M Karim Atal محمد کریم اتل

M Karim Atal محمد کریم اتل الحاج محمدکريم اتل
د ولسي جرګې وکيل
Mٰohammad Karim Atal
Member of Parliament
(1)

د تسلیت او خواخوږۍ پیغامپه ډېرې ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کي چې زما او د زرګونو هلمندیانو قدرمن استاد محمد حسن خان...
20/08/2026

د تسلیت او خواخوږۍ پیغام

په ډېرې ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کي چې زما او د زرګونو هلمندیانو قدرمن استاد محمد حسن خان له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د حق په لوري روان سو.

استاد محمد حسن خان د معارف له هغو نومیالیو او مخلصو غړو څخه و، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د هلمندي ماشومانو او ځوانانو د ښوونې، روزنې او علمي پرمختګ لپاره وقف کړې وه. نوموړي د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې د هلمند د ګڼو نسلونو په روزنه کې ارزښتناک او نه هېریدونکی رول ادا کړی دی.

د استاد مړینه یوازې د هغه د کورنۍ او خپلوانو لپاره نه، بلکې د هلمند د علم، معارف او فرهنګ لپاره هم ستره ضایعه ده. د هغه علمي او ښوونیز خدمتونه به د هلمندیانو په زړونو کې تل ژوندي وي.

په دې ستر غم کې د استاد محمد حسن خان له درنې کورنۍ، خپلوانو، شاګردانو، دوستانو او د معارف له ټولو همکارانو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت شریکوم.

الله تعالی دې ارواښاد استاد محمد حسن خان ته جنت الفردوس نصیب کړي، قبر یې روښانه او کورنۍ ته یې د زړه صبر او اجر ورکړي.

إنا لله وإنا إليه راجعون

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې مبارکي ټولو درنو هېوادوالو ته وایم.خپلواکي د افغان ملت نه بدلېدونک...
19/08/2026

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې مبارکي ټولو درنو هېوادوالو ته وایم.

خپلواکي د افغان ملت نه بدلېدونکی ملي ارزښت دی دا د قربانیو، مېړانې او مبارزې په پایله کې ترلاسه سوې او د هېچا ډالۍ نه ده

د افغانستان غیور ولس د تاریخ په اوږدو کې د خپلې خاورې ملي حاکمیت او خپلواکۍ د دفاع لپاره د هر ډول زور او جبر پر وړاندې په مېړانه درېېدلی دی.

موږ باید د خپلو ملي اتلانو له فداکارۍ او مېړانې الهام واخلو او د یوه خپلواک، متحد، باثباته او آباد افغانستان لپاره ګډې هڅې وکړو.

هغوی چې د افغانستان د بربادۍ خوبونه ویني، باید پوه سي چې د دې ولس غیرت، مېړانه او د خپلې خاورې د دفاع ژمنتیا د تاریخ په اوږدو کې په ځلونو ثابته سوې ده.

تر څو چې یو افغان وي، تل به دا افغانستان وي.

تل دې وي آزاد، خپلواک او سرلوړی افغانستان!

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

إِنَّا لِلَّـهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَپه ډېرې خواشینۍ سره مي خبر ترلاسه کي چې د هلمند ولایت دوه تکړه، بااستعداده ا...
26/07/2026

إِنَّا لِلَّـهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېرې خواشینۍ سره مي خبر ترلاسه کي چې د هلمند ولایت دوه تکړه، بااستعداده او درانه ځوانان، بزرګ جمیل ستوری او نقیب الله اغا هاشمي، د کابل–کندهار پر لویه لار د یوې دردناکې ترافیکي پېښې له امله شهیدان سوي دي

الله تعالی دې دواړو شهیدانو ته جنت الفردوس ور په برخه کړي، نېک عملونه دې یې قبول او ګناهونه دې ورته وبخښې
زه په دې درانه او نه جبرانېدونکي غم کې د ښاغلي خیرالرحمان زلمي، ښاغلي سیلاب اغا او د دواړو درنو کورنیو سره ځان
شریک ګڼم د لوی خدای له درباره ورته د زړه صبر، زغم او استقامت غواړم، او دعا کوم چې الله تعالی دې شهیدانو ته د فردوس جنت لوړ مقامونه ور په برخه کړي.

ترافیکي پېښې هره ورځ زموږ له هېوادوالو ارزښتناک ژوند اخلي له ټولو موټر چلوونکو، په ځانګړي ډول ځوانانو او ټولو هېوادوالو څخه په ډېر درنښت هیله کوو چې د ترافیکي اصولو مراعات، د سرعت کنټرول او بشپړ احتیاط ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د ورته غمجنو پېښو مخه ونیول سي.

إِنَّا لِلَّـهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

موږ د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال او ملګري حاجي ظاهر قدیر له کینیا څخه متحده ایالاتو ته سپارل په کلکو ټکو غند...
15/07/2026

موږ د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال او ملګري حاجي ظاهر قدیر له کینیا څخه متحده ایالاتو ته سپارل په کلکو ټکو غندو

حاجي ظاهر قدیر د افغانستان یو پېژندل سوی سیاسي شخصیت، د ولس استازی او د هېواد له مخورو سپینږیرو څخه دی د هغه له کینیا څخه متحده ایالاتو ته سپارل د نړیوالو قوانینو، حقوقي اصولو او د دولتونو ترمنځ د نافذو حقوقي میکانیزمونو خلاف عمل بولو د دې ډول سپارلو طریقه د عادلانه قانوني بهیر، د هېوادونو د حاکمیت او نړیوالو حقوقي معیارونو په اړه جدي اندېښنې او پوښتنې راولاړوي

موږ دا موضوع له لومړیو ورځو راهیسې د پارلمانونو نړیوالې اتحادیې (IPU) سره رسمي شریکه کړې ده، او یو ځل بیا له یادې اتحادیې او ټولو اړوندو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوو چې په دې قضیه کې خپل قانوني او اخلاقي مسؤولیت ادا کړي، جدي او بې‌طرفه مداخله وکړي، د حاجي ظاهر قدیر د قانوني او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او زمینه برابره کړي، څو نوموړی د قانوني اصولو له مخې افغانستان ته وسپارل شي او قضیه یې د افغانستان د اړوندو دولتي او عدلي ارګانونو له لارې وڅېړل سي.

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی منشي

د تسلیت پیغامپه ډېرې خواشینۍ سره مې د افغان کرکټ د افسانوي چټک توپ اچونکي،شاپور ځدراڼ د مړینې خبر تر لاسه کړد هغه مړینه ...
07/07/2026

د تسلیت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مې د افغان کرکټ د افسانوي چټک توپ اچونکي،شاپور ځدراڼ د مړینې خبر تر لاسه کړ

د هغه مړینه یوازې د یوې وتلې څېرې له لاسه ورکول نه دي، بلکې د افغانستان د کرکټ لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ده هغه د خپل استعداد زړورتیا او هېوادپالنې له برکته د افغان کرکټ په تاریخ کې تلپاتې نوم پرېښود

زه د مرحوم درنې کورنۍ دوستانو د کرکټ ټولنې او ټولو افغانانو ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوم الله تعالی دې مرحوم وبخښي د جنت الفردوس لوړ مقام دې ورپه برخه کړي او ټولو غمځپلو ته دې جميل صبر او اجر نصیب کړي

شاپور ځدراڼ به د خپلو ویاړونو او د افغانستان لپاره د نه هېرېدونکو خدمتونو له امله تل زموږ په زړونو کې ژوندی وي.

إنا لله وإنا إليه راجعون

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

درنو هیوادوالود نیکمرغه لوی اختر مو مبارک سهد لوی اختر (قربانۍ اختر) د رارسېدو په مناسبت، د نړۍ ټولو مسلمانانو، د ګران ا...
26/05/2026

درنو هیوادوالو
د نیکمرغه لوی اختر مو مبارک سه

د لوی اختر (قربانۍ اختر) د رارسېدو په مناسبت، د نړۍ ټولو مسلمانانو، د ګران افغانستان شریفو ولسونو، او په ځانګړي ډول د هلمند ولایت درنو، باایمانه او مؤمنو خلکو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم.

د لوی خدای (ج) له درباره دعا کوم چې زموږ او ستاسو ټول عبادات، دعاوې او قربانۍ په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوي، د حاجیانو حجونه مقبول کړي، او زموږ ګران هېواد ته د سولې، سوکالۍ، اتفاق او شرعي او قانوني زده کړو پراخې دروازې پرانیزي

هیله لرم چې دا مبارکې ورځې د اسلامي امت ترمنځ د یووالي، زغم، ورورولۍ او مینې سبب وګرځي

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

یو بل نړیوال ویاړ د افغان ځوان له لوري  ګرانه دوست، قدرمن ملګری او همصنفي افغان څېړونکي ډاکټر صاحب هارون حکیمي ته دا لوی...
16/05/2026

یو بل نړیوال ویاړ د افغان ځوان له لوري

ګرانه دوست، قدرمن ملګری او همصنفي افغان څېړونکي ډاکټر صاحب هارون حکیمي ته دا لویه علمي لاسته راوړنه او ارزښتناکو څېړنو له امله د کلنۍ جایزې د ترلاسه کولو مبارکي
وایم

په واشنګټن ډي سي کي د امریکا د نړیوال سیاست پوهنتون له لوري د نوموړي د انرژۍ، منرالونو او ملت جوړونې په برخو کي ترسره سوې علمي هڅې ستایل سوې دي، او د هغه وروستی کتاب یو ارزښتناک او ګټور علمي اثر بلل سوی دی
دا د افغان ولس لپاره د ویاړ ځای دی چې زموږ ځوانان په نړیوالو علمي ډګرونو کې خپل استعداد، پوهه او وړتیا په بریالیتوب سره ثابتوي. هیله ده چې زموږ هېواد تل د داسې ویاړلو، بااستعداده او روښانفکره شخصیتونو شاهد وي
ډاکټر هارون حکیمي ته دې دا ستره علمي بریا مبارک وي

په درنښت
محمد کریم اتل

د دوست هېواد جاپان له دوامداره همکاریو څخه ډیره مننه کوم چې د افغان ځوانانو لپاره یې د زده‌کړو دا مهم فرصتونه برابر کړي ...
12/05/2026

د دوست هېواد جاپان له دوامداره همکاریو څخه ډیره مننه کوم چې د افغان ځوانانو لپاره یې د زده‌کړو دا مهم فرصتونه برابر کړي دي
دا بورسونه د ځوان نسل د علمي ودې او د هېواد د پرمختګ لپاره ارزښتناک ګام دی

له ټولو ځوانانو څخه هیله کوم چې نوم‌لیکنه وکړي او له دې فرصت څخه په سمه توګه ګټه واخلي څو د خپل ځان او هېواد لپاره ګټور واقع سي

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

10/04/2026

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کي پر عامو خلکو د ترهګرو له لوري سوی برید، چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال د ښځواو ماشومانو په ګډون شهیدان او ټپیان سوي، په کلکو ټکو غندم او دا یو ښکاره اسلام ضد، بشر ضد عمل بولم
دا ډول وحشیانه کړنې نه یوازې داسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دي، بلکې د ټولنې د امن او ثبات پر وړاندې جدي ګواښ هم ګڼل کېږي
زه د دې غمجنې پېښې د شهیدانو درنو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

د تسلیت پیغامپه ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي سورګل اکا له دې فاني ن...
26/03/2026

د تسلیت پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي سورګل اکا له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد یو مهربانه او ښه انسان وه ، چې د خپلې کورنۍ او سیمې لپاره یې ښه نوم پرېښود.
موږ د الله تعالی له دربار څخه ارواښاد ته د جنت الفردوس غوښتنه کوو، او محترم فامیل او دوستانو ته یې د زړه له کومې صبر جمیل غواړو.

په درنښت
الحاج محمد کریم اتل

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when M Karim Atal محمد کریم اتل posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to M Karim Atal محمد کریم اتل:

Shortcuts

Share