍ او د وزارت اړوند ځینو نورو برخو کې ول، چي د دغه آمریت له لوري یې (۳۲) شکایتونو ته رسېدنه شوې او (۳) شکایتونه تر کار لاندې دي.
د یادونې وړ ده، چې ټول هېوادوال کولای شي، چې د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړي توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارنې په برخه کې د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لارې له دغه آمریت سره شریک کړي، چې د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک: [email protected]

--------------

آمریت سمع شکایات در ماه گذشته به (۳۲) شکایت رسیدگی کرده است
۷ میزان ۱۴۰۵هـ.ش

آمریت سمع شکایات تفتیش داخلی وزارت مالیه رسیدگی به شکایات ناشی از فساد، کم کاری، سهل انگاری و برخورد غیر مسئولانه برخی مسئولین را به عهده داشته و به شکایات بدست آمده بدون ضیاع وقت رسیدگی می کند.
این آمریت از آغاز ماه سنبله سال روان (۱۴۰۵) الی اخیر همین ماه مجموعاً به تعداد (۳۵) شکایت را دریافت و استماع نموده است.
شکایات که با این اداره مواصلت ورزیده، (۲۸) شکایت از طریق وتس آپ و(۷) شکایت هم به شکل حضوری با این آمریت شریک شده است، که شکایات واصله در بخش های املاک، تدارکات، مالی و منفکی بوده که به (۳۲) شکایت از سوی این آمریت رسیدگی صورت گرفته و (۳) شکایت تحت کار قرار دارد.
قابل یاد آوری است که تمام هموطنان می توانند شکایات، پیشنهادات و نظریات اصولی شان را در رابطه به بخش های مختلف وزارت مالیه بخصوص منابع عوایدی، اصلاحات و در بخش استخدام، از طریق ایمیل، واتس اپ، تیلفون، به شکل حضوری و از طریق صندوق شکایات با این آمریت شریک سازد که آمریت سمع شکایات بعد از ارزیابی به آن به طور شفاف و بموقع رسیدگی خواهد نمود.
شماره های تماس: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
شماره واتس اپ: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
ایمیل آدرس: [email protected]

د موټر پلورونکو اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوهد تلې۷مه ۱۴۰۵ هـ.لد مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد ...
29/09/2026

د موټر پلورونکو اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه
د تلې۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د موټر پلورونکو د اتحادیې له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی رئیس وویل، چې د عوایدو او مالیاتو د راټولولو په برخه کې د شته ستونزو د حل او مالیه ‌ورکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره له بېلابېلو صنفي اتحادیو سره د همغږۍ ناستې کېږي او د عوایدو لوی ریاست هڅه کوي، چې د مالیه ‌ورکوونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او د مالیاتو د ورکړې بهیر لا اسانه او منظم شي؛ ځکه د مالیاتو پر وخت تحویلي د هیواد د عامه خدمتونو، پرمختیايي چارو او بنسټیزو پروژو د تمویل له پاره مهمه ونډه لري.
د موټر پلورونکو له لوري د عدلیې وزارت د رسمي چاپ شویو سیټونو پر ځای د خپلو چاپ شویو پاڼو د کارولو، د موټرونو له پېرېدونکو څخه د یوې سلنې مالیې د اخیستلو او مالیاتي ادارې ته د نیمې سلنې د تحویلولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د موټر پلورونکو د اتحادیې استازو هم خپل یو شمېر وړاندیزونه او ستونزي له مسئولینو سره شریکې کړې، چې له هر اړخیز بحث وروسته پر یو شمېر موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې.

------------

نشستی با مسئولین اتحادیه موتر‌فروشان برگزار گردید
۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش

نشست هماهنگی با مسئولین اتحادیه موتر‌فروشان تحت ریاست الحاج مولوی سفرمحمد سحر رئیس عمومی عواید وزارت مالیه برگزار گردید.
در آغاز رئیس عمومی عواید گفت که به ‌منظور حل مشکلات موجود در بخش جمع‌آوری عواید و مالیات و ایجاد سهولت‌ها برای مالیه‌ دهندگان نشست‌های هماهنگی با اتحادیه‌های مختلف صنفی برگزار می‌گردد و ریاست عمومی عواید تلاش می‌نمایند تا به مشکلات مالیه ‌دهندگان به ‌موقع رسیدگی صورت گیرد و روند پرداخت مالیات آسان ‌تر و منظم ‌تر گردد؛ زیرا پرداخت به ‌موقع مالیات نقش مهمی در تمویل خدمات عامه، امور انکشافی و پروژه‌های زیربنایی کشور دارد.
در این نشست در رابطه به استفاده از سیت های چاپ ‌شده از سوی موتر فروشان عوض فورم‌های رسمی چاپ ‌شده وزارت عدلیه، اخذ یک فیصد مالیه از خریداران موتر و تحویل نیم فیصد آن به اداره مالیاتی و دیگر موضوعات مرتبط بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
نمایندگان اتحادیه موتر‌فروشان نیز پیشنهادات و مشکلات خویش را با مسئولین در میان گذاشتند که پس از بحث همه‌جانبه در مورد بعضی موضوعات تصامیم لازم اتخاذ گردید.

د باروړونکو موټرونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوهد تلې۶مه ۱۴۰۵هـ.لد مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال...
28/09/2026

د باروړونکو موټرونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه
د تلې۶مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال نداء محمد صدیقي په مشرۍ د باروړونکو موټرونو د اتحادیې له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې ښاغلي صدیقي د مالیه‌ورکوونکو د ستونزو د حلولو، د اړوندو موضوعاتو د روښانه کولو او د ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې.
ښاغلي صدیقي د اتحادیې استازو ته ډاډ ورکړ، چې د عوایدو لوی ریاست د مالیه‌ ورکوونکو د ستونزو د اورېدو او د قانون په چوکاټ کې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، چې د عوایدو لوی ریاست دروازې د دوی پر مخ هر وخت پرانیستې دي او کولای شي خپلې اړوندې ستونزې او وړاندیزونه له مسئولینو سره شریک کړي.
د باروړونکو موټرونو د اتحادیې استازو خپل وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې له دوی سره شریکې کړې، چې له هر اړخیز بحث وروسته پر یو شمېر موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې.
په پای کې د باروړونکو موټرونو د اتحادیې په برخه کي د مشرتابه له لوري د ورکړل شویو اسانتیاوو او معافیتونو په اړه د اتحادیې استازو ته بشپړ معلومات وړاندې شول او د اړوندو موضوعاتو په تړاو یې پوښتنو ته وضاحت ورکړل شو.

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ څلورمه ناسته وشوهد تلې۶مه۱۴۰۵ هـ.لد ګمرکونو او عوایدو معین ال...
28/09/2026

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ څلورمه ناسته وشوه
د تلې۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ د یاد معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۴۸) هـ.ق کال د همغږۍ څلورمه ناسته و شوه.
په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین د دا ډول ناستو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اړوندو ریاستونو ترمنځ دوامداره همغږي او د نظرونو تبادله د چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د تشخیص او پر وخت د حل لپاره مهمه ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ګډ کار او متقابلې همکارۍ له لارې کولای شو اداري چارې لا اغېزمنې او منظمې پر مخ یوسو.
ورپسې د (۱۴۴۸) هـ.ق کال د همغږۍ د درېیمې ناستې د موضوعاتو او پرېکړو په اړه راپور وړاندې شو او د ترسره شوو اقداماتو په تړاو معلومات شریک شول.
همدارنګه په دې ناسته کې د نفتي توکو د کیفیت د کنټرول لوی ریاست د نظام (سیسټم) د پلي کېدو، د قراردادونو اړوند موضوعاتو، د استعلامونو د ځوابونو او د اړوندو معلوماتو د وړاندې کولو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په پای کې د یادو موضوعاتو د لا ښه تنظیم او عملي کېدو په موخه پر یو شمېر مواردو لازمې پرېکړې وشوې او اړوندو مسئولینو ته د چارو د ښه او پر وخت ترسره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

کمیته تعرفه در رابطه به تعرفه بعضی اقلام فیصله های مهم اتخاذ نمود
28/09/2026

کمیته تعرفه در رابطه به تعرفه بعضی اقلام فیصله های مهم اتخاذ نمود

د تعرفې کمېټې د یو شمېر توکو د تعرفو په تړاو مهمې پرېکړې وکړې
28/09/2026

د تعرفې کمېټې د یو شمېر توکو د تعرفو په تړاو مهمې پرېکړې وکړې

د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د یو شمیر پراختیايي پروژو پلټنه بشپړه کړهد تلې۵مه ۱۴۰۵هـ.لد مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست،...
27/09/2026

د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د یو شمیر پراختیايي پروژو پلټنه بشپړه کړه
د تلې۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست، چې د پلټنې له اصولو او منل شویو معیارونو سره سم د مالیې وزارت د اړوندو واحدونو د مالي او اداري چارو د پلټنې مسؤلیت په غاړه لري، تل هڅه کوي، چې د عامه شتمنیو ساتنه وکړي او د اړوندو اجراآتو له اغېزمنتیا او شفافیت څخه ډاډ ترلاسه کړي.
یاد مسئولیت ته په کتو دې ریاست د مالیې وزارت د نورو واحدونو د پلټنې ترڅنګ د روان مالي کال په ترڅ کې د دې وزارت اړوند د شاوخوا دېرشو بېلابیلو پراختیايي پروژو پلټنه کړې او د بهبود په موخه یې مربوطه واحدونو ته اصلاحي سپارښتنې ورکړي دي.
د کورنۍ پلټنې لوی ریاست ژمن دی، چې په چارو کې د اغیزمنتیا لوړولو او د روڼتیا د تامین لپاره د مربوطه اجراآتو پلټنه ترسره او له اړوندو ادارو سره د اصلاح په موخه رغنده مشورې شریکې کړي.

اعلانات وزارت مالیه
26/09/2026

اعلانات وزارت مالیه

Address

پښتونستان واټ، کابل، افغانستان/جاده پشتونستان، کابل افغانستان
Kabul
1007

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 04:00
Sunday 08:00 - 16:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ministery Of Finance - MOF posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Ministery Of Finance - MOF:

Shortcuts

Share