21/12/2015
ټولو درنو دوستانو ته سلامونه او درنښت ستاسو د پوره روغتیا او خوشحالی په هیله:
بد بختانه ووایم او که متأسفانه زمونږ په ټولنه کې داسې کسان هم ژوند کوی چې په ټولنیزو نارغیو مبتلا دی، دا په دې معنا چې هغه کس په ټولنیز ژوند کې د کار توانایی نلری، او کله چې نور وینی چې تر ده ښه او فعال دی، او په ټولنه کې يې خپل قوم او خلکو ته تل خیررسیدلی، نو سخت مایوسه کیږی او د کم لیدلو یو بد او مغرضانه احساس ورته پیدا کیږی، همد لامل کيږی چې په یو چا پسې بد او رد ووایې، او کوښښ کوی چې په ټولنه کې هغه د خپل قوم او اولس تر نظر بد ورولی .
ښه بیلکه يې تاسې قدرمنو ته وایم: څو ځله په ټولنیزه رسنۍ یعنې فیسبوک کې چې تاسې به هم لیدلی وی په ما پسې ځینې کسانو له خپلو مستعارو اکونټو او يا یې زما په نوم اکونټ جوړ کړی، داسې څه لیکلی دی: چې ماته او زما وجدان ته د منلو وړ ندی، چې ګواکې زه د قوم او اولس پروا نلرم او نه ماته اهمیت لری او داسې ورته مسایل،دغه ناوړه کارونه زه په کلکو ټکوغندم زه خپل قوم ، قدرمن اولس ته پوره درناوی لرم او تل به یې په خدمت کې وم، ما مخکې هم څو ځله په خپله فیسبوک پاڼه لیکلی چې زمونږ دروازی تل د خپلو درنو اولسونو، مشرانو، ځوانانو خویندو او ورڼو په مخ خلاصې دی او تل يې په چوپړ کې یم، منم چې کله به مو رسیدګی نه وی کړی، خو دا پدې معنا نشي کیدای چې خدای مکړه زه خپل قوم ته سپکاوی وکړم،
یو ځل بیا هم غواړم چې یادونه وکړم قوم زما د سترګو تور دی او زه که د خپل درانه او عزتمند قوم وکیل په ملی شورا کې وم که نه وم، تل به د خپلو درنو اولسونو په خدمت کې وم، هیله ده چې ددغه مغرضه او بی کفایته کسانو په ناسمو لیکنو ناسمه پریکړه ونکړی (مننه)
ستاسو کشر ورور:
داکترعبید الله کلیمزی وردګ