08/10/2025
اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست د رسنوالو او سیاسي مبصرینو سره د انساني قاچاق او ناوړه رواجونو د مخنیوي په برخه کې د عالیقدر امیر المؤ منین حفظه الله تعالی د فرمانونو په اړه د همغږۍ غونډه وکړه
نن چهار شنبه (۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت اړوند، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست د رسنوالو او سیاسي مبصرینو سره د انساني قاچاق او ناوړه رواجونو د مخنیوي په تړاو د عالیقدر امیر المؤ منین حفظه الله تعالی د فرمانونو په اړه غونډه وکړه، په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين، مولوي مهاجر فراهي، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس، مولوي رحمت الله نړيوال، د خپرونو چارو معینیت مشاور، مولوي عبدالحق حماد، د مطبوعاتو او رسنیو د څار رئیس، مولوي صفي الله رائد، د رسنیو مسؤلینو او سیاسي مبصرینو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي رئـیس، مولوي رحمت الله نړیوال د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: خوښ یو چې ستاسو کوربتوب کوو. تاسو ته معلومه ده، چې زموږ ټولنه له ډېرې مودې راهیسې د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق له ستونزو کړېږي، د همدې ناوړه رواجونو او انساني قاچاق په مخنیوي کې عالیقدر امیر المؤ منین حفظه الله تعالی د خپل شفقت له مخې فرمانونه صادر کړي دي.
په همدې اړه ټولنې ته د عامه پوهاوي اړتیا ده، رسنۍ او سیاسي مبصرین دې په کې خپل رول ولوبوي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت مشاور، مولوي عبدالحق حماد وویل: علمي څېرې او د رسنیو مسؤلین د ولس د اذهانو په تنویر کې مهم او بارز رول لري. هغه فرامین، چې د مشرتابه له لوري صادرېږي، رسنۍ دا مسؤلیت لري چې په خپل اصلي شکل یې ملت ته ورسوي. په افغاني ټولنه کې ډېر ناوړه دودونه شته، چې تر اوسه هېڅوک ونه توانېدل له منځه یې یوسي، لکه د انجونو په بدو کې ورکول، له ښځو د نکاح حق اخیستل او په زور نکاح کول... .
همدارنګه د غم او خوښۍ په مراسمو کې یاد رواجونه او دودونه اقتصادي، معنوي او ټولنیز زیانونه لري.
علمي څېرې او رسنوال باید لومړی د فرمانونو محتوا په دقت سره ولولي او بیا د هغوی د تطبیق په برخه کې د پوهاوي کمپاینونو برخې وګرځي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین، مولوي مهاجر فراهي وویل: که موږ غواړو چې په خپله ټولنه کې ستونزې له منځه ولاړې شي، نو باید اصلاح له خپل ځان څخه پيل کړو. هغه طبقې چې په ملت کې اثر او رسوخ لري، لکه علماء، مسئوولین، تجاران او... دې برخو ته پام وکړي او په اصلاحاتو کار وکړي، ملت به يې هم تقليد وکړي. خصوصاً رسنۍ په دې برخه کې ډېر کار کولای شي.
همدارنګه یې زیاته کړه، موږ باید یوازې په دې یوې غونډې بسنه ونه کړو، بلکې له هر هغه طریقې څخه استفاده وکړو چې د انساني قاچاق او ناوړو رواجونو د ختمولو سبب ګرځي.
همدا ډول د غونډې په ترڅ کې سیاسي شنونکو او د رسنیو مسؤولینو د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق په ټولنیزو، اقتصادي او اخلاقي زیانونو هر اړخیزې خبرې وکړې او غونډه د مطبوعاتو او رسنیو د څار رئیس، مولوي صفي الله رائد، په دعایې پای ته ورسېده.
۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ. ق
۱۴۰۴/۷/۱۶ هـ. ش
۲۰۲۵/۱۰/۸ م